کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۰): د چارو شنونکي وایي، په افغانستان کې په دې وروستیو کې ځینې استخباراتي کړۍ د دې لپاره بې بنسټه اوازې خپروي، تر څو خلک ووېروي، تر منځ یې شخړې رامنځته کړي او له هېواده یې تېښتې ته اړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې عدلیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هغه حقیقي او حکمي اشخاص به د اسلامي شریعت او قانون له حکمونو سره سم تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي چې بې بنسټه اوازې خپروي.
طالبانو د زمري په ۲۴ مه کابل ونیو او اوس یې ټول هېواد په واک کې دی. له دغه بدلون وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د بې بنسټه اوازو خپرول ډېر شوي دي.
<strong>بې بنسټه اوازې</strong>
کله چې طالبانو کابل ونیو اوازې خپرې شوې چې د لوګر پخوانی والي عبد القیوم رحیمي، د طلوع نیوز خبریاله زرمینه محمدي او د ننګرهار پخوانی والي ګل آغاز شېرزی طالبانو وژلي دي، خو وروسته یادو کسانو پر خپلو ټویټرونو او یا فیسبوک پاڼو ولیکل چې هغوی ژوندي دي او کومه ستونزه نه ده ورته جوړه شوې.
طالبانو د وږي په ۱۶ مه سرپرسته کابینه اعلان کړه او تر هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې اوازه خپره شوه چې ګواکې د رییس الوزراء مرستیال ملا برادر د طالبانو خپلمنځي نښته کې ټپي شوی یا وژل شوی دی، خو وروسته ملا برادر د کندهار له ملي تلوېزیون سره مرکه وکړه او دغه اوازه یې ناسمه وبلله.
تېره شپه په ټولنیزو پاڼو کې د «اسلامي امارت فرمان» په نوم یو متن خپور شو چې په پای کې یې د رئیس الوزرا مولوی محمد حسن نوم او یو لاسلیک هم شوی دی.
په دغه متن کې راغلي چې له شل کلنۍ پورته نجونې دې مېړونو ته ورکړل شي، په تېر نظام کې د وژل شوو کسانو کونډې چې عمرونه یې تر ۳۵ کلونو کم وي باید مجاهدینو ته په نکاح شي، هغه مېرمنې چې په تېر حکومت کې یې په لومړي، دویم، درېیم او خارج رتبه بستونو کې کار کاوه په نوي حکومت کې نه منل کیږي او د څلورم، پنځم، شپږم او اجیرانو بستونو مېرمنې راغوښتل کیږي، خو تر امر ثاني دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي چې یاد مکتوب جعلي دی.
همدا راز دوه ورځې مخکې په ټولنیزو پاڼو کې «د اسلامي امارت اساسي اصول» په نوم یوه لیکنه خپره شوه چې ۱۷۹ مادې یې درلودې.
یادو بې بنسټه څرګندونو ته ورته نورې ډېرې داسې اوازې خپرې شوې دي.
خو نن د عدلیې وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:«لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې لیدل کېږي، د حکم، قانون د مسودې او نورو موضوعګانو تر عنوان لاندې مطالب چې ګواکې د افغانستان د اسلامي أمارت پالیسي او تګلاره ده په ټولنیزو پاڼو کې خپریږي، د اعتبار وړ نه دي. د افغانستان د اسلامي امارت وزارتونه او دولتي ادارې مکلفې دي په خپلو اړوندو سیمو کې د داسې موضوعګانو د لیدلو په صورت کې ژر تر ژره د هغو د رد په هکله اقدام وکړي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې که حقیقي او حکمي اشخاص د داسې اوازو په خپرولو لاس پورې کړي، د اسلامي شریعت او قانون له حکمونو سره سم تر عدلي تعقیب لاندې نیول کېږي.
<strong>د سیاسي چارو پوه: دا اوازې استخبارتي کړۍ خپروي</strong>
د سیاسي چارو پوه معروف مسلمیار پژواک خبری آژانس ته وویل، چې په ټولنیزو پاڼو کې د ناسمو تبلیغاتو خپرولو تر شا هغه استخباراتي کړۍ کار کوي چې نه غواړي په افغانستان کې سوله او آرامي راشي.
ده وویل: «په ټولنیزو رسنیو کې داسې تبلیغات کیږي چې عقل یې نه مني، طالبانو دا وواژه، هغه یې وواژه، داسې یې وکړل او هسې یې وکړل، حتی ځينې وختونه بېرته خپله هماغو کسانو چې په اړه یې تبلیغات کیږي پیغام ورکړی چې زما په اړه خپاره شوي معلومات ناسم دي.»
ده وویل، چې د دې ډول تبلیغاتو خپرول د هر چا په وس پوره نه دي او دا ډول کړنې د قوي استخباراتي کړیو له خوا پر لاره اچول کیږي.
مسلمیار، د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، ځینې کړۍ غواړي چې په فرهنګي، سیاسي او رسنیزو برخو کې تبلیغات وکړي، تر څو د حاکمې طبقې او خلکو ترمنځ بی باوري را منځته کړي.
دی په دې برخه کې د دولتونو ترمنځ سیالۍ یادوي او پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وایي چې د دولتونو د جوړښت فلسفه رقابت جوړوي.
مسلمیار وویل چې طالبان هم باید فعال شي، د دغه ډول اوازو خپرونکي پیدا او قانوني چلند ورسره وکړي.
<strong>ارواپوه: بې بنسټه اوازې د خلکو د وېرولو او منځ کې يې د شخړو جوړولو په موخه خپریږي </strong>
ارواه پوه شرف الدین عظیمي وایي، په هغو حالاتو کې چې اصلي سرچینو او اصلي اطلاعاتو ته لاسرسی کم شي او ټولنه په ابهام کې ډوبه شي، د ځينې سیاسي او نورو فرصت طلبو کړیو له خوا بېلابېلې اوازې خپریږي.
دی وایي، په دغو اوازو هغه کسان ډېر زیات باور کوي چې هیڅ ډول اصلي اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.
د هغه په خبره، ځینې وختونه دا اوازې د پرلیکه پاڼو، چینلونو او ادرسونو له خوا خپرېږي تر څو خپلې پاڼې مشهورې کړي او خلکو ته وښیي چې دوی له وضعیت او حالاتو څخه ډېر خبر دي او ډېر مهم خلک دي.
ده وویل:«اصلي ستونزه دا ده چې دا اوازې لکه د طالبانو له خوا د دروغو جوړې شوې مسودې او قتلونه، په لنډ مهال کې خلک ستړي کوي، زړه توري کوي یې، وېروي یې، وحشت کې یې اچوي او نا امیده کوي یې او کله کله دې ته هم لاره هواروي چې تعصب پیدا شي، جنجال او شخړې پیدا شي او خلک له وطن څخه و تښتي.»
ده وویل چې دا اوازې همدا راز په ټولیزه توګه بی باوري را منځته کوي او د ټولنیزو ستونزو د ډېرېدو لامل کیږي.