ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د څلورو هوايي ډګرونو امنيتي قرارداد په څه باندې ۹ ميليون ډالره لوړ قیمت شوى

 د څلورو هوايي ډګرونو امنيتي قرارداد په څه باندې ۹ ميليون ډالره لوړ قیمت شوى

author avatar
17 Oct 2021 - 14:04
 د څلورو هوايي ډګرونو امنيتي قرارداد په څه باندې ۹ ميليون ډالره لوړ قیمت شوى
author avatar
17 Oct 2021 - 14:04

کابل (پژواک، ٢٥ تله ۱۴۰۰): د پژواک مومندنې ښیي چې د ملکي هوایي چلند پخوانۍ ادارې د څلورو هوایي ډګرونو د امنیت ټينګښت قرارداد په څه باندې ۹ میلیونه ډالره لوړه بیه له يوه بهرني شرکت سره لاسليک کړى دى.

په دغه هوکړه ليک کې د کابل، هرات، مزارشریف او د کندهار ولایتونو هوایي ډګرونو د امنيتي چارو سمبالښت شامل دی.

پژواک هغه راجستر پاڼه هم ترلاسه کړې ده چې په ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۸مه په اماراتو کې دغه شرکت د GAAC په نوم د دوبۍ په نړیوال مارکېټ کې له یاد قرارداد څخه شپږ ورځې مخکې ثبت او راجستر شوی دی.

د پژواک له خوا ترلاسه شوو اسنادو کې ښکاري چې دغه قرارداد پخوا له يوې مشهورې بريتانوۍ کمپنۍ سره د کال په ۱۲ ميليونه ډالرو شوی و خو دغه شرکت ته چې تازه جوړ شوی، د کال په شاوخوا  ۱۵ ميليونه ډالرو ورکړل شوی چې د تېر په پرتله ۲۴ سلنه لوړوالى ښيي.

نهه میلیون ډالره لوړبیه تړون

پژواک اژانس هغه هوکړه ليک ترلاسه کړی چې د GAAC په نوم له يو بهرني شرکت سره چې تر قرارداد ۶ ورځې وړاندې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ سوداګريز ښار کې راجستر شوی او بيا له قرارداد څو ورځې وروسته په افغانستان کې ثبت شوی، د ملکي هوایي چلند ادارې پر ۹ ميليون ډالره لوړه بيه د څلورو هوايي ډګرونو د امنيت د ټينګښت هوکړه شوې ده.

په قرارداد کې د هوکړې موده درې کاله ښودل شوې او ټوله تخمیني بودجه ورته ۴۷ اعشاريه ۶۹ ميليونه ډالر اټکل شوې او د هر کال لپاره ثابته بودجه ١٥،٦ ميليونه ډالر ځانګړې شوي دي.

د ملکي هوایي چلند ادارې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وویل چې دغه قرارداد  په ۲۰۲۰ کال کې د GAAC  په نوم له یوې امنیتي کمپنې سره د افغانستان د څلورو هوایي ډګرونو د امنیت په خاطر شوی چې د درېیو کلونو لپاره یې په ٤٧،٦٩ ميلیونه ډالرو ورکړی دی.

د سرچینې په خبره، د هر کال د امنیت لګښت یې یوه اماراتي شرکت ته په ١٥،٦ میلیونه ډالره ورکړی  خو مخکې دغه قرارداد په ۱۲ میلیونه یو بل شرکت ته ورکړل شوی و.

د ملکي هوايي چلند دغه سرچینه وایي چې له دې مخکې دغه قرارداد له Olive Group  سره شوی و او اوس یې GAAC کمپنې ته په  ۲۴ سلنه لوړ قيمت ورکړی دی.

سرچینه وایي: ((له Olive Group  سره د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قرارداد شوی و او د تجهيزاتو پېرل هم  په قرارداد کې شامل و، خو په نوی قرارداد کې چی ۲۴ سلنه په لوړ قیمت شوی، یوازې خدمات وړاندې کوي.))

د نوموړي معلوماتو له مخې، Olive Group د بریتانيا يوه مشهوره امنيتي کمپنۍ ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې امنيتي قراردادونه لري.

سرچینه زیاتوي: ((دغه قرارداد چې کله له اماراتي کمپنۍ سره شوی و، تر هغه وخت پورې یادې کمپنۍ هيڅ وجود نه درلود او وروسته له قرارداد څخه رامنځته شوې ده.))

سرچینه وایي چې دغه قرارداد یوې بلې امنیتي کمپنې چې د G4s په نوم او د برېتانيا هېواد یوه مشهوره کمپنې وه، په کال کې په ۱۰ میلیونه ډالره کاوه، خو اړوندو مسوولينو يې د خپلو شخصي ګټو په موخه مخه ونیوه.

د شرکت د نوم تغیير

پژواک په ترلاسه کړو اسنادو کې موندلې چې د قرارداد خبرې د G42 کمپنۍ په نوم روانې وې، خو قرارداد بيا له بل شرکت سره شوى دى.

د اسنادو له مخې، قرارداد وروسته د G42 پر ځای له GAAC کمپنۍ سره چې تازه (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۸مه، له قرارداد شپږ ورځې مخکې) په متحده عربي اماراتو کې راجستر شوې، ترسره شوی دی.

د ملي تدارکاتو ادارې څېړنه

پژواک اژانس د ملي تدارکاتو ادارې يو مکتوب ترلاسه کړی چې پر دغه قرارداد يې نيوکه کړې او ټينګار شوی چې قرارداد په ۲۴ سلنه لوړ لګښت له داسې کمپنۍ سره شوی چې په دې برخه کې هيڅ تجربه نه لري.

په دغه مکتوب کې پرېکړه شوې چې پر دغه قرارداد دې له سره غور وشي.

دغه پرېکړه د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۷مه د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړې شوې غونډه کې چې د ولسمشر لومړي او دويم مرستيالانو، د ماليې، عدليې  او اقتصاد وزيرانو، د ولسمشر حقوقي سلاکار او له حکومت سره د خصوصي سکټور د اړيکو د مرکز استازي هم په کې برخه اخيستې وه، شوې ده.

خو دغه راز په ۱۳۹۹ کال کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د تعهداتو، حکمونو او فرمانونو د تعقیب ریاست په خپل ۸۱۰۰مه ګڼه هدایت کې د پانګونې د اسانتیا واحد ته لیکلي: ((جلالتماب جمهور رییس کابل ته د اماراتي شرکت G42 د سفر په اړه ستاسو د ترتیب شوي ګزارش تر لوستلو وروسته داسې حکم وکړ چې ستاسو له اقداماتو څخه مننه، هر څه عاجل خپله فیصله او د سرمایه ګذارۍ پلان نهايي کړئ.))

د هوایي چلند ادارې ځواب

خو د ملکي هوایي چلند پخواني رییس محمد قاسم وفایي زاده پژواک ته وویل، د افغانستان د څلورو هوایي ډګرونو قرارداد د جمهوري ریاست د پانګونې اسانتیا واحد او د جمهوري ریاست حقوقي واحد له لوري مخکې له مخکې چمتو شوی و.

هغه وویل: ((د جمهوري ریاست د پانګونې اسانتیا ادارې او د جمهوري ریاست حقوقي واحد قراردادي شرکت له مخکې پیدا کړی و او له جمهوري ریاسته یې د قرارداد د تړون حکم هم ترلاسه کړی و.))

نوموړي زیاته کړه، کله چې د ملکي هوایي چلند اداره په دې قضیه کې دخیله شوه، نو د قرارداد په اصلاح کې یې ډېرې هلې ځلې وکړې او بیا وروسته یې قرارداد لاسلیک کړی دی.

د وفایي زاده په خبره، د هوایي ډګرونو په اړه چې کوم قرارداد شوی، مشکل یې په تطبیق کې ډېر زیات و.

دی وایي: ((زموږ مشکل د قرارداد په تطبیق او د قراردادي شرکت د انوایسونو په نه ورکولو کې و چې د پیسو په مصرفولو کې شفافیت وجود نه درلود، ما هم دغه کار ونه کړ چې د شرکت انوایسونه ورکړم، نو په دې موضوع سره زما د ارګ سره مشکل پیدا شو او په ما یې فشارونه راوړل څو د شرکت پيسې ورکړم، خو ما دا کار ونه کړ او استعفا مې وکړه او زما پر ځای د خپلې خوښې کس پر دنده وګوماره.))

هغه وویل چې د قرارداد کولو وخت کې د شرکت نوم G42 و، خو وروسته بیا د GAAC  په نوم ثبت شوی دی.

بل لور ته د پانګونې د اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب پژواک ته وویل چې قراردادونونه د یوې پروسې په نتیجه کې لاسلیک کېږي او په دې پروسو کې د اړونه ادارو نظرونه هم اخيستل کېږي او بيا اجراات کېږي.

هغه وویل چې د یاد قرارداد په هکله د خبرو اترو لپاره د ملکي هوایي چلند ادارې د وخت رییس محمد قاسم وفایزاده او د لخ هغه سره مل پلاوي د قرارداد له لاسلیکه مخکې په دې اړه اماراتو ته سفر هم کړی و.

نوموړی وایي: ((قرارداد ملي تدارکاتو کمېسیون کې د ملکي هوایي چلند ادارې د وخت رییس محمد قاسم وفایزاده له دفاع نه وروسته د کمېسیون له منظورۍ بعد د یادې ادارې د رییس له خوا لاسلیک شوی دی.))

دی وایي چې د شرکت انوایسونه هم د یادې ادارې له لوري لاسلیک شوي او په اسنادو کې معلومېږي چې قرارداد چا لاسلیک کړی دی.

نتيجه:

د ترلاسه شوو اسنادو او سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د يادو هوايي ډګرونو د امنيت ټينګښت په قرارداد کې فساد شوى چې د وخت اړوند چارواکي په کې دخيل دي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 7349

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.