ژبه

جلال اباد ښار کې یو ملکي کس وژل شوی

جلال اباد (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا يو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن ماښام پنځه بجې د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند د کلالانو کوڅې ساحه کې شوې ده.

د نعيم په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې برید کوونکي د یاد کس له وژلو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

هغه زياته کړه چې د وژل شوي کس د هويت په اړه معلومات نه لري.
خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست پژواک ته تاييد کړه چې وژل شوی ملکي وګړی دی.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوې دي.