ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ځینو سیمو کې د غوښې بیه ۳۲ سلنه لوېدلې ده

د هېواد په ځینو سیمو کې د غوښې بیه ۳۲ سلنه لوېدلې ده

author avatar
31 Oct 2021 - 15:38
د هېواد په ځینو سیمو کې د غوښې بیه ۳۲ سلنه لوېدلې ده
author avatar
31 Oct 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښیي چې د هېواد په ځینو سیمو کې د غوښې بیه په منځنۍ کچه نږدې ۳۲ سلنه ځکه لوېدلې چې دا مهال د غوښې دولتي قراردادونه نشته او له بلې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت خراب او د پېرلو وس یې کم شوی دی.

پژواک په پلازمېنه کابل او د میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې له خلکو د غوښې د بیو په اړه پوښتلي او ترلاسه کړي معلومات یې ارزولي دي. موندنې ښيي چې په وردګو او لوګر ولایتونو کې د غوښې بیه لوېدلې، د کابل ښار په ځینو سیمو کې یې هم بیه ټیټه شوې خو په ځینو کې بیا بیه د پخوا په څېر پاتې ده.

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار اوسېدونکي عبدالطیف چې د څارویو د پېر او پلور کار کوي، پژواک ته وویل چې په دغه ولایت کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د غوايي یو کیلوګرام غوښې بیه له ۳۸۰ څخه ۲۵۰ افغانیو او د خوسي او پسه د یو کیلوګرام غوښې بیه له شاوخوا ۴۸۰ افغانیو ۲۸۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

هغه د غوښې د بیو لوېدو د لامل په اړه وایي: «تر ټولو ډېره غوښه عسکرو او اردو مصروفوله، په کابل کې په لسګونو مسلخونه وو چې هره ورځ به په کې سلګونه مالونه حلالېدل او عسکرو ته ور وړل کېدل؛ خو اوس نه عسکر شته او نه هم د غوښې خرېدار.»

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو شمېر څه باندې ۳۰۰ زرو ته رسېده.

د عبداللطیف په وينا، د افغانستان د امنیتي ارګانونو، ولسمشرۍ ماڼۍ، وزارتونو او نورو ادارو ترڅنګ، په افغانستان کې بهرنیو ادارو هم د غوښې قراردادونه لرل، خو اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دي.

د راپورونو پر بنسټ، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د غوښې د شوو تړونونو لګښت په ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو کې څه باندې درې ميلیاردو ۹۹۳زره افغانیو ته رسېده. دغه راز راپورونه ښیي چې د ولسي جرګې پخواني غړي خان اغا رضايي مخکې ویلي وو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوه دفتر لپاره د ۱۷ ډوله غوښو تړون کړی و.

عبدالطیف د غوښې بیې له لوېدو سر ټکوي، وایي: «له هرې خوا اقتصادي ضربه غریب کس ته واردېږي، په کليو کې خلکو د ګټې لپاره خوسي او پسونه ساتل، خو اوس د غوښې بیه راټيټه شوې؛ غریب کس په هر لوی مال کې له پنځو تر اتو زرو افغانيو او په پسونو کې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ تاوان کوي؛ ځکه چې د مالونو خريداران نشته.»

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکی شمس الحق هم د څارویو د پېر او پلور کار کوي. هغه هم ورته څرګندونې کوي، وايي چې ځینو خلکو مالونه په دې تمه پېرلي وو چې غوښه به یې یوه کیلو په ۴۵۰ تر ۵۰۰ افغانیو پلوري، خو اوس په پرچون بازار کې یوه کیلو غوښه ۲۵۰ تر ۲۷۰ افغانيو او «ښه غوښه په ۳۰۰ افغانې» پلورل کېږي.

دی زیاتوي: «یاره اوس خو دهقانان او نور جلابان سخت حیران دي چې څنګه خپل مالونه خرڅ کړي، له يوې خوا پېسې ورکې شوي او له بلې خوا يې پر مالونو پيسې بندې دي.»

شمس الحق زياتوي: «خلک مجبور دي، څه وکړي، مالونه په تاوان هم خرڅوي، خو بدبختانه خريدار نشته چې مالونه واخلي او کابل ته یې يوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ځینو سیمو کې هم د غوښې بیه رالوېدلې ده.

د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ بازار په سیمه کې د مالونو د پېر او پلور په بازار کې د مالونو یو پلورونکی فرهاد وايي: «د غوايي، خوسي او پسونو غوښه په من کې شاوخوا ۷۰۰ افغانۍ ارزانه شوې، د طالبانو له راتګ مخکې په عمده ډول يو من غوښه په ۲۷۰۰ او ۲۸۰۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس يو من غوښه په ۲۰۰۰ او ۲۱۰۰ افغانۍ خرڅېږي.»

هغه هم وایي چې د غوښې د پېر په برخه کې د دولتي قراردادونو نشتوالی، د خلکو د اقتصادي وضعيت خرابېدل او په هېواد کې د کار او بار نشتوالی د دې لامل شوی چې څوک غوښه نه اخلي او بيې يې هم راټيټې شوې دي.

فرهاد وايي: «مالداران په تاوان خپل مالونه پلوري؛ ځکه مجبور دي او بايد خپل مالونه خرڅ کړي، څو د ژوند نورې ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

دی وايي: «پخوا به دولتي قراردادونه وو، يو مسلخ به د ورځې له ۷۰ تر ۸۰ مالونه حلالول، خو اوس دا قراردادونه نشته او طالبان په وچه ډوډۍ ګوزاره کوي.»

خو هغه ښې راتلونکې ته هیله من دی، وايي چې د نوي حکومت وضعيت ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دی او کېدای شي بیا په دې برخه کې دولتي قراردادونه پیل شي.

د کابل د کمپنۍ سیمې یو قصاب ګل الرحمان چې د غوايي، خوسي او پسه غوښه يې یوه کيلو په ۳۰۰ افغانۍ ليلام کړې، وايي، د غوښې بیه ځکه لوېدلې چې قراردادونه یې نشته، پلور یې کم شوی او اوس ډېر خلک د کمروزي اقتصادي له امله غوښه نه اخلي.

دی وايي: «پخوا به مو هره ورځ دوه – درې مالونه حلالول او خرڅېدل، خو اوس چې يو مال حلال کړو، په پنځو ورځو کې هم نه خرڅېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې کمپنۍ کې ځیني قصابان یوه کیلو د پسه او خوسي غوښه په ۲۵۰ افغانۍ پلوري.

خو د کابل په ځینو سیمو کې لا هم یوه کیلو د پسه او خوسي غوښه په ۴۰۰ او ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

مختارالدین چې د کابل ښار د تایمني په پنځم سړک کې د قصابي دوکان لري، وایي، یوه کیلو د پسه او خوسي غوښه په ۴۵۰ افغانۍ پلوري؛ دا ځکه چې دی ځوان څاروي اخلي او غوښه یې پلوري. هغه وایي، د ځوان څاروي غوښه له زړو مالونو سره توپیر لري او بیه یې لوړه ده.

د ده په خبره، کمپنۍ او ځینو نورو سیمو کې ځیني قصابان ځکه یوه کیلو د پسه او خوسي غوښه ارزانه پلوري چې مالونه یې زاړه او ډنګر وي.

فیض الدین چې د تایمني پر لسم سړک د قصابۍ دوکان لري، یوه کیلو د خوسي او پسه غوښه په ۴۰۰ افغانۍ پلوري. هغه وایي چې دی هم د ځوانو مالونو غوښه پلوري. فیض الدین هم وایي چې کمپنۍ کې ځیني کسان زاړه مالونه پلوري او د زاړه مال غوښه ارزانه وي.

خو هغه کسان چې غوښه ارزانه پلوري، دا څرګندونې نه مني، وایي، د غوښې بیه ځکه ارزانه شوې چې د تقاضا له کمښت سره یې د څاوریو بیې لوېدلې دي.

Visits: 489

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.