ژبه

حنفي: په هېواد کې د مېشتو لوړپوړو چارواکو بانکي حسابونه دې خلاص شي

کابل (پژواک، ۶ لیندۍ ۱۴۰۰): د ریاست الوزراء مرستيال د تېر حکومت د هغو لوړپوړو چارواکو د بانکي حسابونو د خلاصولو لارښوونه کړې چې اوسمهال په هېواد کې دننه مېشت دي.

وروسته له هغې چې د وږي میاشتې په ۲۴ مه طالبانو کابل ونیو د افغانستان سرپرست حکومت د پخواني حکومت د لوړپوړیو چارواکي بانکې حسابونه و تړل.

د ریاست الوزرا دویم مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي له خوا د افغانستان بانک ته په استول شوي مکتوب کې راغلي چې د تېر حکومت هغه چارواکي چې اوسمهال له دوی سره دنده ترسره کوي، د اړونده ارګان د سرپرست تر تایید وروسته دې د نوموړو چارواکو حسابونه خلاص او معاشونه دې د قانون مطابق ورته اجرا شي.

په مکتوب کې زياته شوې، د تېر حکومت هغه چارواکي چې اوسمهال په افغانستان کې دي، حسابونه دې ورته خلاص شي، خو معاشات دې نه ورته اجرا کېږي.

سرچينه کاږي، د تېر حکومت د دواړو مجلسونو او ولایتي شوراګانو غړي چې په هېواد کې مېشت دي، بانکي حسابونه دې خلاص شي، خو معاشات دې نه ورته اجرا کېږي.

سرچينه زياتوي، د تېر حکومت هغه دولتي مقامات چې اوسمهال له هېواد څخه بهر مېشت دي او رسما یې خپل مسوولیت نوي حکومت ته نه وي سپارلی، د نوموړو اشخاصو بانکي حسابونه دې نه پرانیستل کېږي.

د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي لارښوونه کړې، هغه حسابونه (شرکتي او انفرادي) چې په هغه کې د لوړپوري چارواکي سهمدار دي او له هېواد څخه بهر مېشت وي، د سهم په اندازه دې شتمني ګنګل شي.

دغه راز د ریاست الوزراء مرستیال ويلي چې د تېر ادارې د لوړپوړو چارواکو د خپلوانو حسابونه دې پرانیستل شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.