کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په کابل کې د اوبو حوضونو (سونا) مالکان وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون او د خلکو د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره د دوی مراجعین تر ۵۰ سلنه کم شوي او ان د عوایدو د کمښت له امله د ځینو حوضونو فعالیت درېدلی دی.
د پژواک اژانس خبريال په کابل کې د لامبو وهلو له يو شمېر حوضونو ليدنه کړې چې ډېری مسوولینو يې د عوايدو او پېرودونکو د کموالي په اړه خبره کړې دي.
د يادونې ده، د کابل ښار د سرک نو په دسبیچري سيمه کې «قاسمي» د لامبو وهلو حوض (سونا)، په قصبه کې «کابورا» حوض، په قلعه نجارا کې «خلیج» حوض او یوه حوض د کابل په دهبوري سیمه کې خپل فعالیتونه درولي دي.
خراب اقتصادي وضعیت، د لامبو وهلو لپاره د خلکو لېوالتیا راکمه کړې ده.
د «وي.ای. پي» حوض عمومي مسوول اصلین ارینپور چې د کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپرست حکومت له جوړېدو راهيسې د دوى په کاروبار او عوايدو له ٥٠ تر ٦٠ کموالی راغلی دی.
هغه زیاته کړه: «خلک ډېر کم راځي او هغه څوک چې راځي هم، د بېکارۍ او د پيسو له نشتونه شکايت کوي او په بيو کې ډېره چانه وهي، په هېواد کې د جمهوريت له سقوط مخکې، موږ معمولاً په کم کاره کاري ورځو کې هم تر ۱۰۰ ډېر مراجعین درلودل، خو اوس په هغې ښې کاري ورځ کې له څلوېښتو ډېر کسانو نه وي.»
د یاد حوض د مسوول په خبره، د دوى ډېرى پېرودونکي دولتي کارکوونکي وو چې ډېرى يې اوس بهر ته تللي او که شته هم دي، مالي توان نه لري، څو د پخوا په څېر دلته راشي.
دغه حوض چې مخکې یې ۱۲ کارکوونکي درلودل، اوس د همدغو بدو اقتصادي شرایطو له امله، یوازې پنځه کارکوونکي لري او پاتې نور یې ځواب کړي دي.
نوموړي په دې اړه چې ولې یې کارکوونکي له دندو لرې کړي؟ وویل: «که هغوی مو نه وای ځواب کړي، مجبور وو چې حوض وتړو.»
هغه له حکومته وغوښتل: «په اوسنیو شرایطو کې دې لږ تره لږه موږ د شرایطو تر ښه کېدو پورې د مالیې له ورکړې معاف کړي؛ باور جوړونه وکړي څو سوداګر وکولای شي افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.»
هغه چې ګټه وټه یې له همدې حوض څخه ده، وویل: «د وضعیت تر ښه کېدو له هرې لارې کار اخلو، څو فعالیت مو ونه دریږي.»
خو د کابل ښار د اول مکروريان په سيمه کې د «مجتمع ابی اطلس» لامبو وهلو حوض عمومي مدیر محمد داوود بخشي پژواک ته وویل: «زموږ په کارو بار کې ډېر تغییر راغلی؛ مخکې به مو ډېر مشتریان درلودل، خو اوس ډېر لږ شوي چې نه شو کولای ان ورځني لګښتونه پوره کړو.»
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې مخکې د ورځې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کسان راتلل، خو اوس دغه شمېر له نیم نه ډېر راټیټ شوی دی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب چې ایا د پېرودونکو لپاره یې بیې راټیټې کړې دي او کنه؟ وویل چې خپلې بیې یې تر ۵۰ سلنې راکمې کړې دي؛ ځکه خلک د تېر په څېر پیسې نه لري.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې دا مهال د برېښنا نشتوالي له ستونزې سره مخ دي او د برېښنا نه شتون له امله له جنراتور نه استفاده کوي او تېل هم ډېر ګران شوي دي.
هغه وویل: «د دې سونا ځمکه دولتي ده او د میاشتې مو دولت ته کرایه ورکوله، خو اوس د مشتریانو د کمښت له امله نه شو کولای کرایه ورکړو او دوې میاشتې کېږي چې پوروړي یو.»
هغه له اوسنیو مسوولینو وغوښتل چې د خصوصي سکټور برخې ته پاملرنه وکړي.
خو د لامبو وهلو ځینو حوضونو د پېرودونکو نشتوالي له امله خپل فعالیتونه درولي دي.
د خلیج په نوم د لامبو وهلو بل حوض چې د کابل په خیرخانه کې دی، له یوې نیمې میاشتې راهیسې تړل شوی دی.
د دغه حوض عمومي مسوول الماس فرهمند، د حوض تړل کېدو لامل اقتصادي ستونزې او د حوض او کارکوونکو د ورځنیو لګښتونو نه پوره کېدل وبلل.
هغه زیاته کړه چې د جمهوریت له سقوط مخکې یې فعالیت ښه و؛ ځکه چې ټولو خلکو ښه اقتصادي وضعیت درلود؛ خو اوس ډېری خلک سپما کوي او خپلې پیسې په دې شوقي لارو نه مصرفوي.
هغه د خپلو عوایدو په اړه وویل چې مخکې به يې د ورځې له ٢٠ تر ٣٠ زرو پورې عايد درلود؛ خو د پخواني نظام له پرځېدو وروسته یې ورځني عواید ان شپږو او اوو زرو ته راښکته شوي دي؛ له دې امله چې ورځني لګښتونه یې له ګټې ډېر وو، وه یې نه شو کولای خپل کار ته دوام ورکړي چې بالاخره حوض یې بند کړ.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې د یاد حوض مخکني کارکوونکي اوس څه کوي؟ وویل: «له بده مرغه ټول هغوی چې هر یوه یې تر ۸ کسیزه کورنۍ هم درلوه، اوس بېکاره دي.»
هغه زياته کړه چې د لامبو وهلو له یاد حوض پرته د عاید لپاره نور څه نه لري او هیله من دی چې وضعیت ښه شي او کار یې یو ځل بیا وده وکړي.
نوموړي له سرپرست حکومته وغوښتل چې باید زغم وښيي، خپل غرور راکم کړي، په خپل بهرني سیاست کې دې بدلون راولي، څو د تېر حکومت په ډول د نړۍ ډاډ ترلاسه او له افغان ولس سره د نړيوالې مرستې بيا پيل او د هغوى حکومت په رسميت وپېژني.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.