ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس یو دیني عالم: په ټولنه کې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره باید ټول هڅه وکړي

د بادغیس یو دیني عالم: په ټولنه کې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره باید ټول هڅه وکړي

author avatar
19 Dec 2021 - 15:50
د بادغیس یو دیني عالم: په ټولنه کې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره باید ټول هڅه وکړي
author avatar
19 Dec 2021 - 15:50

قلعه نو (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د یوه جومات ملا امام عبدالطیف صدیقي چې د خلکو ترمنځ د اختلاف لسګونه قضیې یې حل کړې، وايي، اوس چې سوله راغلې، باید ټول د ټولنیز تاوتریخوالي د له منځه وړو لپاره هڅې وکړي.

د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په باغلر سیمه کې د «حضرت عبدالرحمن بن عوف» جومات ملا امام پژواک ته وویل چې په افغانستان، په ځانګړې توګه بادغیس کې ټولنیز اختلافات ډېر او د خلکو عمده ستونزې شمېرل کېږي.

یاد مولوي چې ۵۵ کلن دی، ۲۵ کاله یې د بادغیس ولایت د اوسېدونکو ترمنځ د شخړو په حل کې تېر کړي او خوښ دی چې توانېدلی لسګونه هغه قضیې او ستونزې چې ښايي له امله یې پر لوی تاوتریخوالي بدلې شوې وای، د جرګې او مشورې له لارې حل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((زموږ په ولسوالۍ کې د اختلافاتو عمده لاملونه د ځمکې، اوبو د وېش، میراث، ملکیت او نورو پر سر دښمنۍ دي.))

د سرچینې په خبره، د دغه ډول اختلافونو شتون خلک سره جلا کوي، ډېر لوی اختلافونه رامنځته کوي او د ډېر لوی تاوتریخوالي لامل کېدای شي.

یاد دیني عالم وايي، دغه خصومتونه او شخړې چې په ټولنه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل کېږي، دی مجبور کړی چې د حل په برخه کې یې هڅې وکړي.

هغه چې په خپل کلي او خپلوانو کې د سوله غوښتونکي کس په نوم مشهور دی، وویل، له قومي او قبیلوي شخړو مخنیوی د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی.

نوموړي زیاته کړه: ((اسلام د سولې او برابرۍ دین دی، هر مسلمان باید د کوچنیو او لویو ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي، څو له اختلافونو تشته ټولنه ولرو.))

د مولوي صدیقي په خبره، د زده کړو او له دینه د پوهاوي کچې کموالی په دغه ولایت کې د ټولنیزو ستونزو او اختلافونو عمده لاملونه دي.

نوموړی په شریعي بیانونو کې د دغه ډول مسایلو په اړه لکه کورنی تاوتریخوالی، د ښځو حقونو، میراث، د مهر حق او نورو چې اوس هم ټولنه، کورنیو او ان کلیو او قومونو ترمنځ د ستونزو لامل کېږي، خبرې کوي.

مولوي صديقي وايي، ډېرې هغه قضيې يې حل کړې چې د ميراث او جايداد اړوند دي، له څو کلونو راهيسې يې د کورنيو ترمنځ شخړې روانې وې؛ خو وروسته له هغه چې ترمنځ یې اختلافات ډېر شول، ‎ده یې ترمنځ منځګړتوب پیل کړ او قضیې یې هوارې کړې.

هغه زیاته کړه: «کله مو چې موږ منځګړتوب کاوه، ورته ومو ویل چې اې زما وروڼو، زموږ په دین کې هر څه روښانه دي؛ د دین له مخې څوک باید د ورور، خور او نورو حق ونه خوري، کله چې یې په اړه معلومات بشپړ شوي، حق مو حقدار ته وسپاره، ترمنځ یې جګړه ختمه او سوله مو وکړه.»

نوموړي په ډاګه کړه: «تاوتریخوالی له هغه ځایه راپیدا کېږي چې یو کس پر بل ظلم وکړي او د چا حق یا ارزښتونه تر پښو لاندې شي.»

حمد اقبال چې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار د باغلر سیمې اوسېدونکی دی، د صدیقي د کارونو په اړه وایي: «مولوي صاحب زموږ مخور دی، هغه یو تکړه عالم دی، هر وخت چې موږ له ستونزې سره مخ کېږو، هغه ته مراجعه کوو، هغه په خپلو عالمانه مشورو له موږ سره مرسته کوي.»

هغه څرګنده کړه چې د دوى په سيمه کې ډېر اختلافات موجودې وو چې د دغه ديني عالم له خوا حل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، يو کال مخکې په کلي کې يوې کورنۍ د ميراث د وېش پر سر ستونزه درلوده، نو صديقي ورغى د هغوى تر منځ کښېناست او ستونزه يې هواره کړه.

محمد اقبال زیاته کړه: «د دوی ستونزه دومره لویه شوې وه چې څو ځلې د کاکا زامنو چې د خپلو پلرونو د میراثي ځمکو د وېش پر سر جنګونه کړي وو، نږدې وه چې د چا د وژلو لامل شي، خو مولوي صاحب د خدای لري، ولاړ او ترمنځ یې سوله وکړه، د دین او قران په چوکاټ کې یې د ځمکې په وېش کې ورسره مرسته وکړه، نن ټول خوشحاله دي.»

په ورته مهال، د همدې سيمې يوه بل اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وويل: «زموږ د سیمې اوسېدونکي باید مولوي صاحب ته د سولې سفیر ووایي، مولوي صاحب په خپل عقل او فهم سره ډېرې سختې  کورنۍ ستونزې هوارې کړې دي.»

دى وايي، اوس د دوى د سيمې ډېرى مشران له مولوي صديقي سره مرسته کوي څو وکولای شي په ولسوالۍ کې د شخړو په هواري کې رول ولري او ټولنه له تاوتريخوالي پاکه کړي.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.