ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: په بغلان کې ۳۰ درملتونونه او څلور روغتیايي مرکزونه له جواز پرته  فعالیت کوي

څېړنه: په بغلان کې ۳۰ درملتونونه او څلور روغتیايي مرکزونه له جواز پرته  فعالیت کوي

author avatar
20 Dec 2021 - 16:38
څېړنه: په بغلان کې ۳۰ درملتونونه او څلور روغتیايي مرکزونه له جواز پرته  فعالیت کوي
author avatar
20 Dec 2021 - 16:38

پلخمري (پژواک، ٢٩ ليندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په بغلان ولايت کې  ٣٠ درملتونونو او څلورو روغتيايي مرکزونو ته د پخوانيو روغتيايي چارواکو او د یادو درملتونونو او روغتيايي مرکزونو مالکانو ترمنځ د جوړ جاړې له امله له جواز پرته د فعاليت کولو اجازه ورکول شوې ده.

دغه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه چې له تېرو څو کلونو راهيسې په بغلان ولايت کې فعاليت کوي پژواک يې په دې راپور کې نومونه ذکر کړي او د اوسنيو او پخوانيو  چارواکو نظرونه يې هم په اړه را اخيستي دي.

د هغه سند له مخې چې د بغلان ولايت د عامې روغتیا ریاست له خوا پژواک ته ورکړل شوی په کې راغلي چې ٣٠ درملتونونه او څلور روغتيايي مرکزونه د یاد ولایت مرکز پلخمري ښار او شاوخوا سيمو کې له رسمي جواز پرته فعاليت کوي.

د پژواک د موندنو له مخې، د پلخمري په کرکر سيمه کې سليمان لايق، خوشنود، احمدزی، وليد او احسان درملتونونه له جواز پرته فعاليت کوي.

په يادو موندنو کې ويل شوي چې يو بل درملتون هم په کرکر سيمه کې له نوم پرته فعالت کوي.

دغه راز په قول حمام نساجي سيمه کې د ډاکټر ګل احمد، ډاکټر نورداد او امان الله درملتونونه هم له جواز پرته فعاليت کوي.

په زيرتپه رادار سيمه کې نوى فيصل او په بروقا سيمه کې سميع الله درملتونونه هم د فعاليت جوازونه نه لري.

همدارنګه په قشلاق بمبه سيمه کې د قندآغا، داوود، ميوند او آصف نصير په نومونو درملتونونه هم له جواز پرته فعالت کوي.

د پژواک د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، دغه راز قشلاق بمبه سيمه کې يو بل درملتون له نوم او جواز پرته فعاليت کوي.

دغه راز په ششصد کوټي سيمه کې ميلاد، بلال او شکوری درملتونونه له جواز پرته فعاليت کوي.

په ياده سيمه کې يو بل درملتون بيا له نوم پرته فعاليت کوي.

همدارنګه په چپ دريا سيمه کې زين الدين، ابراهيمي، اتفاق او يو بل درملتون له نوم پرته فعاليت کوي.

په قول پلنګ سيمه کې همدرد او په نمبر دو سيمه کې نور او اخلاص درملتونونه غير قانوني فعاليت کوي.

د ولسوالۍ سړک سيمه کې مجتمع کوشا له جواز پرته فعاليت کوي.

دغه راز په سيلو سيمه کې بهير درملتون او په مسجد ګنبدي سيمه کې احسان درملتون له جواز پرته فعاله دي.

همدارنګه په بغلان کې د کلينيک معالجوي محمد هارون، شفاخانه شمشاد عمر، کلينيک صحت شهر او کلينيک الخدمت په نومونو څلور روغتيايي مرکزونه هم له جواز پرته فعاليت کوي.

د يادو روغتيايي مرکزونو ځينې مالکان تاييدوي چې د فعاليت کولو جواز نه لري

د احسان په نوم د يوه بې جوازه درملتون مالک عبدالله پژواک ته وويل چې د روغتيا په برخه کې تحصيلي سند نه لري او اقتصادي وضعيت يې هم خراب دی، نو ځکه يې د فعاليت جواز نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاتوي، اوس چې حکومت دې موضوع ته خپل پام ډېر کړی، نو دی هم غواړي چې د خپل درملتون لپاره جواز واخلي.

د شمشاد عمر کلینیک مشر محمد شاکر ظاهري په دې اړه پژواک ته وويل چې د جواز ترلاسه کېدو لپاره یې عامې روغتیا وزارت ته خپل ټول اسنادونه سپارلي دي، خو وزارت تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدامات نه دي کړي.

حکومتي چارواکي بغلان کې د بې جوازه روغتيايي مرکزونو فعاليت تاييدوي

د بغلان د عامې روغتیا ريیس قاري خالد هجران په دغه ولایت کې د بې جوازه روغتيايي مرکزونو فعالیت تاییدوي او وايي چې دوی د بې جوازه درملتونونو او روغتيايي مرکزونو د معلومولو په لټه کې دي.

دی وايي چې ډېری بې جوازه درملتونونه يې تړلي، خو د هغو روغتيايي مرکزونو برخليک معلومېدو په اړه يې روغتيا وزارت ته رسمي خبر ورکړی چې جوازونه نه لري او په وينا يې چې دوی د وزارت امر ته منتظر دي.

قاري خالد وايي چې ډیری بې جوازه درملتونونه د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې دي چې د تېر حکومت پر مهال د امنیتي ستونزو له امله پېژندل شوي نه دي خو په وینا یې په دې برخه کې یې هم هڅې پیل کړې دي.

قاري خالد زیاتوي: ((په تېر حکومت کې د یادو درملتونونو د نه تړل کېدو عمده لامل  زرواکي، فساد او د واسطې شتون و چې له امله یې تر اوسه دا درملتونونه نه دي تړل شوي.))

همدرانګه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په دې اړه پژواک ته وويل، کله چې نظام فاسد شي نو خلک هم فساد ته مخه کوي.

دى وايي چې له جواز پرته د درملتونونو او روغتونونو په فعاليت کې هم هرومرو د پخوانيو مفسدو چارواکو لاس دى خو اوس به يې په اړه قانوني چلند وشي.

له بلې خوا د بغلان د عامې روغتیا ریاست د فارمسي مشر ډاکټر ملنګ شاه چې په تېر نظام کې يې هم دغه دنده درلوده پژواک ته وويل چې د دغو درملتونونو د تړلو په اړه یې څو ځله د تېر حکومت پر مهال ولایت مقام ته وړاندیز کړی و خو هغوی يې په اړه عملي ګام نه دی پورته کړی.

بل لورته د اصف رحماني په نوم د بغلان ولايت يو تن ډاکټر وايي چې د بې جوازه روغتونونو او درملتونونو د فعاليت مخه بايد ونيول شي.

هغه وايي چې بې جوازه درملتونونه او روغتيايي مرکزونه خلکو ته هر ډول درمل ورکوي او بيا د عامې روغتيا رياست اړوندې برخې ته ځواب ويوونکى هم نه وي.

ده وويل، په خپل سر درمل ورکول کولاى شي د يوه انسان ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

داسې مهال بغلان کې لسګونه روغتيايي مرکزونه له جواز پرته فعاليت کوي چې د افغانستان د روغتيا په برخه کې هغه قانون چې په ١٣٨٥ کال کې تصويب او توشيح شوى په نهمه ماده کې يې راغلي چې په طبي برخه کې د فعاليت اجازه يواځې هغه کسان لري چې د اړونده څانګې تحصيلي سند، اهليت او کفايت ولري او د روغتيا له وزارت څخه يې د فعاليت کولو جواز ترلاسه کړى وي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.