ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شیوانی: راځئ یو بل وزغمو، د سولې د دوام او ټينګښت لپاره کار وکړو

20 Dec 2021 - 15:07
20 Dec 2021 - 15:07

فراه (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۱۴۰۰): د فراه یو قومي مشر حاجي محمد نعيم شیوانی، په ټولنه کې د سوکالۍ لپاره د خلکو شخړې حل کوي، وایي خلک باید کېنې او تربګنۍ پرېږدي او په هېواد کې د سولې د دوام لپاره کار وکړي.

شیوانی د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د “شيوان” سیمې اصلي اوسېدونکی او د علیزو د قوم مشر دی، خو اوس د فراه په ښار کې ژوند کوي.

هغه چې ۳۸ کاله عمر لري، وایي چې له تېرو اتو کلونو راهيسې يې د نورو مخورو تر څنګ، د خلکو تر منځ د شخړو د هوارولو لپاره هڅې کوي او سلګونه وړې او لویې شخړې يې حل کړې دي.

دی زیاتوي: «د سولې ټينګښت او د شخړو حل د الله (ج) په لاس کې دي، خو موږ يې ورته وسیله ګرځولي يو؛ د لوی الله په مرسته مو ډېرې شخړې – چې خدای مه کړه په ناورين د بدلېدو احتمال يې وو ـ حل کړې دي.»

هغه د بېلګې په ډول وايي، د بالابلوک ولسوالۍ د شيوان په سیمه کې د ناصرزو او حبیبزو قومونو تر منځ د ناسم پوهاوي له امله شخړه رامنځته شوه چې له امله یې له دواړو لوريو درې کسان ووژل شول او دغې شخړې شاوخوا اته کاله دوام وکړ.

شیواني زياته کړه چې درې کاله وړاندې ده او څو نورو قومي مخورو یو ځای د دغو قومونو اته کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود او يو بل ته  سره غاړه غړۍ شول.

دغه راز هغه وویل چې تېره اوونۍ هم د فراه په ښار کې د دوو تربورونو ترمنځ پر دې چې ولې یو تن خپل موټر د بل تن د موټر مخ ته درولی و؛ شخړه رامنځته شوه او يو پر بل د ډبرې ګواز وکړ او ټپي یې کړ.

دی وايي:«زه او نورو څو سپين ږیري ورغلو او د ستونزې پر حل مو خبرې کولې، دوه – درې کشران راغلل او ويل يې چې موږ يې نه پرېږدو؛ ستونزه تر دې ورسېده چې پر يو بل يې د چړو ګوازونه وکړل او څو تنه سخت ټپيان شول.»

د نوموړي په وینا، ده او نورو مخورو کسانو د دغې ستونزې د لویېدو مخه نیولې او دا مهال جرګه روانه ده چې دغه اختلاف هم پای ته ورسېږي.

شیوانی له قومي مخورو او ديني عالمانو غواړي چې د هر کوچني اختلاف مخه په لومړيو کې ونيسي او خپلې وروستۍ هڅې وکړي؛ څو اختلاف په ناورين بدل نه شي.

هغه زياته کړه: «کوم څه چې موږ د شخړو د حل په برخه کې برلاسي کوي، هغه د شخړې د حل لپاره فوري اقدام او د متخاصمو ډلو تېرېدنه او د یو او بل زغمل دي.»

دی زیاتوي: «د خدای په خاطر! تر څو به موږ په اختلاف کې ژوند کوو؟ راځئ یو بل وزغمو، د سولې او ښېرازۍ لپاره ګډه هڅه وکړو او د راغلې سولې د دوام او ټينګښت لپاره کار وکړو.»

هغه د جګړو درېدل د لوی خدای نعمت بولي او زياتوي چې افغانانو په تېرو څلوېښتو کلونو کې هیڅ خوښي او هوساينه نه ده ليدلې، نور نو باید ټول له بې ځایه کينو، ځان غوښتنو او تربګنیو لاس په سر شو او  د «خوږو وروڼو» په څېر ژوند وکړو.

Views: 242

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version