ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د تېر یوه کال په اوږدو کې د خلکو ترمنځ ۶۲ دښمنۍ پر دوستیو بدلې شوې دي

فراه کې د تېر یوه کال په اوږدو کې د خلکو ترمنځ ۶۲ دښمنۍ پر دوستیو بدلې شوې دي

author avatar
2 Mar 2023 - 09:40
فراه کې د تېر یوه کال په اوږدو کې د خلکو ترمنځ ۶۲ دښمنۍ پر دوستیو بدلې شوې دي
author avatar
2 Mar 2023 - 09:40

فراه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د فراه حکومتي مسوولین وايي، د تېرو ۱۲ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې د ولایتي ادارو او قومي جرګو له لارې ۶۲ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.

د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر رییس مولوي عبدالمجید صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یوه کال کې د قومي جرګو او ولایتي ادارو په مرسته یې د ولایت په کچه ۶۲ شخړې حل کړې دي.

نوموړي زیاته کړه: «له دې جملې ۱۵- ۲۰ داسې شخړې هم وې چې قتلونه پکې شوي وو، خو الحمدلله وتوانېدو چې د دې خلکو ترمنځ د ورورۍ فضا حاکمه کړو.»

صمیم دغه‌راز وویل چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې يې د قتل دوې مسئلې حل کړې دي.

هغه وویل: «په تېره اونۍ کې مو د قتل دوې موضوعګانې حل کړې چې په یوې دښمنۍ کې دوه کسه د طرفینو وژل شوي وو او بله ۲۱ کلنه دښمني وه چې د طرفینو شپږ کسان پکې وژل شوي وو.»

بلخوا یو شمېر هغه کسان چې پخوا يې دښمنۍ درلودې او اوس د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي، د حکومت او قومي جرګو له دغه اقدامه خوښ دي.

د بکوا ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي نعمت‌الله -چې ۲۱ کاله پخوا يې له يوې بلې کورنۍ سره دښمني درلوده او اوس يې ترمنځ سوله شوې- وايي، له مشرانو مننه کوي چې د دوی د دښمنۍ په پای ته رسولو کې يې هڅې کړې دي.

هغه زیاته کړه،  ۲۱ کاله پخوا يې له خیرمحمد کورنۍ سره لانجه د دښمنۍ لامل شوه او په دې موده کې د دواړو لورو شپږ کسان وژل شوي دي.

هغه وايي، په دښمنۍ کې ژوند ډېر سخت او ستړی وي خو په سوله کې ژوند ډېر عزت او خوند لري.

نوموړی زیاتوي، له ټولو خلکو يې غوښتنه دا ده چې له دښمنیو ځان وساتي او په سوله کې ژوند وکړي.

دغه‌راز د مقابل لوري یو کس دُرمحمد هم د قومي جرګې له پرېکړې خوښ دی او وايي، دښمني بدمرغي ده.

دُرمحمد زیاتوي، ۲۱ کاله يې په دښمنۍ کې تېر کړل او اوس خوښ دی چې د قومي جرګې په منځګړیتوب يې له مقابل لوري سره روغه شوې او د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: «۲۱ کاله وړاندې زموږ او حاجي نعمت‌الله د کورنۍ ترمنځ دښمني پیل شوې او تر اوسه د دواړو لورو درې- درې کسان پکې وژل شوي چې له نېکه‌مرغه تېره اوونۍ مو د ولایتي مسوولینو او قومي جرګې په منځګړیتوب روغه وکړه.»

نوموړي وویل، دښمني ډېره سخته ده او دوی ۱۲ کاله د پاکستان کراچۍ ته کډه شوي وو.

هغه وايي، د کورنۍ ټول غړي يې خوښ دي چې نور له دښمنۍ خلاص شوي او له مقابل لوري سره به د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.

ديني عالمان هم له خلکو غواړي چې یو له بل سره دې د سولې او ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.

مولوي محمدصادق طارق وايي، الله تعالی ټول مسلمانان یو د بل وروڼه بللي او امر يې کړی چې په سوله کې ژوند وکړي.

ده زیاته کړه: «خلک او قومونه باید له حکومت څخه الهام واخلي، ځکه د اسلامي امارت په راتګ سره عمومي عفوه اعلان شوه نو خلک هم باید له دښمنيو او بدیو لاس واخلي او یو له بل سره د سولې په فضا کې ژوند وکړي.»

یو بل دیني عالم ملا عبدالحمید هم وايي: «مسلمانان دې د تاوتریخوالي پر ځای د سولې لار خپله کړي، دا چې د یو شمېر ادارو او قومي جرګو په منځګړیتوب لسګونه شخړې هوارې شوې دي دا نیک اقدام دی.»

د بکواه ولسوالۍ یو قومي مشر او جرګه‌مار حاجي سخي جان جمالي وایي: «موږ د خپلو ولسونو او قوم د ښه سوله‌ییز ژوند لپاره همیشه هڅه کړې ده او هر وخت کوښښ کوو چې د نورو مشرانو او عالمانو په همکارۍ سره ستونزې حل کړو.»

هغه وايي، د هرې وړې لانجې دوام د لویو دښمنیو لامل ګرځي، نو د ټولنې هر وګړی مسوولیت لري چې هره وړه ستونزه پر وخت حل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد نور د جګړو او دښمنیو زور نه لري او باید ټول د سولې او ټیکاو د دوام لپاره هڅې وکړي.

د فراه ولایت یو مدني فعال محمدیونس څپاند هم وايي، په ټولنه کې هر ډول وړې دښمنۍ او لانجې د لویو لانجو او جنجالونو لامل ګرځي او باید ټول خلک يې د هواري لپاره هڅې وکړي.

نوموړی وايي، د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم شرط امن او سوله ده، ټول خلک باید دغه ټکي ته ډېر پام وکړي.

د فراه ښار اوسېدونکی احمدخان هم وايي: «په شخړو او دښمنیو کې خیر نشته او په دې سره ټولنه د بدمرغۍ په ډنډ کې لوېږي.»

هغه زیاته کړه چې که په کلي کې د دوو کسانو دښمني وي نو ټول کلی ورسره ناامنه وي او دوام يې پر ټولنې ډېر منفي اغېز کوي.

هغه له حکومت او قومي مشرانو وغوښتل چې د دښمنیو پای ته رسولو لپاره دې لا ډېرې هڅې وکړي.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون هم وايي، دا د افغانانو یو ښه کلتور دی چې د ديني عالمانو او قومي مخورو پرېکړو ته درناوی کوي او خپلې ستونزې له همدې لارې حلوي.

هغه هم له خلکو وغوښتل چې په ټولنه کې د وروڼو په څېر ژوند وکړي، ځکه الله تعالی مسلمانان یو د بل وروڼه بللي دي.

د یادونې ده، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په ډېری ولایتونو کې د خلکو ترمنځ د بدیو او دښمنیو پای ته رسولو هڅې پيل شوې دي.

Views: 232

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.