منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۸ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

دښمنۍ

۲۰ راپورونه

راپورونه

مسوولین: په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه ۲۶۵۰ دښمنۍ حل او فصل شوې

مسوولین وایي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د جرګو او مرکو له لارې ۲۶۵۰ شخړې او دښمنۍ هوارې شوې، بلخوا شنونکي دا چاره د ټولنیز ثبات رامنځته کېدو او د خلکو ترمنځ د کرکې د له منځه تلو لپاره مهم ګام بولي.

ګلبشره؛ هغه ښځه چې په پنځه میاشتنۍ کې د یوې دښمنۍ د حل لپاره په بدو کې ورکړل شوې

نیمروز کې د ګلبشرې په نوم ۳۰ کلنه ښځه چې لا یې له زېږېدو پنځه میاشتې نه وې تېرې شوې، د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسېدو په موخه یوه ۲۰ کلن هلک ته په نوم شوه. هغه اوس له نورو میندو او پلرونو غواړي چې هيڅکله دې د خپلو لوڼو له برخلیک سره دا ډول معامله نه کوي.

ننګرهار کې د دوو کليو ترمنځ روغه وشوه

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې څلور کاله مخکې د یوې دښتې د ملکیت پر سر د دوو کليو ترمنځ شخړه په دښمنۍ اوښتې وه چې اوس یې د قومي منځګړتوب له لارې بېرته ترمنځ روغه وشوه.