ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کليو ترمنځ روغه وشوه

ننګرهار کې د دوو کليو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
18 Oct 2023 - 14:26
ننګرهار کې د دوو کليو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
18 Oct 2023 - 14:26

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې څلور کاله مخکې د یوې دښتې د ملکیت پر سر د دوو کليو ترمنځ شخړه په دښمنۍ اوښتې وه چې اوس یې د قومي منځګړتوب له لارې بېرته ترمنځ روغه وشوه.

مصلحین وايي، د ګوشتې ولسوالۍ د خوږاخېلو قوم اړوند د توتکي او شيندکي کليو اوسېدونکو ترمنځ څلور کاله مخکې د يوې دښتې د ملکیت پر سر شخړه شوې وه، يو کس په کې وژل شوی هم و چې له امله یې د دوو قومونو ترمنځ دښمني جوړه شوې وه.

د دې ستونزې د حل لپاره څه موده مخکې د ګوشتې ولسوالۍ يو قومي مشر فريدون‌خان مومند هلې ځلې پيل کړې او تېره ورځ دواړه کلي بېرته پخلا کړل.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې فريدون‌خان مومند وويل، څلور کاله وړاندې د خوږاخېلو قوم اړوند د توتکي او شیدکي کليو اوسېدونکو ترمنځ د يوې دښتې پر سر شخړه شوې وه چې مولوي محمداجمل د دوی ترمنځ د روغې کولو پر مهال سهواً پر ډزو وژل شوی و.

هغه زياته کړه چې د ده په هڅو، د ځايي مسوولینو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ يې يادې شخړې او دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود.

هغه وايي، د ياد قوم دوو کليو په شخړه کې ښکېلو کسانو او د وژل شوي شخص کورنيو يو بل ته بښنه وکړه چې په راتلونکي کې به نور په سوله او ورورولۍ کې ژوند کوي.

هغه زياته کړه چې تر دې دمه يې په ګوشتې او نورو سيمو کې مسوولينو، علماء کرامو او مخورو په منځګړتوب سل دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې دي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري چې د روغې جوړې په یادو مراسمو کې يې ګډون کړی و، ټينګار وکړ چې ټولې دا ډول شخړې بايد د سولې، منځګړتوب او خبرو اترو له لارې حل شي.

هغه وويل، د ا.ا په راتګ سره په ټول هېواد کې د سلګونو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړې او دښمنۍ ختمې شوې دي او مسوولين هڅه کوي چې د پاتې دښمنو کورنيو ترمنځ هم سوله وکړي.

د ګوشتې ولسوال مولوي نظرمحمد هم ډاډ ورکړ چې په دې ولسوالۍ کې به ټولې دا ډول شخړې د منځګړتوب او قومي مشرانو د هڅو له لارې حل کوي.

د وژل شوي شخص د کورنۍ په استازيتوب سبحان‌الله د جرګې له غړو مننه وکړه چې د دوی دښمني يې پر سوله بدله کړه او ډاډ يې ورکړ چې د خپل پلار قاتل ته يې بښنه وکړه.

د ښکېلو غاړو په استازيتوب حاجي خیرالله هم د جرګې او مقتول له کورنۍ مننه وکړه چې ستونزه يې د خبرو له لارې حل کړه او ډاډ يې وښوده چې په راتلونکي کې به د ورورلۍ په فضاء کې ژوند کوي.

د غونډې په پای کې ښکېلې غاړې يو بل ته ورغاړې وتل او د دښمنۍ او شخړې پای ته رسېدو غږ يې وکړ.

Visits: 406

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.