شبرغان (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۳): د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس په روان کال کې په دغه ولایت کې د کورنیو ترمنځ د دښمنۍ د ۴۶ قضیو له پای ته رسېدو خبر ورکوي.
د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلامنبي صمیم وویل، یادې قضیې چې د ځمکې، کورني تاوتریخوالي، پور، وژنې پر سر دښمنۍ په کې شاملې وې، د روان لمریز کال په شپږو لومړیو میاشتو کې حل شوې دي.
هغه زیاته کړه: «د بېلابېلو موضوعاتو له امله ۲۰ کاله د خلکو ترمنځ دښمنۍ رامنځته شوې وې چې اوس زموږ په هڅو دغه دښمنۍ په سولې او دوستۍ بدلې شوې دي.»
ورته مهال، په دغه ولایت کې یو قومي مشر عبدالخالق حقیار وايي چې د جوزجان د قومونو او قبایلو ریاست د مسوولینو په همکاري او همغږي یې یادو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د نوموړي په وینا، د جرګو له لارې اختلافي قضیو ته رسېدنه په ټولنه کې د اختلافاتو او شخړو کمېدو او د قومونو ترمنځ د اتفاق او یووالي لامل ګرځي.
هغه زیاتوي: «موږ په دغو ۲۰ کلونو کې د داسې ډېرو موضوعاتو شاهد وو چې هم حل شوې او هم لا پاتې؛ خو په دغو شپږو میاشتو کې ډېری د خلکو ترمنځ دښمنۍ او شخړې حل او پر سولې بدلې شوې، په یووالي کې قدرت دی، کله چې د یوه قوم او هېواد غړي سره یو شي، کولای شي ستونزې په سمه توګه مدیریت کړي او ګډې موخې ولري.»
د شبرغان ښار اوسېدونکي عبدالنسیم اسحقزي وویل چې په وروستیو کې د هغوی د دښمنۍ قضیه د قومي جرګو له لارې حل شوې ده.
هغه زیاته کړه: «۸ کاله مخکې مې د تره زوی په ایران کې زموږ د ګاونډي له لوري وژل شوی و، په وار وار زموږ اړخ هڅه وکړه چې مقابل کس ووژنو خو بریالي نه شوو؛ خو د قومي مشرانو او د قومونو او قبایلو ریاست په منځګړیتوب سره جوړ شوو، مقابل اړخ مو وبښلو، اوس ډېر خوښ هم یو.»
نوموړی له نورو کورنیو چې ترمنځ یې دښمنۍ دي، غواړي چې د جرګو له لارې له یو بل سره پخلا شي او خپلو دښمنیو ته د پای ټکی کېږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP