ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

author avatar
29 May 2023 - 10:55
ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه
author avatar
29 May 2023 - 10:55

جلال‌اباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.

د ځایي چارواکو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو او منځګړیتوب، د عرب قوم دوو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې مراسم پرون د بهسودو ولسوالۍ په سراچه نغلو سيمه کې جوړ شوي وو.

د بهسودو ولسوال قاري محمدعمران وویل، په دغه دښمنۍ کې چې د سید ضمیر او عبدالمنان د کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، دوه کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي وو.

هغه زياته کړه: «په دغه دښمنۍ کې چې د يوه لوري پکې دوه کسان وژل شوي وو، د مقتول کورنۍ له خوا قاتل ته بښنه وشوه.»

د پخلا شوو کورنیو غړو له مسوولينو او قومي مشرانو مننه وکړه چې د دوی ترمنځ يې د روغې جوړې هڅې وکړې، پر یوه ټغر يې راټول کړل او دغه دښمني يې پر دوستۍ بدله کړه.

د يادونې‌ ده، تر دې دمه په یاده ولسوالۍ کې يوولس دغه ډول روغې جوړې شوې او دغه‌راز د ځايي چارواکو له خوا د ورته قضیو د حل لپاره ځانګړې شورا جوړه شوې ده.

Views: 219

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.