ترینکوټ (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو، مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د مسوولینو په وینا، په دغو دښمنیو کې درې کسان وژل شوي وو.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال ارزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د یادې ولسوالۍ په سیګزي سیمه کې د عبدالرحیم او نورمحمد د کورنیو ترمنځ او د سیدکریم او عبدالولي د کورنیو ترمنځ دښمنۍ چې یوه یې د ترافیکي پېښې او بله د ځمکې پر سر شخړې له امله رامنځته شوې وه، حل شوې.

هغه وایي، اته میاشتې مخکې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه، چې د عبدالرحیم یو ١٨ کلن زوی وژل شوی و او له دې امله د د عبدالرحیم او نور محمد د کورنیو ترمنځ دښمني پيل شوه.

هغه زیاته کړه، نورمحمد دا پېښه قصدي بلله او د غچ اخېستو موخه یې لرله.

هغه دغه راز زیاته کړه، سیګزي سیمه کې د سیدکریم او عبدالولي د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه چې د عبدالولي ورور جانان په کې وژل شوی و، هم ختمه شوه.

نوموړی وایي، د یادو څلورو کورنیو ترمنځ دا روغه جوړه تېره ورځ د منځګړو له خوا ترسره او یادو کورنیو له دې وروسته د دوستۍ ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې د تازه پخلا شوو کورنیو غړي خوښي څرګندوي چې شته ستونزې يې حل شوې.

عبدالولي چې د سیګزي سیمې اوسېدونکی دی او د یوې شخړې پرمهال یې د جانان په نوم ورور وژل شوی، وایي، له دې وروسته به د مقابل لورې سره نرم او د دوستۍ چلند کوي.

هغوی له منځګړو څخه مننه کوي چې شته دښمنۍ یې پر دوستۍ بدلې کړې.

د یادونې ده، د هېواد په ډېرو سیمو کې د خلکو ترمنځ وخت ناوخت وړې ستونزې پر دښمنیو بدلېږي او ان ځیني وخت د دواړو لورو د وژل کېدو لامل هم کېږي.