Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې قومي جرګې د دوو کورنیو لس کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود

شبرغان (پژواک،  د غویي لومړۍ نېټه  ۱۴۰۴): د یوې قومي جرګې له لارې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو؛ د دواړو کورنیو غړو یو بل ته بښنه وکړه، دښمني او کینه یې له منځه یووړه او سوله یې وکړه.

د جوزجان د مسوولینو په وینا، په تېر یوه کال کې د قومي جرګو له لارې ۱۱۰ دغه ډول قضیې حل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د قومي او دودیزو جرګو له لارې د کورنیو او قومونو ترمنځ د دښمنیو حل له ډېرو کلونو راهیسې شتون لري او ډېری وخت یې ډېرې ښې پایلې هم درلودې دي.

د غچ اخیستنې له حس څخه په جرګه کې تر سولې پورې

په یوه ارامه پسرلنۍ ورځ کې، د جوزجان په یوه قومي جرګه کې، دوه منځني‌عمر لرونکي نارینه یو بل ته غاړه ورکوي او پخلا کېږي؛ یو یې د مقتول ‎پلار دی او بل د قاتل پلار چې د جرګې له لارې يې سوله وکړه.

یادې کورنۍ د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په ینګه‌ګیت کلي کې ژوند کوي. یاده دښمني هله پیل شوه چې د دغو دوو کورنیو یوه وړوکي هلک او نجلۍ لوبې کولې. د یوې کورنۍ بل غړي چې د خپل پلار چره‌ییز ټوپک ورسره و او پاکاوه یې، په تېروتنې سره ډز وکړ، نجلۍ په زړه ولږېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.

د مقتولې پلار علاالدین وايي، په دې لسو کلونو کې یې ګاونډي سره دښمني وه، تل به یې تر منځ جګړه وه او هره شېبه په دې فکر کې و چې څه ډول خپل غچ واخلي.

هغه زیاته کړه: «د غچ اخیستنې حس د دې لامل شوی و چې خپل ارامښت له لاسه ورکړم او کله کله ډارېدم چې دا وضعیت لا خراب نشي، شکر الحمدالله په دې وروستیو کې زموږ تر منځ سوله وشوه او وروسته له دې په ورورولۍ کې ژوند کوو او یو بل سره ستونزه نه‌لرو.»

نورالله، د هغه هلک پلار چې په تېروتنه کې ترې ډز شوی و، وايي: «د ماشومې له شهیدېدو مخکې موږ ډېر نږدې ملګري وو، هیچا نه غوښتل چې دا ډول وشي خو وشو، په همدغو لسو کلونو کې زموږ د کورنیو تر منځ ډېر جنجالونه وشول، تل په وېره کې وو.»

د دښمنۍ د قضیو په حل کې د قومي مشرانو او دیني عالمان رول

جوزجان کې یو قومي مشر عبدالخالق چې د یادې قضیې په حل کې یې رول درلود، د مقتول د کورنۍ عفوه او زغم يې وستایه او له نورو کورنیو چې تر منځ یې دښمني ده هم وغوښتل چې سوله وکړي.

دی د خپلو کلونو منځګړیتوب تجربه وایي: «موږ لیدلي چې جنګونو یوازې کورونه ورانوي او نسلونه جلا کوي، خو جرګې زړونه سره نږدې کوي، نن یووالی لرو، ځکه چې زغم او عفوه مو غوره کړی دی.»

هغه وایي: «موږ په دغو تېرو ۲۰ کلونو کې د ډېرو موضوعاتو شاهدان وو چې هم حل شوي او هم پاتې دي، خو دغه تېر کال کې د خلکو ترمنځ ډېرې ستونزې حل شوې دي، په یووالی کې قدرت دی، کله چې د یوه هېواد د یوه قوم غړي سره یو شي، کولای شي چې د ستونزو ښه مدیریت وکړي او ګډې موخې ولري.»

ورته مهال، دغه ولایت کې یو بل قومي مشر محمدعالم وايي: «موږ وانګېرله چې دښمني د کورونو ورانولو او د نسلونو له اندېښنو پرته بله کومه ثمره نه‌لري، نن مو خپل ورور چې پرون مو دښمن ګاڼه په خپل څنګ کې وینو، د خوښۍ او عزت احساس کوو، د شخړو حل لاره عفوه او بښنه ده، جرګه او سوله په دې خاوره د پایدارې سولې ستنې دي.»

په دې اړه مولوي عبدالسلام حق‌جو وویل: «اسلام د سولې او ورورګلوۍ دین دی، زموږ پیغمبر (ص) چې د خلکو په منځ کې اصلاح له مستحبو لمونوځونو او روژو غوره دي، کوم ځای چې کینې او دښمنۍ ریښې غځولي، کولای شو هغه په صداقت او عدالت سره یې له منځه یوسو، د مسلمانانو ترمنځ شخړه د امت پر بدن ټپ دی او د هغه ختمول هغه عبادت دی چې د دنیا او اخرت اجر لري.»

نوموړي وویل: «موږ په تېرو ۲۰ کلونو کې جنګ او ویجاړي تجربه کړه، اوس مو سره لاسونه یو کړي دښمني او ویجاړۍ ته د پای ټکی ږدو، د قومي مشرانو جرګې د قومونو تر منځ د دایمي شخړو حل لاره ده چې تر اوسه یې مثبتې پایلې لرلي دي.»

جوزجان کې تېر یوه کال کې د جرګو له لارې د دښمنیو د لسګونو قضیو حل

د جوزجان د قبایلو، قومونو او سرحدونو رییس مولوي غلام‌نبي صمیم د معلوماتو له مخې، تېر یوه کال کې جوزجان کې د داسې جرګو له لارې د کورنیو تر منځ د ۱۱۰ د دښمنیو قضیې حل شوې دي.

د هغه په خبره، دغو حل شوو قضیو کې د ځمکو پر سره ډېرې پخوانۍ دښمنۍ د قتل، میراث، ترافیکي پېښو، پورونو، کورنیو اختلافاتو او داسې نورې شاملې دي.

نوموړي وویل، دغو قضیو کې داسې دښمنۍ هم وې چې د قتلونو او تاوتریخوالي لامل شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.