Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه ۲۶۵۰ دښمنۍ حل او فصل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴): مسوولین وایي چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د جرګو او مرکو له لارې ۲۶۵۰ شخړې او دښمنۍ هوارې شوې، بلخوا شنونکي دا چاره د ټولنیز ثبات رامنځته کېدو او د خلکو ترمنځ د کرکې د له منځه تلو لپاره مهم ګام بولي.

په افغانستان کې د جرګو له لارې د شخړو د هواري دود پخوانۍ مخینه لري، خو لا هم په ځينو سیمو کې اوږدې او خونړۍ دښمنۍ شته چې له امله یې د ښکېلو خواوو ژوند له ستونزو سره مخ دی.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسوول مفتي تسلیم‌الله حقاني پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد په کچه ۱۲۰۰ لویې او ۱۴۵۰ وړې شخړې د جرګو له لارې هوارې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «په دې شخړو کې چې ډېرې یې د حقوقي مسایلو پر سر رامنځته شوې، سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه او خلکو ته میلیونونه مالي زیانونه رسېدلی و خو د وزارت د ولایتي ریاستونو، دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ دا قضیې حل شوې.»

د حقاني په وینا، په غور او نورستان ولایتونو کې دوه داسې دښمنۍ هم وې چې سل کاله یې دوام کړی و او لسګونه کسان په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.

د نوموړي په خبره، د خلکو ترمنځ شخړې د زور له لارې نه، بلکې د ښکېلو لورو په رضایت حل کېږي او زیاتوي چې ډېری وخت دوی ته خپله خلک مراجعه کوي څو ترمنځ ‌یې سوله وکړي.

هغه وایي، اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې خلکو سلګونه شخړې له دوی سره شریکې کړې او د هغو د حل غوښتنه یې کړې ده.

ديني او ټولنیز لیدلوری

د علومو اکاډمي غړی او دیني عالم نورالله کوثر وایي، سوله د اسلام اساسي حکم دی او هر څوک چې د مسلمانانو ترمنځ روغه وکړي، لوی اجر لري.

هغه زیاته کړه: «اسلام د سولې، ورورګلوۍ او اخوت دین دی، په هیڅ وجه اجازه نشته چې یو مسلمان دې له بل مسلمان سره شخړه ولري، جکړه او دعوه ولري؛ ځکه دا په اسلام کې ممنوع او نامشروع عمل دی، سوله د اسلام حکم دی، د اسلام امر دی او د اسلام غوښتنه ده.»

نوموړی وایي، که د خلکو ترمنځ دغه شخړې حل نه شي، پر ټولنیز ژوند ناوړه اغېز کولای شي او د مسلمانانو ترمنځ وحدت له منځه ځي.

د ده په وینا، حکومت مسوولیت لري چې د خلکو ترمنځ سوله وکړي، شخړې یې حل کړي او د ناوړه دودونو مخه یې ونیسي څو د خلکو ترمنځ سالمه فضا رامنځته شي.

د خلکو تجربې

په خوست کې د موسی‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي جمیل او محمدولي د هغو دوو کورنیو غړي دي چې د ځمکې پر سر ۵۰ کلنه دښمني یې چې یو کس په‌کې وژل شوی هم و، تېر کال د یوې جرګې له لارې پای ته ورسېده.

جمیل وایي: «الله تعالی دې پر هر چا رحم وکړي چې بدي ورکه کړي او دوستي راولي، د بدۍ پالنه سخته ده، بد ژوند دی، تریخ ژوند دی، خدای دې څوک په بدۍ نه اړوي، ډېر خوشحاله یم چې بدي مې ختمه شوه.»

محمدولي هم وایي: «ستونزې ډېرې وې، موږ به په غره او هواره کې له هر چا وېرېدو؛ ځکه که بل چا به هم څه کار کاوه نو موږ به ویل چې مدعي کړی، هیڅ مسلمان دې خدای پر بدي نه پېښوي.»

د چارو شنونکي: د جرګو له لارې د شخړو حل د پایدارې سولې لامل کېږي

د حقوقي چارو پوه عبدالشکور دادرس وایي، د جرګو له لارې د خلکو ترمنځ د شخړو حل یوه ښه پروسه ده.

نوموړی زیاتوي، د جرګو له لارې د خلکو ترمنځ د شخړو د حل ګټه دا ده، یو خو له محکمې سره همکاري ده او بل هغه کسان چې د جرګې پرېکړه ومني، د تل لپاره یې ترمنځ دښمني ختمېږي، د دواړو خواوو ترمنځ رضایت رامنځته کېږي او د بیا ځلې شخړې رامنځته کېدو امکانات ډېر کم وي.

هغه دغه راز زیاته کړه، په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهیسې محاکمو ونه شو کولای دغه شخړې حل کړي؛ په محکمه کې یوه دوسیه په میاشتو میاشتو پاتې کېږي او خلک غواړي چې ستونزه یې ژر حل شي نو لازمه ګڼي څو قومي مشرانو ته مراجعه وکړي او شخړه یې ترمنځ حل کړي.

نوموړی وایي، په دې برخه کې باید محاکم هم ډېر فعال وي؛ ځکه هغوی ډېر صلاحیت لري او هڅه دې وکړي چې د خلکو ترمنځ شخړې پر وخت حل کړي.

د هغه په خبره، هغه خلک چې شخړې حل کوي، باید له ښکېلو لورو لیکلي سندونه واخلي او د سولې دغه پروسه دې د محکمې په همکارۍ ترسره کړي.

دی زیاتوي، په یوه هېواد کې د همېش لپاره د شخړو مخنیوی هغه وخت کېږي چې حکومت ځواکمن او قضایي چارې یې عادلانه وي او هم د شخړو د رامنځته کېدو لاملونه له منځه یووړل شي.

د جرګو ټولنیز اهمیت

د چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وایي، افغانستان یو ځانګړی کلتور لري؛ په دغه هېواد کې له پخوا راهیسې د وړو او لویو شخړو لپاره جرګې جوړې شوې او د خلکو ستونزې یې حل کړې دي او ټولنه په همدې جرګو روانه ده.

نوموړی وایي، کله چې محکمې ته هم کومه شخړه ورشي، هغوی لومړی ورته وایي چې ولاړ شئ ستونزه مو د جرګې له لارې هواره کړئ.

د هغه په خبره، جرګه هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې په هغې کې شخصي مفادات نه وي.

څمکنی وایي، اسلامي امارت باید همداسې مسایلو ته د حل لارې پیدا کړي؛ ځیني مسایل دي چې هغه بیا نور هم سختېږي، خو چې حل شي ښه خبره ده.

دی زیاتوي، د جرګو له لارې د شخړو د حل ګټه دا ده چې د خلکو ترمنځ کینه د تل لپاره ختمېږي او د شخړو په حل کې د حکومت هڅې د دې لامل کېږي چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم شي او ټولنیز ثبات رامنځته شي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د خلکو ترمنځ د شخړو حل پروسې ته پاملرنه زیاته کړي او دغه پروسه دې لا تقویه کړي.

په کابل کې یو قومي مشر لاجورد احمدزی چې شاوخوا ۲۵ کاله یې په جرګو او مرکو کې تېر کړي، د شخړو په حل کې د جرګو رول مهم بولي او وایي چې د جرګو غړي په خپلو پرېکړو کې ټول اسلامي او کلتوري مسایل په پام کې نیسي او د هغو له مخې روغه جوړه کوي.

هغه وایي: «د اسلامي امارت په راتګ سره په جرګو کې ځیني شیان اوس موږ بند کړي، مخکې جرګو او مرکو بل شکل درلود، ډېر پخوا به په کلیوالو سیمو کې کله به چې یو چا قتل وکړ او بیا به یې ترمنځ روغه جوړه کېده، د قتل په مقابل کې به یې په بدو کې ښځې ورکولې چې اوس دا شی په کلي ډول په جرګو کې بند دی.»

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره جرګې زیاتې شوې او اکثره خلک د جرګو له لارې خپلې شخړې حلوي.

په افغانستان کې د جرګو له لارې د شخړو حل له پخوا راهیسې دود دی، خو دغه دود د اسلامي امارت له راتګ سره لا پیاوړی شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.