ژبه

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې زرګونو کسانو لاریونونه کړي؛ نښتو ۱۵ کسان وژل شوې

کشمیر

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۸:۳۸

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې لسګونو زرو کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره کشمیري کډوالو ته د سیمه‌ییزې شورا د ۱۲ څوکیو د ځانګړي کېدو پر ضد لاریونونه کړي او د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د ولسي عمل ګډې کمېټې، چې د مدني فعالو ډلو ائتلاف دی، له خلکو غوښتي وو چې د کشمیري کډوالو لپاره د ۱۲ څوکیو د ځانګړي کېدو پر ضد د دې سیمې مرکز مظفرآباد ته لاریون وکړي.

د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو دغه کمېټه د دولت ضد فعالیت په تور تورنه کړې، فعالیت یې بند کړی او د مشرانو پر ضد یې د اقدام امر کړی دی.

له دې سره سره، زرګونو کسانو په لاریون کې ګډون کړی او د سیمې په بېلابېلو برخو کې د لاریونوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان، چې ۱۱ ملکي وګړي او څلور امنیتي/پوځي کسان په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د چارواکو په حواله ویل شوي چې په نښتو کې له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي او د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، له ۱۰ زرو ډېر لاریونوال په یوه کاروان کې د راولاکوټ ښار ته نږدې رسېدلي دي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه د نظم او قانون د ساتلو لپاره په سیمه کې ګزمې کوي او اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې له خپلو کورونو ونه وځي.

د نوموړي په وینا، لاریونوالو ته به اجازه ورنه کړل شي چې له راولاکوټ څخه تېر شي او مظفرآباد ته ورسېږي.

د ولسي عمل ګډې کمېټې د عمومي اعتصاب غوښتنه هم کړې او مظفرآباد ته لاریون لا هم روان دی.