ژبه

په ۱۵ ورځو کې د کابل انتاني روغتون کې د کانګو ناروغۍ ۱۲۰ پېښې ثبت شوې دي

ویدا قلندري

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۶

Views: ۵۹

کابل (پژواک، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۲۰مه): د کابل په ملي او تخصصي انتاني روغتون کې د انتاني ناروغیو یو متخصص وايي، په تېرو ۱۵ ورځو کې په دغه روغتون کې د کانګو تبې ۱۲۰ ناروغان ثبت شوي؛ په داسې حال کې چې د روان کال له پیله د لوی اختر تر لومړۍ ورځې د دغې ناروغۍ ۱۵۰ پېښې ثبت شوې وې.

د ډاکترانو په وینا، کانګو تبه د حیواناتو او انسانانو ګډه ناروغي ده چې د کنې د چیچلو، نیم‌خامې غوښې خوړلو او د منتن حیوان له افرازاتو سره د تماس له لارې لېږدول کېږي. شدیده تبه، سردردي، د عضلاتو درد، او کانګې د دې ناروغۍ لومړنۍ او د پوستکي لاندې وینه‌بهېدنه یا له غوږ، پزې او خولې وینه‌بهېدنه یې پرمختللې نښې دي.

په یوه روغتون کې د کانګو لسګونه ناروغان بستر دي

د کابل د ملي او تخصصي انتاني روغتون د انتاني ناروغیو ترینر متخصص ډاکتر فریدالله عمري وايي چې هر کال د لوی اختر له تېرېدو وروسته د کانګو تبې د ناروغانو شمېر ډېرېږي.

هغه پژواک ته وویل چې د لوی اختر له لومړۍ ورځې، (د غبرګولي ۶مې) تر نن، (د غبرګولي ۲۰مې)، په دغه روغتون کې د دې ناروغۍ ۱۲۰ پېښې ثبت شوې چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې ښځې او له ۶۰ سلنې ډېر یې نارینه دي.

د ډاکتر عمري په وینا، له دغو ناروغانو تر اوسه شپږ کسان مړه شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه روغتون کې د کانګو ناروغۍ ۷۰ ناروغان بستر او تر درملنې لاندې دي چې د دوو تنو روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

د هغه په خبره، د روان کال له پیله د لوی اختر تر لومړۍ ورځې په دغه روغتون کې د کانګو تبې شاوخوا ۱۵۰ پېښې ثبت شوې وې او له دغو ناروغانو څلور کسان مړه شوي وو.

هغه زیاته کړه: «موږ خپل چمتووالی نیولی؛ نورې خونې مو هم خالي کړې او د خپلو لابراتوارونو نیمګړتیاوې مو پوره کړي، د نوکریوالۍ لېستونه مو چمتو کړي، ځانګړي چمتووالي لرو او اوس هم د کانګو ناروغانو بستر کېدل دوام لري.»

دی د څارویو د حلالولو او غوښې ټوټه کولو پر مهال بې‌احتیاطي له لوی اختر وروسته د ناروغانو د شمېر د ډېرېدو لامل بولي.

هغه زیاته کړه: «زموږ ډېری ناروغان له مرکز څخه دي او لږ شمېر یې له ولایتونو دي. په ولایتونو کې کله چې ناروغان ناوخته مراجعه کوي یا یې وضعیت اختلاطي شي، موږ ته یې راولېږي.»

د ده د معلوماتو له مخې، د هرات، بلخ، کندوز، ننګرهار، کندهار او خوست په ولایتي روغتونونو کې هم د کانګو تبې د ناروغانو د درملنې برخې شته او په کابل ښار کې هم د ملي او تخصصي انتاني روغتون ترڅنګ، په ۴۰۰ بستریز روغتون، امنیت روغتون او د پولیسو په روغتون کې د ساري ناروغیو ځانګړې برخې فعالې دي.

پژواک د هېواد په کچه پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ټولیز شمېر معلومولو لپاره د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره اړیکه ونیوله، خو هغوی دغه معلومات وړاندې نه کړل.

پر کانګو تبې د اخته ناروغانو کیسې

د کابل په ملي او تخصصي انتاني روغتون کې د یوې بستر ناروغې پایوازه شکیبا اماني وايي: «له لوی اختر وروسته مې لور پر شدیدې تبې او اسهال اخته شوه. دې روغتون ته مو راوسته او همدلته تشخیص شوه چې پر کانګو اخته ده.»

هغې د خپلې لور د روغتیايي وضعیت له ښه کېدو خوښي وښوده او ویې ویل: «په لومړۍ ورځ چې مو دې روغتون ته راوسته، وضعیت یې ډېر خراب و او بېخي بې‌حاله وه. اوس شپږ ورځې کېږي چې بستر ده او د خدای په فضل روغتیا یې ښه شوې ده.»

له بلې خوا، د پروان ولایت اوسېدونکی او په دغه روغتون کې بستر ناروغ محمدهاشم وايي چې قصاب دی او د څاروي د حلالولو پر مهال یې پام شو چې کنې یې لاس چیچلی، کله یې چې هغه لرې وغورځوله، پوه شو چې پښه یې هم چیچلې ده.

هغه وايي چې دوې ورځې وروسته یې سخته تبه درلوده او روغتیايي وضعیت یې خرابېده، خو ناروغي یې په پروان کې تشخیص نه شوه، کابل ته راولېږدول شو او دلته یې ناروغي تشخیص شوه چې د کانګو تبه ده.

دی چې اوس تر درملنې لاندې دی، د انتاني روغتون له خدمتونو مننه وکړه او ویې ویل چې روغتیايي وضعیت یې د ښه کېدو په حال کې دی.

دغه راز، د کابل ولایت اوسېدونکي او په دغه روغتون کې د یادې ناروغۍ له مله بل بستر ناروغ سید مرتضی وویل: «ورور مې قصابي کوله او ما هم ورسره مرسته کوله. لاس مې لږ ټپي و او د قربانۍ له وینې او غوښې سره د کار پر مهال په تماس کې شو. اوس شپږ ورځې کېږي چې په روغتون کې بستر یم.»

هغه هم خوښي وښوده او ویې ویل چې روغتیايي وضعیت یې ښه شوی او ښايي سبا یا بل سبا له روغتونه رخصت شي.

سپارښتنې

ډاکتر عمري وايي، هغه کسان چې څاروي ساتي او یا د قصاب، شپون او اشپز په توګه کار کوي، باید له څارویو سره د تماس، د څاروي د حلالولو او د غوښې د ټوټه کولو پر مهال حتماً له دستکشو استفاده وکړي.

د ده په وینا، هغه کسان چې پر لاسونو یې زخم وي، باید له حیواناتو او د قربانۍ له غوښې سره له تماس څخه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د څاروي له حلالولو وروسته باید پرېښودل شي چې وینه یې په بشپړ ډول ووځي او وروسته د حلالولو ځای په اوبو او کلورین یا اوبو او صابون ومینځل او ضدعفوني شي. ده همدارنګه سپارښتنه وکړه چې د څاروي پوستکی ژر تر ژره جلا او په یوه بېله کڅوړه کې وساتل شي.

ډاکتر عمري له مالدارانو هم وغوښتل چې د کرنې وزارت او ښاروالیو له‌خوا له ترسره کېدونکو دواشیندنې پروګرامونو استفاده وکړي او خپل څاروي د کنو له منځه وړلو لپاره دواپاشي کړي.

د ده په خبره، د دغو سپارښتنو عملي کول نه یوازې د کانګو تبې، بلکې د ډېرو نورو ساري ناروغیو مخه هم نیسي.