خوستښار (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس وايي چې له دوی سره د دغه ولایت په کچه ۹۵۰ شخصي دښمنۍ ثبت دي او هڅې روانې دي چې دغو ټولو دښمنیو ته د پای ټکی کېږدي.
هغه دغه څرګندونې تېره ورځ په تڼیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شل کلنې دښمنۍ پای ته رسېدو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د شاکرالله او لونګ کورنيو ترمنځ دا دښمني د سيمې د قومي مشرانو او ځايي حکومتي چارواکو له خوا د پښتني دود مطابق «د خاورو وړو ټوپيو» په ړنګولو سره پای ته ورسېده او دواړو لورو يو بل ته د دوستۍ غېږې ورکړې.
که څه هم د خاورو ټوپۍ ړنګول ډېرو ته عادي ښکاري خو دغه کړنه د شل کلنې دښمنۍ د پای ته رسېدو نښه وه چې پهکې درې کسان وژل شوي وو.
شل کلن شاکرالله وايي، لا دنيا ته نه و راغلی چې پلار او تره يې د دښمنۍ په پايله کې ووژل شول خو زياتوي، مقابل اړخ ته يې بښنه وکړه او نه غواړي دا دښمني نوره اوږده شي.
هغه وويل: «موږ وغوښتل چې نور بايد خپل درسونه ووايو، خپل ژوند جوړ کړو، له بدۍ څخه مو ډډه وکړه او نه غواړو دا بدي نوره اوږده کړو. زه د پلار له وژل کېدو څلور مياشتې وروسته دنيا ته راغلم.»
د دې دښمنۍ د مقابل اړخ ۵۵ کلن لونګ له څېرې او خبرو هم ښکارېده چې په تېرو شلو کلونو کې يې ډېرې ترخې خاطرې تجربه کړې دي.
هغه له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، د سيمې د قومي مشرانو له اخلاصه خوښ دی چې دا اوږده دښمني يې ورته په دوستۍ بدله کړه.
دی وايي: «زه نن دومره خوښ يم او داسې فکر کوم چې دا ټول جهان زما دی، دا څومره خلک چې دلته راټول دي، زه وايم که دا زما زامن وروڼه دي، بدي دې ورکه شي، هيڅ خير پهکې نشته.»
دغه دښمني د کلي د لارې د ملکيت پر سر رامنځته شوې وه.
بلخوا، د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس محمدولي صديقي د يادې دښمنۍ د حل پر مهال وويل چې له دوی سره د ټول ولايت په کچه ۹۵۰ شخصي دښمنۍ ثبت شوې چې ۳۲۳ يې يوازې په تڼيو ولسوالۍ کې دي او هڅه يې دا ده څو دغو شخصي دښمنيو ته يو پر بل پسې د پای ټکی کېږدي.
هغه زياته کړه: «په ټول خوست کې لوی کاروبار د تاسې دی، تعليم يافته کسان ستاسې ډېر دي، خو بدي په کومې ولسوالۍ کې ډېرې دي، خوست ۱۲ ولسوالۍ لري او درې اداري واحدونه لري، په ټول خوست کې د تڼيو په قوم کې ۳۲۳ شخصي بدۍ موجودې دي. ولې، يا مو د قوم مشران غداران دي، يا تاسې له رب العالمين څخه نه وېرېږی.»
دغه راز، قومي مشران او مخور وایي، دوی تر خپله وسه د بدیو د مخنیوي لپاره هڅې کوي، خو که حکومت دا برخه جدي ونه نیسي، وضعیت به نور هم خراب شي.
قومي مشر او د افغانستان د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل: «له بده مرغه په لويه پکتيا کې له ډېر پخوا څخه شخصۍ بدۍ پاتې دي او ډېر ناوړه اثرات لري، ځکه په دې کې خلک قتلېږي، اقتصادي بحران او بې اتفاقي رامنځته کېږي. زموږ کوشش دا دی نورې شخړې هم په دوستۍ بدلې کړو. اوس هم موږ وينو چې هره ورځ يا په اونۍ کې یو دوه ځلې په ډېرو ځايونو کې خلک سره قتلوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP