Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګلبشره؛ هغه ښځه چې په پنځه میاشتنۍ کې د یوې دښمنۍ د حل لپاره په بدو کې ورکړل شوې

زرنج (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): نیمروز کې د ګلبشرې په نوم ۳۰ کلنه ښځه چې لا یې له زېږېدو پنځه میاشتې نه وې تېرې شوې، د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسېدو په موخه یوه ۲۰ کلن هلک ته په نوم شوه. هغه اوس له نورو میندو او پلرونو غواړي چې هيڅکله دې د خپلو لوڼو له برخلیک سره دا ډول معامله نه کوي.

په پسرلي کې مو یوه ورځ د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې له ۳۰ کلنې ګلبشرې سره چې د ناسمو دودونو قرباني ده، خبرې وکړې، کمزوری بدن او ستړې څېره یې په بدو کې د ورکولو له امله د تېر ترخه ماضي ښکاندويي کوي؛ ورو غږېږي او په څېره کې یې د موسکا نښې نه لیدل کېږي.

کله مې چې ترې د ژوند د کیسې په اړه وپوښتل، ویې ویل: «زما د ژوند کیسه تر هغه ډېره ترخه ده چې تاسو یې فکر کوئ، ژوند مې له زېږونه تر اوسه پورې زما د جامو په څېر تور دی، زه د ځمکې پر مخ تر ټولو بدمرغه ښځه یم.»

هغه چې لا پنځه میاشتنۍ وه، د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځه شوې دښمنۍ د حل لپاره یوه داسې هلک ته په نوم شوه چې ۲۰ کاله ترې په عمر کې لوی و.

هغه دښمني چې له امله یې ګلبشره په پنځه میاشتنۍ کې کوژده کېږي، له کوم ځایه پیل شوه؟

د ګلبشرې په وینا، ۵۰ کاله مخکې یې نيکه له زرنج ښاره د یوه کارمند په توګه فراه ولایت ته ځي او هلته له یوې کورنۍ سره اشنا کېږي.

د ګلبشرې نيکه خپله لور د زېږون پر مهال د هماغې کورنۍ یوه هلک ته په نوم کوي او وروسته له څه مودې بېرته زرنج ښار ته راستنېږي، لور یې شپږ کلنه وه چې په ښوونځي کې یې شامله کړه، دا د فراهي کورنۍ د خوښې او رسم خلاف کار و چې له امله یې کوژده له ‌منځه ځي او د دواړو کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته کېږي.

د ګلبشرې په خبره، لس کاله وروسته یې د ترور د کوژدن کورنۍ پر دوی عریضه کوي او د ګلبشرې تره په دې تور چې د دوی د زوی کوژدنه یې بل چا ته واده کړې، بندي کوي. له زندانه د ګلبشرې د تره د خوشي کېدو او د دې دښمنۍ پای ته رسېدو لپاره د سیمې مشران او سپین‌ږیري وړاندیز کوي چې باید د ګلبشرې کورنۍ د مقابل لوري کورنۍ ته یوه بله نجلۍ په نوم کړي څو دښمني یې پای ته ورسېږي.

د شخړې پای خو د یوې ترخې کیسې پيل

ګلبشره چې هغه مهال لا پنځه میاشتنۍ وه او له شیدو رودولو سره هم لا سمه نه وه بلده، داسې پرېکړه کې ښکېله شوه چې برخلیک یې وربدل کړ او کوژده شوه خو هغه خپله نه پوهېده چې مشرانو ورته څه ډول  راتلونکی ټاکلی دی.

هغه اوس مهال ۳۰ کلنه ده خو د ژوند د ستونزو او غمونو له امله په عمر کې ډېره ښکاري؛ ته وا له ۴۰ کلنې ښځې سره خبرې کوم او په څېره کې یې غم او درد څرګند لیدل کېږي.

هغې چې لا د خپل ژوند اووه پسرلي یې تېر کړي وو او په ماشومانه لوبو کې بوخته وه، د کوژدن کورنۍ یې د واده کولو لپاره زرنج ښار ته راغله، یو ساده محفل یې ونیو او هغه یې له ځان سره فراه ته بوتله.

ګلبشره په ارام غږ او دردمن زړه وايي: «د خپل تریخ ژوند له کوم ځایه یې پیل کړم… له دې چې له ځانه څو چنده ډېر عمر لرونکي کس سره مې واده وکړ یا له دې چې پر نشه‌یي توکو روږدی و، درته کیسه وکړم، خاوند مې داسې یو انسان و چې نه یې راته نفقه برابره کړای شوه او نه یې هم زما ساتنه وکړای شوه.»

د هغې په وینا، له دې له امله چې خاوند یې پر نشه‌یي توکو روږدی و او کار یې نه کاوه، د پلار کورنۍ یې د هغې او ماشومانو مصارف پر غاړه واخیستل او تر اوسه ورسره مرسته کوي.

هغه چې اوس د درېیو ماشومانو مور ده، په وینا یې، د ژوند ۲۷ کاله یې په ډېرې سختۍ او په دې هیله چې ماشومان یې په بوډاتوب کې تکیه‌ و اوسي، هغوی یې رالوی کړي دي.

د ګلبشرې تر ټولو لوی اولاد د هغې ۱۷ کلن زوی دی؛ په ځمکو کې کار کوي او د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې برابرولو کې مهم رول لري.

ګلبشره وايي: «همدا زوی مې په ځمکو کې کار کوي، ډېره لار په پښو مزل کوي او اوبه راوړي، څو پسونه هم لرو، شکر اوس مې لږ ژوند ښه شوی د هغه وخت په پرتله چې د شپې به په نهاره ویده کېدو.»

د ګلبشرې لور ۱۵کلنه ده او د کور په کارونو کې له خپلې مور سره مرسته کوي، هغه مهال چې له یو بل سره یوازې وي، له خپلې مور سره د زړه خواله کوي او د هغې ترخو کیسو ته غوږ وي.

ګلبشره: خپلې لوڼې مه قرباني کوئ

ګلبشره وايي چې له خپلې لور ساتنه کوي او په هيڅ حالت اجازه نه ورکوي چې یوازېنۍ لور یې په ټولنه کې د ناسم رسم او رواج قرباني شي.

هغه له نورو کورنیو غواړي چې د خپلو لوڼو ساتنه وکړي، هغوی واده کولو ته اړې نه کړي، په بدو کې یې ور نه‌کړي او له زېږون مخکې او وروسته یې ور نه کړي.

دې ته ورته په نیمروز کې د یوې بلې نجلۍ کیسه

دا یوازې ګلبشره نه ده چې د داسې ناسمو رواجونو قرباني کېږي، بلکه ډېرې نجونې دي چې له داسې برخلیک سره مخ شوې او له درد ډک ژوند یې تېر کړی دی.

د زرنج ښار بله اوسېدونکې سارا ده؛ هغه هم له زېږون څو شېبې وروسته، مخکې له دې چې ان د مور غېږ ته ورشي، د خپلې کورنۍ د مشرانو د پرېکړې قرباني او د تره زوی ته ورکړل شوه.

د سارا په وینا، کله چې نړۍ ته راغله، ځايي قابلې هغه خپلې انا ته ورکړه، دغه مهال یې انا د ماشوم مخ ته وکتل او مور ته یې چې لا یې خپله لور په غېږ کې نه وه نیولې، وویل: «دغه نجلۍ زموږ د لمسي ده.»

سارا د زرنج ښار په یوه لرې پرته سیمه کې د خپلې مور په غېږ کې رالویېده او لا ۱۲ کلنه نه وه چې د کوژدن پلار یې چې تره یې کېده، پرېکړه وکړه چې د سارا او جواد واده ترسره شي.

سارا یوه شېبه غلې شوه او سوړ اسويلی یې وایست، خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ: «هغه مهال زه د واده په اړه په څه نه پوهېدم، غوښتل مې ښوونځي ته لاړه شم او د نورو نجونو په څېر درس ولولم… خو چا مې غږ وانه ورېده او خبرو ته مې یې غوږ کښې نه ښود.»

سارا د خاوند له بد چلنده ځوریږي او وايي: «خاوند مې په خېټه کې په لغتو وهلم، ویل یې ته مې نه غوښتې، د همدغو وهلو له امله مې دوه ځلې ماشوم ضایع کړ.»

خو د سارا  ورور له یوه کال وروسته د خپلې خور لیدو ته د هرات ښار ته ځي کله چې له هغه تاوتریخوالي چې له خور سره یې شوی خبرېږي، خپله خور نیمروز ته راولي.

د سارا کیسه ترخه ده خو ژر خلاصېږي؛ ځکه د هغې کورنۍ د هغې د طلاق اخیستو تصمیم  ونیو چې نجلۍ درس ووایي او تحصیل وکړي او ژمنه یې وکړه څو سارا ونه غواړي هغه واده کولو ته نه مجبوروي.

دیني عالمان: جبري ودونه او په بدو کې د نجلۍ ورکول ناوړه کړنې دي او په اسلام کې ځای نه لري

نیمروز کې یوه دیني عالم مولوي ګل‌احمد احمدي د جبري ودونو، په کوچني‌والي او په بدو کې د نجونو ورکولو ته په اشاره وویل چې دا ناوړه کړنې دي چې په اسلام کې ځای نه‌لري.

هغه زیاته کړه: «د دود په توګه په بدو کې د نجونو ورکول اوس هم په ځينو کلیوالي سیمو او ان په ښارونو کې له نجونو قرباني اخلي، د دیني عالمانو له ډېرو هڅو سره سره لا هم د خلکو د ناپوهۍ له امله غیراسلامي او انساني دودونه له منځه نه دي تللي.

د هغه په خبره، که څه هم دغه ناوړه دود ځيني خلک د شخړو د حل او دعوو ختمېدو لپاره نجونې په بدو کې ورکوي، خو له دې ناخبره دي چې دا دعوې نه ختمېږي او د یوې بلې دعوې پیل دی.

احمدي وویل: «له واده وروسته پر نجلۍ ظلم کوي، کله چې یې پلارګنۍ وغواړي خپله لور بوځي بیا ورته اجازه نه ورکوي، دلته بله جنجال پیلېږي او د عمر تر پایه همدا لانجه دوام پیدا کوي.»

هغه وایي، د اسلام مبارک دین سپارښتنه کړې، هر څوک چې جرم ترسره کوي، باید خپله هماغه کس سزا وویني، نه دا چې د کورنۍ نجونې یې د جرم بدل کې قرباني شي.

هغه زیاته کړه: «که کومه نجلۍ د کوم جرم په بدل کې د وارثانو او یا د پلار له خوا په نکاح ورکول کیږي، دا نکاح د اسلام له نظره فاسده ده او نجلۍ کولای شي قاضي ته مراجعه وکړي او نکاح همغه وخت له منځه ځي، اسلام داسې نکاح‌ګانې نه قبلوي؛ ځکه چې قران صراحتاً وایي جرم یو شخصي عمل دی، هر څوک چې د جرم مرتکب کیږي باید په خپله همغه کس سزا وویني، یا قصاص شي او دیت ورکړي، دیت نغدې پیسې او ملکیت دی، نه لور، نه خور نه انسان.»

حکومت: له ناوړه دودونو سره جدي مبارزه کوو

د نیمروز د امر بالمروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو رییس مولوي الله‌نور زرقاوي پژواک ته وویل، هغه څه چې په اسلام کې ښځې ته ورکړل شوي، د هغو مطابق د ښځو د حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوو.

مولوي زرقاوي زیاتوي: «موږ له دیني عالمانو سره هم په اړیکه کې یو او د ښځو قضیې له علماوو سره په سلا حلېږي، علماء د بدو دودونو لکه په بدو او بدله کې د نجونو ورکولو مخنیوي لپاره هم تبلیغ کوي.»

د هغه په خبره، په تېر یوه کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۸ قضیې حل کړې چې له ډلې یې ۱۳ قضیې د جبري ودونو وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.