ژبه

هرات کې ۲۵۰۰ هکټاره د پستې باغونه جوړ شوي

بنيامين بارز

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۱

Views: ۷

هرات (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): چارواکي په هرات کې د پستې د شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره باغونو له جوړېدو خبر ورکوي؛ د کرنې برخې پوهان، وروستیو وچکالیو او لږو اوبو ته د پستې د ونو اړتیا ته په پام، دا چاره غوره اقدام بولي او باغ لرونکي هم له دغو باغونو د ښه عاید ترلاسه کولو ته هیله‌من دي.

د غرنۍ پستې تر څنګ چې په طبیعي ډول په غرونو کې وده کوي، په وروستیو کلونو کې خلکو په هرات کې د اوبیزې پستې باغونو جوړولو ته مخ کړې ده.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي پژواک ته وویل چې اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ هکټاره د پستې باغونه جوړ شوي او د پراختیا بهیر یې لا هم روان دی.

 د احمدي په وینا، پسته د هرات د اقلیمي شرایطو لپاره یو له مناسبو محصولاتو ګڼل کېږي او اوس یې وروستیو وچکالیو ته په پام، د بزګرانو ترمنځ ځانګړی ځای پیدا کړی دی؛ ځکه پسته لږو اوبو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د پستې د باغونو پراختیا نه یوازې د اوبو له سرچینو څخه په غوره ګټه‌اخیستنه کې مرسته کوي، بلکې په هرات کې د بزګرانو د عوایدو په زیاتېدو او د سوداګریزې باغدارۍ په پراختیا کې هم مهم رول لرلی شي.

د ده په وینا، اوس د حاصلاتو د کچې وړاندوینه له وخته مخکې ده ځکه چې د پستې حاصلات معمولاً د زمري میاشتې په وروستیو کې راټولېږي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پستې باغونو د تېر کال حاصلاتو د کچې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو احمدي وایي چې هرات کې د پستې د باغونو جوړولو ته د خلکو د لېوالتیا زیاتوالی او د دغو باغونو وده، په دغه ولایت کې د دغه محصول د حاصلاتو د زیاتېدو زېری بلل کېدای شي.

په همدې حال کې، په هرات کې د پستې د تولید او روزنې د یوه شرکت مسوول فریداحمد تیموري وایي چې د دغه ولایت هوا او اقلیم د پستې د بېلابېلو ډولونو د ودې لپاره مناسب دي.

ده زیاته کړه چې د پستې نیالګي معمولاً په دویم یا درېیم کال کې پیوندېږي او له هغه وروسته د ودې او مېوه‌نیونې پړاو ته رسي.

د هغه په وینا، د پستې د باغونو جوړولو ته د بزګرانو د لېوالتیا زیاتوالی د دې لامل شوی چې په وروستیو کلونو کې د دغه محصول د نیالګیو غوښتنه هم زیاته شي.

له بلې خوا، د هرات بزګران د پستې د کرکېلې له پایلو خوښي څرګندوي.

د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي حلیم چې د پستې باغ لري، وایي چې اوس په دغه ولایت کې خلکو د پستې د معیاري باغونو جوړولو ته مخه کړې او د هرات د اقلیمي شرایطو د مناسب‌والي له امله، د پستې د ونو د ودې وضعیت هیله‌بښونکی ښکاري.

د هغه په وینا، که د پستې ونې له پنځو کلونو وروسته حاصل ته رسېږي.

ده زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د هرات په یو شمېر ولسوالیو، له هغې ډلې پښتون‌زرغون، کهسان او اوبې کې د پستې ځینې باغونه حاصل ته رسېدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال هر کیلوګرام د باغونو پسته په شاوخوا ۷۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو د غرنۍ پستې د هر کیلوګرام بیه شاوخوا زر افغانۍ ده.

کارپوهان وایي، په داسې شرایطو کې چې اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې وچکالیو د افغانستان د کرنې برخه له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ کړې، د پستې د باغونو او نورو کم‌اوبه‌غوښتونکو ونو پراختیا له دغو شرایطو سره د عیارېدو یوه اغېزناکه لاره کېدای شي.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد حبیب‌الله طاهري، وایي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ  په هرات او ټول افغانستان کې د کرنې لپاره ناوړه پایلې لرلې دي.

د هغه په وینا، که څه هم سږ کال په ځینو سیمو کې بارانونه وشول، خو کچه یې د اوبو د کمښت د جبران لپاره بسنه نه کوي.

د ده په خبره، په داسې شرایطو کې د پستې په ګډون د کم‌اوبه‌غوښتونکو ونو کېنول، له اقلیمي شرایطو سره د کرنې برخې په ښه عیارېدو کې مرسته کولی شي.

هغه زیاته کړه چې پسته د ډېرو کرنیزو محصولاتو په پرتله لږو اوبو ته اړتیا لري او که باغونه یې سم مدیریت شي او د اوبولګولو مناسبې لارې، په ځانګړي ډول څاڅکي اوبولګونه وکارول شي، دا محصول په وچو او نیمه‌وچو سیمو کې د بزګرانو لپاره پر یوه مناسب انتخاب بدلېدای شي.

له بلې خوا، د کرنې چارو کارپوه محمدالیاس صدیقي، وایي چې ډېری بزګران او باغ لرونکي د اوبو د کمښت له امله اړ شوي چې د کرکېلې بڼه بدله کړي او د وچکالۍ پر وړاندې لا مقاومو محصولاتو ته مخه کړي.

دی زیاتوي چې د پستې د باغونو پراختیا، د اوبو له محدودو سرچینو څخه د غوره ګټې‌اخیستنې تر څنګ، د بزګرانو د عوایدو په زیاتېدو او د نباتي پوښښ په ساتنه کې هم اغېزناک رول لرلی شي.

د صدیقي په باور، د دغه بهیر بریالیتوب، د اوبو د سرچینو سم مدیریت، د اوبولګولو د نوېو لارو کارولو او له باغ لرونکو تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.

د مسوولانو، باغ لرونکو او کارپوهانو له خبرو ته په پام، د پستې باغونو په تدریجي ډول د هرات د بزګرانو ترمنځ خپل ځای موندلی او په داسې شرایطو کې چې د اوبو کمښت د کرنې پر یوه لویه ستونزه بدل شوی، دغه محصول ته پاملرنه مخ په زیاتېدو ده.