کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د وینې ورکولو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، د وینې مرکزي بانک چارواکي وایي، په هېواد کې د تلاسیمیا ناروغانو، پر کانګو تبې د اخته کسانو او د پېښو د قربانیانو د زیاتېدو له امله وینې ته اړتیا مخ په زیاتېدو ده؛ بلخوا، هغه ناروغان چې وینې ته اړتیا لري، د وینې ورکوونکو رول د خپل ژوند په ژغورلو کې حیاتي بولي.
د وینې ورکولو نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۴مه، چې سږ کال د غبرګولي له ۲۴مې سره برابره ده، نمانځل کېږي.
دغه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان په نوښت، د وینې له رضاکارو ورکوونکو د مننې او د سالمې او منظمې وینې ورکولو د اهمیت په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه د وینې ورکولو نړیواله ورځې په نوم نومول شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) په دې مناسبت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د وینې ورکول د انساني پیوستون او مسؤولیتمننې نښه ده او د ناروغانو، د پېښو د قربانیانو، د زېږون پر مهال د ښځو او د مزمنو ناروغیو د ناروغانو د ژوند په ژغورلو کې حیاتي رول لري.
دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې د سالمې او کافي وینې د برابرولو لپاره د رضاکارانه او منظمې وینې ورکولو بهیر لا ډېر وهڅوي.
پژواک د وینې ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت ځانګړی راپور چمتو کړی دی.
په کابل کې د ترافیکي پېښو او د تلاسیمیا ناروغانو له زیاتېدو د وینې مرکزي بانک اندېښنه

د عامې روغتیا وزارت د وینې مرکزي بانک امر ډاکټر نیازګل نیازمند وایي چې هر کال د وینې په حوزوي، مرکزي او ولایتي بانکونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره سيسي وینه راټولېږي او د اړتیا پر مهال ناروغانو ته ورکول کېږي.
د هغه په وینا، وینې ته اړتیا کال په کال زیاتېږي؛ ځکه د تلاسیمیا ناروغانو، د کانګو تبې د اخته کسانو او پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی؛ خو د ویني مرکزي بانک هڅه کړې چې ټولو ته رسېدنه وکړي.
هغه وویل: «د تلاسیمیا ناروغان هره میاشت دوه تر درې ځله وینې ته اړتیا لري، همدارنګه هغه ناروغان چې جراحي عملیات یې کېږي او یا هغه کسان چې په ترافیکي پېښو کې ټپیان کېږي، وینې ته اړتیا پیدا کوي او یا هم د کانګو ناروغان وینې ته جدي اړتیا لري؛ د وینې بانک هڅه کړې چې دغه اړتیاوې پر وخت پوره کړي.»
ده زیاته کړه چې د وینې مرکزي بانک په عادي شرایطو کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسانو ته د وینې خدمتونه وړاندې کوي؛ خو د لویو ترافیکي پېښو او نورو بېړنیو پېښو پر مهال وینې ته اړتیا زیاتېږي او د وینې بانک کارکوونکي هم د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره زیات فعالیتونه ترسره کوي.
له هېوادوالو د وینې بانک غوښتنه

د وینې مرکزي بانک آمر وایي: «د وینې ورکول کولی شي د یوه ناروغ یا ټپي کس ژوند وژغوري؛ له ګرانو هېوادوالو غواړو چې د اړتیا پر مهال د وینې ورکولو مرکزونو ته مراجعه وکړي، همدارنګه له هغو کسانو چې نادر او د وینې منفي ګروپونه لري، غوښتنه کوو چې په بېړنیو حالاتو کې د وینې له بانکونو سره همکاري وکړي، څو وکولی شو د لا ډېرو ناروغانو ژوند وژغورو.»
ده زیاته کړه: «ځینې هېوادوال فکر کوي چې د وینې په ورکولو کمزوري کېږي یا به پر دایمي ناروغۍ اخته شي، په داسې حال کې چې د وینې ورکول هېڅ ډول ناروغي نه رامنځته کوي او یو روغ کس کولی شي په کال کې درې تر څلور ځله وینه ورکړي.»
د هغه په وینا، د وینې بانک د وینې ورکولو ته د هېوادوالو د هڅولو لپاره وینه ورکوونکو ته ستاینلیکونه هم ورکوي، څو هغوی نور کسان هم دې انساندوستانه کار ته وهڅوي.
همدارنګه په کابل کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیفالله مصلح وایي، د وینې ورکول روغو کسانو ته زیان نه لري او که د یوه کس لپاره د زیان یو سلنه احتمال هم موجود وي، په هېڅ ډول ترې وینه نه اخیستل کېږي.

هغه د وینې ورکوونکو د رول اهمیت ته په اشارې وویل: «رضاکار وینه ورکوونکي رښتیا هم هغه کسان دي چې له موږ سره مرسته کوي؛ وینه د لوکیمیا او د وینې سرطانونو ناروغانو، د پښتورګو ناروغانو، امېندوارو ښځو او د ترافیکي پېښو او طبیعي پېښو ټپیانو لپاره ژغورونکې ده.»
د وینې یو ورکوونکی: ښه احساس لرم؛ ښايي همدا وینه د یوه بل انسان د ژوند ژغورلو لامل شي
د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی لطفالله حماسي چې د درېیم ځل لپاره یې وینه ورکوله، وویل چې وینه ورکول هم د انسان خپل ځان ته ګټه لري او هم هغو کسانو ته چې وینې ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه: «ښه احساس لرم چې وینه ورکوم؛ ځکه ښايي همدا وینه د یوه بل انسان د ژوند ژغورلو لامل شي.»
د وینې په تمه ژوند؛ د حسنا کیسه

حسنا، هغه ۱۷ کلنه نجلۍ چې د تلاسیمیا پر ناروغۍ اخته ده وایي، له هغه مهال چې د اوو میاشتو وه، تر اوسه په منظم ډول وینه ترلاسه کوي.
د هغې په وینا، هر ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې یو ځل د وینې ترلاسه کولو لپاره د وینې بانک ته مراجعه کوي.
هغه د وینې بانک له خدمتونو خوښي څرګندوي او وایي: «هر کله چې اړتیا ولرو، موږ ته وینه راکوي او له خدمتونو یې راضي یو.»
حسنا وایي چې تلاسیمیا یوازې هغه نه ده ځپلې بلکې د هغې ورور او د کاکا زوی هم پر دې ناروغۍ اخته وو او دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
اوس هغه او د هغې یو بل ورور له دې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاتوي: «هر کله چې مې وینه کمېږي، بېحالي او خپګان راباندې راځي او ان غواړم په یوه خونه کې کېنم او یوازې وژاړم.»
حسنا چې له کلونو راهیسې درمل خوري، په ستړي غږ وویل: «د درملو له خوړلو هم ستړې شوې یم او نور هېڅ لېوالتیا ورته نه لرم.»
هغې د خپل پلار او مور د زحمتونو په ستایلو سره زیاته کړه: «خدای دې زما مور او پلار ته اجر ورکړي چې دا ټول کلونه یې له ما سره زحمتونه ګاللي دي.»
حسنا په درد او ارمان سره د خپلو نیمګړو هیلو یادونه کوي.
هغې یوازې تر درېیم ټولګي پورې ښوونځی لوستی او د ناروغۍ له امله یې زده کړو ته دوام نه دی ورکړی.
هغه یوازې دوې هیلې لري؛ دا چې خپله او ورور یې روغ شي.
دغه راز حسنا د تلاسیمیا ناروغانو ته د لا ډېرې پاملرنې او له هغه درملنیز مرکز څخه د ملاتړ غوښتونکې ده چې په کې تر درملنې لاندې ده.
اړمنو کسانو ته د وینې د راټولولو څرنګوالی
د وینې مرکزي بانک فني کارکوونکی محمدجمعه محمدي وایي، اوسمهال د وینې راټولولو درې ګرځنده ټیمونه د کابل ښار د عایشه درانۍ مکتب، کوتهسنګي او زیرزمیني سیمو کې فعالیت لري او هره ورځ یو شمېر هېوادوال د وینې ورکولو لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه کوي.
د ده په وینا، هر ګرځنده امبولانس هره ورځ شاوخوا ۱۰ تر ۲۰ زره سيسي وینه راټولوي او راټوله شوې وینه د وینې مرکزي بانک ته تر لېږد وروسته ازمویل او ارزول کېږي او بیا اړمنو ناروغانو ته ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه چې د وینې راټولولو کمپاینونه په دوامدار ډول روان دي او د وینې ورکولو لپاره مشخص معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
د ده په وینا، وینه ورکوونکي باید د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر ولري او لږ تر لږه درې میاشتې یې له وروستۍ وینې ورکولو تېرې شوې وي.
محمدي وویل چې د وینې له ورکولو مخکې د کسانو روغتیایي وضعیت، د ناروغۍ مخینه، د درملو کارول او د وینې فشار ارزول کېږي او د ځانګړي فورم تر بشپړېدو وروسته د وینې ورکولو لپاره د هغوی د وړتیا په اړه پرېکړه کېږي.