ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې خلک له بېوزلو سره د مرستو په وېش کې له درغلیو سر ټکوي

ځینې خلک له بېوزلو سره د مرستو په وېش کې له درغلیو سر ټکوي

author avatar
27 Dec 2021 - 17:16
ځینې خلک له بېوزلو سره د مرستو په وېش کې له درغلیو سر ټکوي
author avatar
27 Dec 2021 - 17:16

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د هېواد په اووه ولایتونو کې ځینې کسان له بېوزلو سره د مرستو په وېش کې له درغلیو سرټکوي، له حکومت څخه غواړي چې په دې برخه کې څار پیاوړی کړي، تر څو مرستې اړو خلکو ته ورسيږي.

حکومت دا نه تاییدوي چې د مرستو په وېش کې درغلي کیږي، خو زیاتوي چې که په کوم ځای کې شفافيت نه وي رامنځته شوی؛ خلک دې قانوني منابعو ته مراجعه وکړي او له دې لارې دې خپل حق وغواړي.

د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د افغانستان پخوانی حکومت د تېرې زمري میاشتې په پای کې ړنګ شو او ځای یې نوي سرپرست حکومت ونیو، د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه او پر دغه هېواد ځینې نور محدودیتونه هم ولګول شول.

له دې سره افغانان له اقتصادي ناورین سره مخ شول، خو له څه مودې راهیسې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو موسسو له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ پیل شوې ده.

د دغو مرستو د وېش لړۍ د هېواد په مرکز او ولایتونو کې روانه ده.

په دې اړه د کابل، پنجشېر، بادغیس، پروان، پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو ځینو اوسېدونکو پژواک ته پیغامونه استولي او په میدان وردګو کې د پژواک خبریال له ځینو کسانو سره غږېدلی دی.

د میدان وردګو د مرکز میدان ‌ښار د کشميري کلا د پراختيايي شورا پخواني منشي مطيع الله پژواک خبري اژانس ته وویل چي په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې د کشمیري کلا له یو شمېر خلکو سره څلور ځلې مرسته شوې ده.

هغه په داسې حال کې چې له اقتصادي ستونزو سرټکوي، وايي: «خو موږ تر اوسه هېڅ ډول کومک نه دی ترلاسه کړی، موږ کلي ته چې د مرستو د ورکړې په خاطر کسان راځي؛ هر څوک چې په مخ ورغلل، د همغه نوم نيسي او ځي؛ راغلي کسان د کلي له مشر، د جومات له امام نه سمه پوښتنه نه کوي او هر چا چې ورته وويل چې زه غريب يم همغه نيسي.»

د وردګو د چک ولسوالی یو اوسېدونکی، چې د نوم له څرګندولو ډډه کوي، وایي: «وروره دلته مرستې راځي، خو   مستحقو کسانو ته نه ورکول کیږي. دلته ټوله واسطه بازي روانه ده. هیله ده چې زموږ غږ تر چارواکو ورسیږي.»

دی په خپل پیغام کې زیاتوي:«دوې ورځې مخکې دلته هم دوسوه ډالره مرسته د کور په سر راغلې وه، البته معلولینو او یتیمانو ته، خو هغه پیسې ۹۵ فیصده ټولې داسې کسانو واخیستې چی ښه موټر یې لرل.»

د میدان وردګو د والي وياند حسن پژواک ته وویل: «دا مرستې د مؤسساتو له خوا توزیع کیږي. سروې د همدوی د ټیم له خوا ترسره کیږي. امنیتي ځواکونه یې یوازې امنیتي برخه کې همکاري کوي.»

د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، پژواک ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې څو ورځې مخکې د هغوی په کلي (بالای پیشغور) کې هم د مرستو لپاره داسې کسان په نوملړ کې نیول شوي و چې مستحق نه و.

دی وایي، په نوملړ کې داسې کسان هم شامل شوي چې یو یې شاوخوا پنځوس زره ډالره پانګه لري، بل یې موټر لري او د زمرودو تجارت هم کوي.

هغه زیاتوي:«دا ډول کړنې د ګذر د وکیلانو او کلیو د مشرانو له خوا کیږي. هغوی مرستې خپلو خپلوانو ته ورکوي. متاسفانه شاوخوا لس ډېرې اړې کورنۍ زموږ په سیمه کې وې، خو د مرستو لپاره یې نومونه په نوملړ کې نه و شامل شوي.»

د بادغیس ولایت یو اوسېدونکی هم دعوه کوي چې مرسته کوونکي بنسټونه په دغه ولایت کې له اړو کسانو سره د مرستو په وېش کې درغلۍ کوي، د مرستې توکي خپلو خپلوانو ته ورکوي او خپلې اړیکې پالي.

هغه، چې په پیغام کې یې ځان نه دی راپېژندلی، وایي چې اړ کسان باید د کلیو پراختیايي شوراګانو له لارې په نښه شي.

د پروان ولايت د شینواري ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم وایي:« شينوارو کې چې کومي نغدې مرستې د موسساتو له خوا شوي، مستحقينو ته ونه رسېدې، پخوانيو ملکانو په خپله خېټه ووهلې؛ په داسې حال کې چې په دې سيمه کې داسې بیوزله کورنۍ شته چې د ګټې وټې هیڅوک نه لري.»

د پکتیکا د یوسف‌خېلو ولسوالۍ یو اوسېدونکی هم ورته شکایت کوي، لیکي: «په يوسف‌خېلو کې مرستې هغو کسانو ته ورکوي چې د دوی (مرسته وېشونکو) خوښ وي، غريبو خلکو ته نه رسيږي.»

د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو سیمې یو اوسېدونکي هم پرته له دې چې خپل نوم څرګند کړي، پژواک ته پیغام استولی، وایي چې دې ولسوالۍ کې هم یوې موسسې پر خلکو مرستې وېشلې، خو په وېش کې یې عدالت ونه کړ.

دی وایي چې «حق حقدار ته ونه رسېد» او یو قومي مشر چې شتمن هم دی، ځانته یې دوه برخې مرستې واخیستې، د تره زامنو او خپلوانو ته یې هم ورکړې.

هغه لیکلي: «قسم درته کوم چې کلي کې داسې معیوب خلک موجود دي، چې د ډوډۍ هېڅ درک یې نه لګیږي. موږ بیا مولویانو ته شکایت وکړ او بیا لاړو ولسوالۍ ته چې داسې ظلم ولې کیږي، وعده یې راسره وکړه چې بل وار یې تاسو مستحق یئ، مرسته به تاسو ته درکوي.»

د کابل ښار د میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمې یو اوسېدونکي بیا په خپل پیغام کې دعوه کړې چې ځینې کسان له بېوزلو سره د مرستې لپاره له خلکو تذکرې اخلي او بیا د مرسته شویو توکو یا پیسو له درېیو دوه برخې هم دوی تر لاسه کوي.

هغه زیاتوي:«تهمت یا دروغ نه وایم، هدف مې د فساد مخنیوی او حقدار ته حق رسېدل دي او بس.»

د عتیق الله په نوم د پکتیا ولایت اوسېدونکی وایي چې په دغه ولایت کې هم د مرستو په وېش کې عدالت نه کیږي او هغه کسان چې مرستې وېشي، داسې کسان هم د اړو کسانو په نوملړ کې شاملوي چې مرستو ته اړتیا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، اړ کسان د بېلابېلو موسسو له خوا د سروې له لارې په ګوته کيږي، خو عتیق الله وایي: «داسې سروې ته زه حیران یم، د سروې ګټه څه ده؟ ټولې دروغ دي.»

یو بل تن هم پرته له دې چې خپل ځان او سیمه معرفي کړي، په رااستول شوي پیغام کې ادعا کوي چې ډېرې مرستې له داسې کسانو سره کیږي چې مستحق نه دي.

هغه وایي:«له اسلامي امارت څخه مو جدي هيله دا ده چې د مرستو د وېش لپاره يو روڼ ميکانيزم جوړ او مدیریت کړي، تر څو له دې پروسې څخه کلکه څارنه وشي او حق حقدار ته ورسيږي.»

ځینو نورو کسانو هم ورته غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند بلال کريمي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «اسلامي امارت د مرستو د وېش لړۍ ډېر په شفاف او منظم ډول مخته وړي، له کومې ورځې چې اسلامي امارت د هېواد پر ټولو برخو او مراکزو  خپل حاکميت ټينګ کړی له همغې ورځې چې مرستې راځي، هغه په ډېر ښه ډول باندې اصلي مستحقو خلکو ته توزېع کيږي.»

دی زياتوي، کومې مرستې چې د مهاجرينو وزارت، يا د حوادثو ضد وزارت او یا سرې مياشتې ټولنې له لوري ورکول کيږي؛ په لومړي سر کې اړمن کسان تشخيص کيږي او لړۍ يې د يو ټاکل شوي کمېسيون له لارې څارل کيږي.

هغه وايي: «تاسو په جريان کې ياست چې اړمن خلک او ډېر مستحق خلک که په کټګوريو باندې ووېشو، ځينې کسان سل په سله ناداره دي، ځينې بیا اتیا فیصده او شپېته فیصده ناداره دي، خو د ځينو بيا د نادارۍ کچه کمه ده؛ په هر صورت اسلامي امارت حق د اولويت هغو کسانو ته ورکوي چې ډېر اړمن او ډېر مستحق وي، په دويم قدم کې بیا دويمې کټګورۍ ته اولويت ورکول کيږي؛ که په دې منځ کې په کومه نقطه کې کوم کس پاتې وي، احياناً هغه به له دې وجې پاتې وي چې حق د اولويت ډېرو نادارو ته ورکړل شوی دی.»

هغه وایي، د ځينو کسانو داسې ادعاوې چې د مرستو د وېش لړۍ شفافه نه ده، نه تاییدوي، خو که احياناً په کوم ځای کې شفافيت نه وي رامنځته شوی؛ خلک له قانوني لارو قانوني منابعو ته مراجعه کولای شي چې له هغې لارې خپل حق وغواړي.

Visits: 219

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.