ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه ماشوم چې پر خپلو وړو لاسونو هم انځورګري کوي او هم ډوډۍ پیدا کوي

هغه ماشوم چې پر خپلو وړو لاسونو هم انځورګري کوي او هم ډوډۍ پیدا کوي

author avatar
29 Dec 2021 - 17:15
هغه ماشوم چې پر خپلو وړو لاسونو هم انځورګري کوي او هم ډوډۍ پیدا کوي
author avatar
29 Dec 2021 - 17:15

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۰): ۱۳ کلن احمد چې د کور یوازېنی د ګټې کس دی، خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره- چې د «لیوناردو واوینجي» په څېر مشهور انځورګر او بریالی انجنیر وي، هڅې کوي.

د کابل ښار د سمنټ خانې سیمې اوسېدونکی احمد د «نازو انا لېسې» د اووم ټولګي زده کوونکی دی. د معمول په څېر د سهار د اذان پر مهال له خوبه پاڅېږي، له لمانځه ادا کولو او یوې ټوټې ډوډۍ خوړلو وروسته کار ته ځي.

خو کار یې د کمپیوټر تر شا ناسته او پر کاغذونو لیک نه دی؛ هغه کراچۍ لري او له یوې سیمې بلې ته د خلکو بارونه لېږدوي. تل یې سترګې د خلکو سودا ته وي چې ده ته غږ وکړي او ووايي: ((دغه بار تر فلانۍ سیمې به څو وړې؟))، څو له دې لارې کورنۍ ته څو پیسې وګټي.

نوموړی له دې امله کار کولو ته مجبور شوی چې مور او پلار یې ناروغان دي.

احمد چې له خپل لوی ورور سره یې تل د کابل ښار د لومړي مکروریان مارکېټ کې د خوراکي توکو پلورنځيو مخې ته درېږي، کراچۍ کې د توکو د لېږد په بدل کې له هر سړي ۴۰ افغانۍ اخلي. خو د نوموړي په خبره، خلک تل رښتیني نه دي او ځیني وخت له ده سره دوکه کوي.

احمد په دې اړه د خپلې خاطرې کیسه کوي او وايي: ((یوه ورځ راته یو کس غږ وکړ او ویې یل، دغه بوجۍ اوړه زموږ تر کوره یوسه، ۴۰ افغانۍ درکوم؛ اوړه مې ورته انتقال کړل خو هلته چې ورسېدم ۲۰ افغانۍ یې راکړې او ما ورته هيڅ ونه شو ویلای، کله مې چې وویل، ولې لومړۍ خو دې ۴۰ افغانۍ راته وویلې، لاس یې پورته کړ او ویې ویل، ځه چې وهم دي.))

دا له هغو لسګونو خاطرو یوه ده چې احمد ورسره مخ شوی او خلکو ورسره بې انصافي کړې ده.

هغه له نن سهار راهیسې تر اوسه د دوو کسانو توکي لېږدولي، تر اوسه یې ۳۰ افغانۍ ګټلې خو دا پیسې د ۹ کسیزې کورنۍ لپاره ډېرې کمې دي، هغه هم داسې مهال چې د کور یوازېنۍ د ګټې کس دی. اوس د سهار ۸:۰۲ بجې دي خو نوموړی باید د معمول په څېر سهار اته بجې یادې سیمې ته لاړ شي، چېرته چې رسامي زده کوي.

اشیانه یو نادولتي سازمان دی چې هغو بې سرپناه ماشومانو ته چې د سړک پر سر کار کوي، د زده کړو زمینه برابروي او د غرمې ډوډۍ ورکوي.

د یاد سازمان د مدیر په خبره: ((موږ دلته د سړک پر سر هغو ماشومانو ته چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای ښوونځي ته لاړ شي، خو غواړي زده کړې وکړي، ښوونځي ته د تګ زمینه برابروو او په هغې برخه کې چې دوی یې علاقه او استعداد لري، پرې ډېر کار کوو. خو زموږ ټولیزه موخه داده چې یاد ماشومان پر ځان بسیا شي.))

اشیانې ته د احمد راتګ هم بشپړ ناڅاپي و، یوه ورځ هغه پر کراچۍ بوخت و او شخصي توکي یې په کې لېږدول چې د دغه سازمان ټولنیزو کارکوونکو لیدلی، دوی ته جالبه وه، یوه ماشوم په دومره کم عمر له بار ډکه کراچۍ لېږدوله، له هغه پوښتنه کوي: ښوونځي ته ځې؟ وايي نه، بیا پوښتنه ترې کوي: ایا غواړې ښوونځي ته لاړ شې؟ وايي هو. احمد دوه کاله مخکې د اقتصادي ستونزو له امله ونه شو کړای ښوونځي ته دوام ورکړي، خو اوس یې نوي فرصت دروازه ټکولې ده. د یاد سازمان ټولنیز کارکوونکي د احمد له کورنۍ سره له خبرو وروسته نوموړي ته د اشیانې غړیتوب ورکوي.

په یاد سازمان کې بېلابېلې څانګې شته؛ له کمپیوټري او خطاطۍ برخو نیولې تر رسامۍ او میناتورۍ برخې چې هر شاګرد د خپلې خوښې مطابق یوه ټاکي او په هغه برخه کې کار کوي.

احمد له دې منځه رسامي ټاکلې او له کلونو راهیسې یې له دې برخې سره ډېره مینه درلوده. اوس اشیانه کې تر شپږ میاشتو زده کړو وروسته تل پر خپله رسامیو کار کوي او په دې برخه کې یې ډېر استعداد پیدا کړی دی.

د اشیانې یوه ښوونکي احمدشاه وویل: ((اسکجي «د رسامۍ خامه چې یو رسام د کار د پیل پر مهال ترې استفاده کوي» چې احمدجان پر خپلو کاغذونو د رسم لپاره پرېږدي، آن زه هم نه شم کولای.))

احمد چې پر خپل پنسل یې رسم کاوه، وویل: ((غواړم ښه رسامي زده کړم او په راتلونکي کې مشهور رسام شم، غواړم د نړۍ د مشهور رسام «لیوناردو داوینچی» په څېر شم.))

هغه چې تر اوسه ماشوم دی خو ژوند له داسې شرایطو سره مخ کړی چې په ځان کې یې د لویانو صفتونه پیدا کړي. هغه د خپلې راتلونکې په اړه داسې وايي: ((نه غواړم چې تل بارونه انتقال کړم او پیسې ترلاسه کړم، غواړم زده کړې وکړم او یوه ښه لایق انجنیر شم.))

احمد وايي، خپل ټولګي کې د (الف) درجه کې راغلی او هڅه به وکړي چې تر پایه په همدې درجه پاتې شي.

د احمد ټولګیوال، ملګری او د کرکټ لوبې همکار محمدشاه د نورو ټولو ټولګیوالو په پرتله له احمد سره صمیمي دی او نوموړی ته ورته د ژوند کیسه لري. خو نوموړی پلاستکونه پلوري، له رسامۍ سره ډېره مینه لري او ښایسته رسمونه کوي، خو سربېره پر دې هم د احمد کارونه ستايي او وايي: ((د رسامۍ مهارتونو د زده کولو برخه کې له ما سره د احمد رول له استاده کم نه و او له هغه مې ډېر مهارتونه زده کړي دي.))

له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې دي، د ډوډۍ خوړلو وخت دی، احمد او یو بل ملګری یې چې د اشیانې غړیتوب لري، له ډوډۍ وروسته درانه کارونه کوي څو کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

احمد بايد له ډوډۍ له خوړلو وروسته کور ته لاړ شي او خپله کراچۍ واخلي او کار وکړي. دی او ورور یې په یوه کراچۍ کار کوي او یوازې او د کور نفقې پيدا کولو لپاره همدوی کار کوي. په حقیقت کې احمد د کور نفقې مسووليت د احمد پر غاړه دی؛ ځکه مشر ورور حامد يې، رواني ستونزې لري او يوازې کله چې احمد ناروغ وي او يا د کوم دلیل په وجه کار ته لاړ نه شي، نو ورور يې کار ته دوام ورکوي څو د کور ورځنۍ اړتياوې پوره کړي.

د احمد پلار چې د کابل په منډوي کې جوالي توب کوي، د ډېرو وزنونو پورته کولو له امله “ډسک کمر” شوی او له درې ځلې جراحي عمليات وروسته لا هم نه شي کولای چې ان کم  وزن هم پورته کړي، دا خو لا څه کوې چې بېرته منډوي ته لاړ شي او جوالي توب وکړي. خو د احمد مور وايي چې کلونه کلونه يې دوبي توب کړی او ډوډۍ يې پلورلې، اوس يې د ملا مهرو د خرابېدو له امله نه شي کولای چې د پخوا په شان کار وکړي، د اميد سترګې يې احمد ته دي او وايي: ((زموږ د اميد سترګې احمدجان ته دي، څو کور ته يوه مړۍ ډوډۍ راوړي او له دې پرته، د خوړو لپاره څه نشته.))

په داسې حال کې چې په سترګو کې يې اوښکې راغلې وې، ويې ويل: ((احمد تر اوسه د خلکو له خوا ورکړې جامې اغوندي.))

د احمد د مور په وينا، هغه په خپله کورنۍ ګران دی او له خپلو نورو وروڼو او خويندو سره يې ډېر ښه چلند کوي، هيڅکله يې پلار او مور نه دي خپه کړي او هغه پر ټولو ګران دی.

خو احمد نور مسووليت هم لري، بايد د کور کرايه چې د مياشتې درې زره افغانۍ کېږي، پرې کړي، په داسې حال کې چې که ښه کار وکړي نو ورځنۍ عايد يې ۱۵۰ افغانۍ دی، خو داسې ورځې هم راځي چې ښايي کم کار وکړي او يا هيڅ کار ونه کړي.

له موره مو يې وپوښتل، که کومه ورځ احمد کور ته پيسې را نه وړي، څه کوئ؟ ویې ويل: ((خدای ته صبر کوو او ګوزاره کوو.)) دې دغه راز اشيانې ته د احمد لېږلو دليل خپلې اقتصادي ستونزې وبللې او ويې غوښتل چې د کورنۍ يو غړی به يې د ورځې له کوم احسان پرته يو وخت ډوډۍ وخوري.

اوس د ماښام پنځه نيمې بجې دي، هوا تياره ده او له برېښنا پرته لار نه ليدل کېږي. احمد معمولاً تر همدې وخته کار کوي. له سهاره تر دې وخته توانېدلی چې ۱۲۰ افغانۍ وګټي. د خپلې کورڼۍ د ستونزو حلولو له امله هيڅ پيسې نه لري، خو لږ تر لږه کولای شي چې خپله کورنۍ په همدې شپه له لوږې وژغوري، لس ډوډۍ اخلي او د کور پر لور ځي. شل پاتې افغانۍ يې مور ته ورکوي، څو وروسته په کور کې ورته اړتيا پيدا نه شي او خپل مسووليت يې رفع کړی وي.

دا د احمد د يوې ورځې کيسه وه، هغه هره ورځ په همدې ډول تېروي؛ کله له دوه سوو افغانيو سره او کله له ۱۵۰ افغانيو سره او کله هم له سل افغانيو او کله بيا تش لاس کور ته ځي. خو د ده لپاره يوازېنی وخت چې په اشيانه کې يې لري او پر رسامیو يې کار کوي، له خوښيو ډک دی. موږ بايد هېر نه کړو، هغه چې کله په کور کې هم وي، ډېر وخت رسامي کوي او هره ورځ هڅه کوي چې په دې برخه کې ډېره وړتيا پيدا کړي.

خو احمد له دې ټولو سره سره لوړ همت لري، د ځان لپاره يې موخه ټاکلې او ډاډه دی چې خپلې موخې ته به رسېږي او دا له حقیقته لرې هم نه ده. د داسې عمر ماشوم تر اوسه توانېدلی چې دا ټولې سختۍ تېرې کړي. د ده رسامۍ دا په څرګند ډول وايي چې احمد سره له دې چې د ډېری نورو افغان ماشومانو په شان سختې ورځې تېروي، بالاخره به خپلو هيلو ته ورسېږي.

Visits: 117

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.