کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰): د پژواک خبري اژانس له لوري له ١٥ بېلابېلو رسنيو راټول شوي معلومات ښيي چې په دغو رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو حضور تر ٥٠ سلنې ډېر کم شوى دى.
د پژواک خبریال په تېرو شلو ورځو کې دغه معلومات، له ١٥ بېلابېلو رسنیو چې په ناڅاپي ډول انتخاب شوې، راټول کړي دي.
دغه معلومات له تصویري، صوتي او چاپي رسنیو لکه اریانا ټلوېزیون، ژوندون، تمدن، اریانا نیوز، اینه، ارزو، نور، مرکزي چین، راه فردا او غزل راډیو او ټلوېزیون. اریانا راډیو، سراهنګ، غزل؛ د انیس ورځپاڼې او پیک افتاب خبري اژانس څخه د دغو رسنیو له مسوولینو او یا د رسنیو له کارکوونکو سره د مرکو له لارې راټول شوي دي.
د یاو رسنیو مسوولین وايي، د رسنیو اقتصادي ستونزې، د کار د بیا پیل لپاره د کورنیو له لوري اجازه نه ورکول، بهر ته د یو شمېر خبریالانو تلل او دغه راز د ځینو محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې یادې ښځینه خبریالانې بېرته خپلو کارونه ته حاضرې نه شي.
هغه رسنۍ چې د ښځو حضور په کې ډېر کم دی
د دې معلوماتو پر بنسټ، پیشګام او راه فردا ټلوېزیونونه د دغو ارقامو په سر کې دي چې تر ټولو ډېر کموالی په کې راغلی دی.
پیشګام ټلوېزیون چې مخکې ۱۵ ښځو او نجونو یې په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، اوس هيڅ ښځینه کارکوونکې نه لري.
د یاد ټلوېزيون د خبر برخې د مدیر مرستيال وحيد نويسا وويل، د کورنیو له لوري اجازه نه ورکول، له بدلون وروسته رامنځته شوي فضایي محدودیت او د رسنيو اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې دغه ښځې بېرته خپلو کارونو ته ور ونه ګرځي.
هغه رسنۍ چې ډېر لږ کموالی لري
د دغو معلوماتو له منځه، یوازېنۍ رسنۍ چې هیڅ ډول توپیر نه دی په کې راغلی او اوس هم د تېر په ډول دوه ښځینه کارکوونکې لري، انیس ورځپاڼه ده.
د دې ورځپاڼې مسوول مدیر احمد شاکر ضربي وایي: «هغه دوه مېرمنې هم په اوونۍ کې یو ځل د خپلې حاضرۍ لاسلیکولو لپاره راځي.»
بلخوا ضربي د خپلې ورځپاڼې د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، اوس د انیس ورځپاڼې خپرونې له ورځې اوونۍ ته اوښتې او په اوونۍ کې یوازې یو ځل د دوی ورځپاڼه چاپېږي.
هغه په رسنیو کې د ښځو پر حضور د ټینګار ترڅنګ وویل: «کله چې یوه رسنۍ وغواړي د نجونو د ښوونځي یا د روغتون د ښځینه برخې په اړه راپور جوړ کړي، د اسلامي شریعت په پام کې نیولو سره اړتیا ده چې دغه راپور یوه ښځه جوړ کړي.»
د پیک افتاب خبري اژانس خبرياله زهره نوا وايي، د رسنيو كار د پخوا په پرتله د هر چا، په تېره بیا ښځو خبريالانو ته ستونزمن شوى او له ډېرو سختو شرايطو سره مخ دي.
د هغې په اند، دا خو د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ښکاره بې عدالتي ده چې د اوسنیو چارواکو له خوا ترسره کېږي.
د هغې په وينا، دغه خبري اژانس د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په فعاليت پيل کړی دی. هغه وايي چې په لومړيو کې په یاده رسنۍ کې ١١ مېرمنو کار کاوه، خو د وخت په تېرېدو سره د محدوديتونو لګېدو او ځاني امنيت د نشتوالي له امله خپلو دندو ته رانه غلې او دا مهال په دې خبري اژانس کې یوازې څلور ښځې کار کوي.
د هغې په باور: «د بیان ازادي حق له خلکو اخیستل شوی او لکه څنګه چې مخکې به خلکو د بې عدالتیو، نابرابریو، ظلم او استبداد پر وړاندې خپل غږ اوچتاوه او د عدالت غوښتنه به یې کوله، اوس یې نه شي کولای.
نوموړي د استاد جلال د نیولو قضيې ته په اشارې سره زياته کړه: «که اوس څوک د نظام پر ضد خبرې وکړي، نیول کېږي.»
نوا، د اوسني حکومت له مسوولینو غواړي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، له ښځینه خبریالانو د فعالیت او معلوماتو ته د لاسرسي حق وانه خلي، پرې دې ږدي چې ښځینه خبریالانې د تېر په شان فعالیت وکړي او د حقایقو په ویلو سره اطلاع رسونه وکړي.
مريم هوتک له تېرو اوو کلونو راهيسې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړی او دا مهال د چين له مرکزي ټلوېزيون سره کار کوي.
له هغې مو په دې ورځو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه وپوښتل، خو وايي: «دا مهال رسنۍ تر سانسور لاندې دي او معلوماتو ته لاسرسی خورا محدود شو دی.»
څه موده مخکې چې په کانونو او پټرولیم وزارت کې یوه ناسته جوړه شوې وه، د دغه وزارت مسوولینو هغې او دوو نورو ښځینه خبریالانو ته اجازه نه وه ورکړې څو خبري پوښښ ته یې ورشي.
هوتک دې پېښې ته په اشاره وایي: «کله چې په يوه خبري ناسته کې د ګډون اجازه در نه کړل شي، نو څنګه کولای شو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه خبرې وکړو.»
د هغې په اند، اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى، پر ښځينه خبريالانو محدوديتونه او د ښځو پر وړاندې د اوسنيو چارواکو دوه مخى لید، د ښځينه خبريالانو د کار پر وړاندې له جدي ستونزو دي.
علینا رسا چې د غزل راډیو ټلوېزیون خبریاله وه، وایي: «په هغې رسنۍ کې چې ما د خبریالې په توګه کار کاوه، د یوې ښځې له خوا مدیریت کېده چې اوس غیر فعاله ده، نو له همدې امله مې د خبریالې په توګه خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس بېکاره یم.»
د هغې په خبره، په جوزجان ولايت کې مخکې شپږو مېرمنو د توليد او خبري راپورونو جوړولو په برخه کې په رسنيو کې کار کاوه، خو د اوسني حکومت له راتګ وروسته یې دنده پرېښوده، يو شمېر یې له هېواده ووتلې او د ځينو نورو بیا اوسني مسوولین په رسنیو کې د خبریالانو په توګه د دوی د کار خنډ ګرځېدلي دي.
فريده امیني چې د باور خبر رسونې په مرکز کې یې کار کاوه، اوس په المان کې ده او وایي، «اوس په افغانستان کې نارينه خبريالان خوندي نه دي، ښځې خبريالانې خو لا پر ځای پرېږده.»
که څه هم هغه له هېواده لرې ده، خو ویې ویل: «تل د خپلو هم مسلکانو په اړه اندېښمنه یم؛ ځکه پوهېږم چې دوی په کوم وضعیت کې دي او له کوم حالته تېرېږي.»
په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعات امره بنفشه نعیمي وایي چې مخکې ١٨ ښځو د دغه ولايت په ملي او سيمه ييزو رسنيو کې کار کاوه؛ خو د اوسني حکومت په راتګ سره دغه شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.
د هغې په خبره: «یو شمېر ښځې د اسلامي امارت د غړو له خوا د زیان له وېرې اوس پر کور ناستې دي او نور نه غواړي خپلو رسنیزو کارونو ته دوام ورکړي.»
د رسنیو ملاتړي بنسټونه
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې اجرائيوي رييس حجت الله مجددي وایي، د بې سرحده خبريالانو (RSF) او د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې (AJIA) له خوا راټول شوي ارقام ښيي چې په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو سره، تر ٤٠ سلنه ډېرې رسنۍ تړل شوې دي او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې او د رسنیو همکاران بېکاره شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، د رسنیو د فعالیت بندېدل او کمېدل په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار د پام وړ اغېز کړی او په افغانستان کې د رسنیو د ۲۴۹۰ ښځینه کارکوونکو له ډلې د جګړې له زور اخیستو مخکې، په ځانګړې توګه د زمري له ۲۴مې وروسته، اوس مهال یوازې ۴۱۰ ښځینه خبریالانې فعالیت لري؛ يعنې له هرو پنځو ښځو څلور يې بېکاره شوې دي.
د یاد راپور له مخې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۱۵ ولایتونو کې یې هيڅ ښځینه خبریاله نشته.
په ورته مهال، د افغانستان د رسنیز بنسټ اجرائیوی رییس دل اغا قاسمي وايي چې په دې وروستیو کې بې له شکه چې د ښځینه خبریالانو حضور کم شوی دی.
هغه د خبريالانو، په ځانګړي ډول د ښځينه خبريالانو خونديتوب، د بودجې د کمښت له امله د رسنيو تړل کېدل او دغه راز د تخلیې بهیر هغه لاملونه بولي چې په رسنيو کې یې د ښځو حضور کمرنګه کړی دی.
قاسمي په دې برخه کې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، اوسني حکومتي او د رسنيو مسوولين بايد د ښځو هڅونې او د هغوى د امنيت او امتيازاتو په برابرولو کې ډېره پاملرنه وکړي، څو هغوى بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي.
نوموړی دغه راز د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې د ښځينه خبريالانو د مسلکي کولو په برخه کې هڅه وکړي څو رسنۍ د ښځينه کارکوونکو له کموالي سره مخ نه شي.
بلخوا د افغانستان د ازادو راډيوګانو او ټلوېزيونونو د همغږۍ مرکز مسوول امان الله نصرت وايي، وروستيو بدلونونو د رسنيو په ګډون ټول بنسټونه اغېزمن کړي، له همدې امله ډېری خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د هغه په اند، د ښځینه خبریالانو کمښت به په ټولنه کې هم منفي اغېز ولري.
نصرت دغه راز زیاته کړه: «دا تمه شته چې د سرپرست حکومت له مسوولینو سره د یوې هوکړې له مخې به د رسنیو ازادي تضمین او هغه ستونزې چې دا مهال خبریالان ورسره مخ دي، له منځه ولاړې شي.»
خو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، اسلامي امارت د رسنیو په تړلو کې هیڅ رول نه لري او هغه رسنۍ چې نن غیر فعالې دي، لامل یې دا دی چې هغوی په «بهرنیو ګټو» تکیه وې.
هغه د کانونو او پټرولیم وزارت د اتفاق په اړه چې ښځینه خبریالانو ته یې د پوښښ اجازه نه وه ورکړې، وایي، «استثنایي موارد شته، خو په ټوله کې د رسنیو له کار سره کومه ستونزه نشته او ټول خبریالان که نارینه وي او که ښځینه، کولای شي د اسلامي اصولو په مراعاتولو سره خپلو رسنیزو کارونه ته دوام ورکړي.»
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن