ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دقیق: معلولینو او یتیمانو ته د جرمني او اروپایي هېوادونو پام را اړولو لپاره هڅه کوم

دقیق: معلولینو او یتیمانو ته د جرمني او اروپایي هېوادونو پام را اړولو لپاره هڅه کوم

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۰): سلطان مسعود دقیق سربېره پردې چې د ګزک سیمې له کثافاتو د ګټې اخیستنې پروژو په تړاو یې د کابل ښاروالۍ مرستیال سره تخنیکه ناسته وکړه، وایي، د معلولینو او یتیمانو د ژوند ښه کولو لپاره د جرمني او اروپایي هېوادونو پام را اړولو لپاره هڅه کوي.

په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق – چې د کب پر ۱۵مه له جرمني څخه کابل ته راغلی-  نن یې «ګزک» سیمه کې له کثافاتو د ګټې اخیستنې پروژو په تړاو د کابل ښاروالۍ له مالي او اداري مرستیال مولوي عصمت الله عاصم سره د درېيم ځل لپاره ولیدل.

هغه وړمه ورځ له یادې سیمې څخه د لیدنې پر مهال ویلي و چې له شته کثافاتو د ګاز او انرژۍ د تولید لپاره د ګټې اخیستنې پروژې د تمویل لپاره هڅې کوي.

ده د کابل ښاروالۍ له مرستیال سره په لیدنه کې وویل چې په یاده سیمه کې د خلکو روغتیا مهمه ده، ځکه هلته خلکو ته د پوستکي ناروغۍ پیدا شوې دي.

هغه وایي، په سیمه کې د کثافاتو د اوبو مخنیوی ضروری دی چې د ځمکې له نورو اوبو سره یو ځای نه شي.

دقیق یو وار بیا وویل، لومړی د یادو کثافاتو کنټرول مهم دی چې نورې ستونزې ترې پیدا نه شي او له هغه وروسته بیا د ګاز تولیدولو لپاره فابریکې جوړول اړین دي چې ګټه ترې واخیستل شي او دا دوه مختلفې پروژې دي.

د هغه په وینا، د کثافاتو له ګټې اخیستنې وړاندې، د پلاستیکونو او نورو توکو جلا کول هم مهم دي او د یادو ستونزو د حل لپاره په عاجل ډول د تمویل هڅه کوي، خو د هغې لپاره د لومړنیو څېړنو لوستل اړین دي.

د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال مولوي عصمت الله عاصم وویل چې لومړی د کثافاتو له سیمې څلور کیلومتره کورونه لرې و، خو اوس د هغه په وینا، کثافاتو ته نږدې په خپلسر کورونه جوړ شوي دي.

دی وایي، د کثافاتو له امله طبعا ستونزې جوړیږي، خو هڅه کوي چې په سیمه کې د ناروغیو مخنیوی وکړي.

هغه یو وار بیا دقیق ته ډاډ ورکړ چې له کثافاتو د ګټې اخیستنې په صورت کې به ټول هغه امکانات – چې ښاروالۍ سره دي – برابروي.

عاصم هیله څرګنده کړه چې د ګزک له کثافاتو د ګټې اخیستنې کار ژر په منظم ډول پیل شي.

ده دقیق ته وویل: «څنګه چې د اسلامي امارت مرستیال مولوي عبدالکبیر درته ویلي، موږ هم وایو چې د ښاروالۍ په برخه کې هم زموږ استازي یاست.»

د یادونې وړ ده چې پژواک د روان کال د سلواغې پر ۲۷مه راپور خپور کړ چې مخکني حکومت د ګزک سیمې ته د کثافاتو د نه لېږدولو امر کړی و، خو پلی نه شو، لا هم دغې سیمې ته کثافات وړل کېږي او د سیمې ځینې کسان ادعا کوي چې دغو کثافاتو ورته روغتیایي ستونزې پیدا کړې دي.

ښاروالۍ ویلي و چې د کثافاتو له امله خلکو ته د ناروغیو پیدا کېدو په اړه دوی ته چا شکایت نه دی کړی، په پرله پسې ډول ګزک ته د عفونت ضد درمل استوي او د ناروغۍ موضوع به هم د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړي، څو مخه یې ونیول شي. ښاروالۍ هغه مهال ویلي و چې د ګزک سیمې ته، د کثافاتو لېږد لړۍ به ډېر ژر ودروي.

د يوه بل خبر له مخې، سلطان مسعود دقیق نن (شنبه) د شهيدانو او معلولینو وزارت له سرپرست مولوي عبدالمجید اخوند سره ولیدل.

ده په دغه لیدنه کې وویل چې افغانستان کې د معلولینو او یتیمانو د ژوند ښه کولو لپاره د جرمني او اروپایي هېوادونو د بشري مرستو او ځانګړي پام لپاره هڅه کوي.

مولوي عبدالمجید اخوند دقیق ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل چې اوس هېواد کې هېڅوک د جنګ خبر نه اوري، نو د ابادۍ وخت را رسېدلی دی.

دی وایي، له دغه وزارت سره ۷۰۰زره یتیمان، ۱۷۰زره معلولین او ۱۵۰ زره کونډې ثبت دی.

هغه زیاته کړه چې وزارت د یادو زیانمنو کسانو ژوند ښه کولو لپاره پروګرامونه لری، خو امکانات نشته، نو له همدې امله په دې برخه کې د مرستندویانو پام راجلبول غواړي.

مولوي اخوند زیاتوي، د کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره کار کول بشري مرستو ته اړتیا لري او دا مسئله باید د حکومت رسمیت پېژندلو پورې ونه تړل شي.

سلطان مسعود دقیق هم وویل چې بشري مرستې یوازې اړمنو کسانو لپاره نه دي، بلکې د معلولینو او کونډې لپاره هم دي چې دې برخې ته باید پام وشي.

دی وایي، د ابادۍ لپاره یو بل ته باید لاس ورکړل شي او یووالی واوسي، د همدې لپاره هېواد ته راغلی ترڅو د معلولینو، یتیمانو او کونډو د ژوند ښه کولو لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ابادۍ لپاره کار د هر افغان مسوولیت دی او دی به هم په ځانګړې ډول په دې برخه کې د جرمني او اروپایي هېوادونو پام را واړوي.

دقیق زیاتوي، هغه فابریکه چې د معلولینو لپاره مصنوعي لاسونه او پښې جوړوي، که هېواد کې جوړه شي او معلولین په کې خپله کار وکړي، نو د معلولینو ژوند کچه به ورسره ښه شي.

هغه د شهيدانو او معلولینو چارو له مسوولینو څخه د دغه وزارت د ستونزو په اړه معلومات وغوښتل چې په لیکلي ډول یې ورسره شریک کړي.

د یاد وزارت مسوولینو له دقیق وپوښتل چې څنګه دغه معلولین، یتیمان، کونډې او وزارت پرځان بسیا شي؟

دقیق یې په ځواب کې وویل: “داسې یو روغتون چې ترڅنګ یې د فارمیسي یوه فابريکه هم وي، که جوړه شي چې درمل تولید کړي، خو د درملو عواید باید په درېیو برخو لکه د روغتون او فابریکې په لګښتونو، یوه برخه به د وزارت ونډه او درېیمه برخه به معلولینو، یتیمانو، اړمنو او کونډو ته د روغتیا لپاره ولګول شي.”

د وزارت مسوولینو وویل، مهمه نه ده چې هېوادونه دې حکومت ته پیسې ورکړي، خو په دقیق اعتماد او باور لري چې کولی شي خلکو ته یې په مستقيم ډول ور رسوي.

Visits: 399

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.