ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د یو شمېر تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نيول شوې ده

ننګرهار کې د یو شمېر تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نيول شوې ده

author avatar
17 Mar 2022 - 11:37
ننګرهار کې د یو شمېر تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نيول شوې ده
author avatar
17 Mar 2022 - 11:37

[restrict paid=”true”]

جلال اباد (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ پوليسو د ۴۱ قلمه تاريخي، نيمه تاريخي او فرهنګي اثارو د قاچاق مخه نيولې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري نور محمد حنيف پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنیې قوماندانۍ پوليسو د تالاشۍ پر مهال يو شمېر تاريخي او فرهنګي اثار له قاچاقه ژغورلي او دوی ته يې تسليم کړي دي.

هغه زياته کړه، په دغو اثارو کې له زېړو، سپینو زرو او فلزاتو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نيزې، له مريو جوړې غاړکۍ، کلتوري جامې او ډول ډول کلتوري اثار شامل دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په ورته وخت کې خبر ورکړ چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې د فرهنګ او تاريخي اثارو يو موزيم هم پرانيستل شي.

هغه وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري په راتلونکو څو مياشتو کې د سراج المعارت تاريخي ودانۍ په لومړي پوړ کې د ختيځ زون موزيم جوړ او پرانېزي چې ياد اثار او يو شمېر نور تاريخي او فرهنګي اثار به په کې ساتل کېږي.

[/restrict]

Views: 69

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.