کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱): د افغانستان کابینې د حکومتي ادارو د زیاتو لګښتونو پر مخنیوي ټینګار کړی او اقتصادي کمېسیون ته یې دنده سپارلې چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.
د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي: «د ۱۴۴۳ هـ ق د شعبانالمعظم پر ۱۶ مه (د کب ۲۸مه) نېټه د عالیقدر امیرالمؤمنین په مشرۍ د اسلاميامارت د کابینې غونډه په کندهار ولایت کې دایره شوه چې درې ورځې یې دوام درلود.»
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه چې امارتي ادارې دې له زیاتو لګښتونو ډډه وکړي، د زکات او عشر راټولولو او پر ځای لګولو لپاره دې هڅې وشي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، شیخ هبةالله اخوندزاده په دغه غونډه کې ویلي، که وس او توان یې وشي فرد، فرد افغان ښځې او نر ته به معاشونه مقرر کړي؛ ځکه د خپل بېچاره ولس ستونزې او سختۍ درک کوي، خو دا چې لا تراوسه د اسلامي امارت اقتصاد کمزوری دی، نو باید ولس له خپل نظام سره مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې په غونډه کې د ادارو په قوانینو، کړنو، له خلکو سره په تعامل او اقتصادي ستونزو ته د حل لارو پیدا کولو په اړه، مهمې پرېکړې وشوې.
سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې په نشهیي توکو د روږدو کسانو د راټولولو او د هغوی د ښې درملنې او په هیواد کې د نشهیي توکو د پیر او پلور د مخنیوي او یو لړ نورو مهمو مواردو په اړه هم، لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینې لیکلي، په غونډه کې د ریاستالوزراء مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي، ترڅو د برېښنا د تولید، سړکونو جوړولو او د کانونو په سمه توګه استخراج ته لاره هواره شي او د ټولو سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو او برنامو لپار تر خپل وسه اسانتیاوې برابرې کړي.
د خبرپاڼې لهمخې، د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ادارې کمېسیون ته دنده ورکړل شوه چې د اداري سیستمونو د اصلاح او په مالي او نورو برخو کې د کاغذپرانۍ او ستونزو د لرې کولو په موخه، لازم ګامونه واخلي او بیا یې د مشرتابه له مقام سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده، په دغه غونډه کې د رئیسالوزرا او د هغه د مرستیالانو په ګډون، د دفاع، کورنیو چارو، اوقافو، اقتصاد، مالېې، عدلیې، ټولګټو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، د کلیو او پراختیا، مخابراتو، کار او ټولنیزو چارو، لوړو زدهکړو، پوهنې، کانونو او پټرولیم، کرنې، عامې روغتیا، سوداګرۍ او هوانوردۍ وزیرانو، د سترېمحکمې قاضيالقضات، د استخباراتو، علومو اکادمۍ، چارو ادارې او احصایې، د افغانستان بانک او سرېمیاشتې رئیسانو، کابل ښاروال او د حکومت ویاند ګډون کړی و.
Views: 84
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن