منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۰ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کابینه

۳۶ راپورونه

راپورونه

غړي

حکومت: بهر کې د بندي افغانانو خلاصون لپاره له اړوند هېوادونو سره خبرې کوو

د سرپرست حکومت د کابینې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره یې لارې چارې ولټوي.

غړي

کابینې د پنځم مکروریان پروژې بېرته پیلېدو لپاره د حل‌لارې لټولو سپارښتنه کړې ده

ریاست الوزراء وایي چې د کابینې به دولسمه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کندهار د جامعه عمر مسجد او کابل کې د پنځم مکروریانو د جوړولو پاتې چارې دې پیل کړي.

غړي

کابینې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نصابونو ژر جوړولو سپارښتنه کړې ده

کابینې د پوهنتونونو او ښوونځیو د نصاب جوړولو په اړه ګمارل شوې کمېټې ته دنده سپارلې چې د نوو نصابونو جوړولو چارې ګړندۍ کړي او د نرخونو کنټرول له کمېسیون څخه یې هم غوښتي چې د افغانۍ ارزښت لوړوالي ته په کتو د بیو کنټرول په اړه لازم اقدامات وکړي.

غړي

کابینه: د لویولارو په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ شي

کابينې د دې ترڅنګ چې له ۱۳۸۱ څخه د ۱۳۸۹ کال تر پایه د ملکیتونو مالکينو ته د کرايو په برخه کې د مالياتي باقيدارۍ معافیت تصویب کړی، د ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د لويولارو په هرو سلو کیلومترو کې يو جومات جوړ کړي.

غړي

کابینه: دولتي ادارو کې دې د امکان تر بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه واخیستل شي

کابینې په ټولو دولتي ادارو کې د امکان تر بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ګټې اخیستنې پرېکړه کړې او یو پلاوی یې ټاکلی چې د سالنګ تونل له لارې دي د تګ راتګ ستونزو حل ته طرحه جوړه کړي.

غړي

کابینه: د متقاعدینو د حقوقو د اجرا موضوع دې وڅېړل شي

کابينې د دې ترڅنګ چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير په مشرۍ په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره پلاوی ګومارلی، ويلي چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون دې د متقاعدینو د حقوقو د اجرا موضوع وڅېړي.

غړي

کابینه: موظف پلاوی دې بهرمېشتو افغانانو ته د تذکرو وېش، تاییدي او د بیې څرنګوالی وارزوي

د افغانستان کابینې ځانګړو پلاوو ته دنده وسپارله چې د «امارتي کارکوونکو او مسوولینو» د ګومارنې او ګوښه کولو اسناد او اصول او بهرمېشتو افغانانو ته د تذکرو وېش، تاییدي او د بیې څرنګوالی وارزوي.

نور راپورونه