Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس مرکزونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): کابینې پرېکړه کړې چې د هېواد پنځو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته‌بندۍ، بارګیرۍ او تخلیې لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د مرکزونو جوړېدو عملي چارې پیل شي.

د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کابینې په یوویشتمه غونده کې چې د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه، د یو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي: «دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته‌بندۍ، بارګیرۍ او تخلیې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د دې چارې لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تصفیې او د مشرتابه مقام له حکم وروسته عملي چارې پیل شي.»

دغه راز، د کابینې په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنیزو کمپلکسونو جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته وسپارل شوه چې د دغه معاونیت له نظر وروسته تایید او د مشرتابه مقام ته دې د منظورې لپاره وړاندې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.