Language

کابینه: له زرهي وسایطو د ګټې اخیستنې موضوع دې وڅېړل شي

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): کابینې د نورو پرېکړو ترڅنګ پلاوی ګومارلی چې له زرهي وسایطو ګټه اخیستنه او د وسلو ګرځولو د جواز ورکولو څرنګوالی وڅېړي.

د سرپرست حکومت د چارو ادارې نن (چهارشنبه) په خبرپاڼه کې د پورتني مطلب ترڅنګ لیکلي، د کابینې ۳۶مه غونډه د ریاست‌الوزراء‌ سیاسي مرستيال او کفیل مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د چنګاښ په ۱۹مه ترسره شوه.

login or register a new account.