کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د کابینې په غونډه کې هېواد کې د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي په اړه د هر اړخیز بحث ترڅنګ پرېکړه شوې چې د اوبو د تصفیې شرکتونه دې له ښارونو لرې د اوبو سرچینو ته څېرمه خپل فعالیت وکړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د رییسالوزرا ملامحمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې اولسمه غونډه جوړه شوه.
سرچینې لیکلي چې په یاده غونډه کې په هېواد کې د اوبو ضایع کېدو مخنیوي په اړه هر اړخېز بحث وشو او د اوبو او برېښنا وزارت په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی راپور دې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اوبو تصفیې شرکتونو دې له ښارونو لرې د اوبو سرچینو ته څېرمه د اوبو د تصفیې لپاره کار وکړي څو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP