ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د اچين او نازيانو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د رغنيزو پروژو غوښتنه کوي

د ننګرهار د اچين او نازيانو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د رغنيزو پروژو غوښتنه کوي

author avatar
23 Apr 2022 - 15:35
د ننګرهار د اچين او نازيانو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د رغنيزو پروژو غوښتنه کوي
author avatar
23 Apr 2022 - 15:35

جلال اباد (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت په اچين او نازيانو ولسواليو کې د تېرو جګړو له امله له سیمې بې ځايه شوې کورنۍ وايي، حکومت دې ورسره خپلو مېنو ته د ستنېدو په برخه کې مرسته او په سیمو کې دې ورته رغنیزي پروژې پیل کړي.

بلخوا د دغه ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست چارواکي وايي، ډېر ژر به په یادو ولسواليو کې بې ځايه شويو ته د سرپناه، بشري مرستو، پاکو اوبو او نورو برخو کې د مرستو رسولو چارې پيل شي.

تېرکال د سختو جګړو له امله د نازيانو ولسوالۍ له سپينې ژۍ او د اچين ولسوالۍ له باندر سيمې څخه سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې.

د سينې ژۍ يوه اوسېدونکي غلام رسول وويل چې په سيمه کې يې جګړې وې، دوی بل ځای ته کډه شوي وو او کورونه يې ويجاړ شوي دي.

دغه راز د اچين د باندر سيمې يوه اوسېدونکي نياز ولي غوښتنه وکړه چې د دوی په سيمو کې دې حکومت رغنيزې پروژې پيل کړي او هم دې ورسره مرسته وکړي چې خپل کورونه بېرته ورغوي او خپلو سيمو ته ستانه شي.

ځینو نورو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د مرستو غوښتنه وکړه؛ څو وکولای شي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په نږدې راتلونکي کې په دغو سيمو کې د رغنيزو پروژو د پيلولو خبر ورکوي.

د کلیو پراختيا رييس مولوي قسمت الله مبارز وايي، يادو سيمو ته د مرستیال والي په مشرۍ يو پلاوی تللی؛ ستونزې يې معلومې کړې دي او ډېر ژر به ورسره د مرستو بهير پيل شي.

نوموړي د نازيانو ولسوالۍ په سپينې ژۍ او د اچين په باندر سيمه کې داخلي بې ځايه شويو کورنيو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو سيمو ته ستانه شي‌.

هغه يادو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې په خپلو اصلي ځايونو کې به ورسره د سرپناه رغونې، بشري مرستو، روغتيا، پوهنې، پاکو اوبو او نورو برخو کې لازمې مرستې  وشي.

د يادونې ده، په تېرو څو کلونو کې د پرله پسې جګړو له مله پر اچين او نازيانو سربېره د ننګرهار له نورو ولسواليو څخه هم زرګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبورې شوې دي.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.