ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نجونو له شپږم پورته ټولګیو نه پیل؛ ناهیلې بهشته یې ژر پیلېدو ته شېبې شمېرې 

د نجونو له شپږم پورته ټولګیو نه پیل؛ ناهیلې بهشته یې ژر پیلېدو ته شېبې شمېرې 

author avatar
24 Apr 2022 - 16:01
د نجونو له شپږم پورته ټولګیو نه پیل؛ ناهیلې بهشته یې ژر پیلېدو ته شېبې شمېرې 
author avatar
24 Apr 2022 - 16:01

کابل (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۱): له شاوخوا اووه میاشتني ځنډ وروسته بېرته ښوونځي ته ځي؛ خو ورته ویل کېږي چې تر بل امره پورې په کور کې و اوسي.

بهشته، سره له دې چې د حکومت له خوا د ژمنو نه عملي کېدو له امله شکایت کوي او ناهیلې ده، لا هم د ښوونځي د پيل اعلان ته په بې صبرۍ انتظار کوي.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت ویاند بهشتې ته ډاډ ورکوي چې ژر به یې پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.

په دغه راپور کې مو د اوسني حکومت له پیله تر ننه د بهشتې د ژوند ۷ میاشتنی انځور وړاندې کړی؛ بهشته د کابل ښار په یوه ښوونځي کې د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده.

هغه په یادو ۱۲ کلونو کې تل د خپل ټولګي اول، دویم او یا درېیم نومره وه. نوموړې هیله لري چې په راتلونکي کې ښه ډاکټره او خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.

سهار ۷ بجې د موبایل ساعت یې کړنګېږي؛ پورته کېږي او ښوونځي د تلو چمتووالی نیسي، د تل په څېر سهارنۍ ته ډېره اشتها نه لري؛ فقط یو ګیلاس شيدې څښي. په ګیلاس کې یې د شيدو وروستی غړپ پاتې دی چې مور یې پرې غږ کوي، «نن ښوونځي ته لاړه نه شې، ولې لاړه نه شي، د نورو ورځو په توپیر نن څه پېښ شوي؟

بهشته یې د مور خبرو ته پام نه کوي، وایي: «هر څنګه چې کېږي زه نن ښوونځي ته ځم، خپلې جامې اغوندي، د بوټونو بندونه تړي او له خدای پامانۍ پرته له کوره وځي، پر ځان یې نه راوړي؛ خو خپل زړه یې هم نن ښه شاهدي نه ورکوي، ښوونځي ته د تګ په موخه هر ګام چې اخلي، زر خبرې یې په فکر کې ګرځي، ځان ته ټکان ورکوي، وېره پټوي او له ځان سره وايي، پیاوړې و اوسه، ته پیاوړې یې.

هغه تل ښوونځي ته پلې راتله او شاوخوا ۲۰ دقیقي لار یې وهله. دا چې له کوره تر ښوونځي واټن زیات و نو تل ستړې کېده. خو نن د اوږدې لارې پر مزل او ستړيا هم نه ده پوه شوې. ښوونځي ته په نږدې کېدو یوې خواته درېږي او له ځانه سره فکر کوي؛ که داسې ورځ راشي چې نور ونه شي کولای ښوونځي ته لاړه شي، څه به کوي؟ دا شپه او ورځ سختۍ یې چې تېرې کړې، څنګه به شي؟ که ونه شي کولای خپلې هیلې ته چې یوه ښه ډاکټره جوړېدل غواړي ونه رسېږي، څنګه به شي؟ ستونی یې ډکېږي، د خپلو اوښکو مخه نه شي نیولی او ژاړي. له بل لوري یې ټولګیواله چې پر څوکۍ یو ځای ورسره کېناسته خواته یې راځي. نه غواړي چې مژګان یې اوښکې وویني. اوښکې یې پاکوي او مژګان ته په سترګو ښه راغلاست وایي او یو ځای ورسره ښوونځي ته ننوځي.

د لومړي درسي ساعت ښوونکې، د ورځي درسي عنوان او ورځنۍ نېټه د تختې پر یوه کونج لیکي. یکشنبه (د زمري ۲۴مه، ۱۴۰۰).

هو نن د ۱۴۰۰ هـ. لمریز کال د زمري ۲۴مه ده. هغه ورځ چې مخکنی حکومت وپرځېد او سیاسي نطام بدل شو. د بهشتې مور له همدې امله ښوونځي ته د هغې د تګ خنډ ګرځېده. له یوې اوونۍ راهیسې جګړې ډېرې شوې او د افغانستان حکومت د ډېرو سیمو له لاسه ورکولو په حال کې دی. دغه راز خبرونه وایي چې یوازې د ګوتو په شمېر ولایتونه د مخکني حکومت په ولکه کې پاتې دي.

نن د بهشتې ډېر کم ټولګیوال ټولګي ته راغلي. سره له دې چې ښوونکې ټولګي ته راغلې، خو درس ورکولو ته هېڅ لېوالتیا نه لري. ښوونکې شګوفه، یوازې د درس عنوان پر تخته لیکي او له ټولګي وځي. مخکې به چې هر کله استادان له ټولګي وتل، بهشتې او ټولګیوالو به یې دومره خبرې کولې چې په سختۍ سره به کولای شول د یو بل خبرې واوري؛ خو اوس سره له دې چې ښوونکې په ټولګي کې نشته، هېڅ څوک خبرې نه کوي او په ټولګي کې یوه ډاروونکې چوپتیا خپره ده. بهشته دا نه شي زغملای چیغه کوي، «څه بلا وهلې یاست؟» هېڅ څوک ځواب نه ورکوي، خپله هم غلې کېږي.

له لږ ځنډ وروسته ورو ورو یو له بله سره خبرې پیلوي؛ خو ټول پر خپل مخ د ښوونځیو دروازو د تړلو په اړه غږېږي. څوک وایي له ښوونځي پرته ژوند بې معنا دی؛ څوک وایي، «هیلې به مې څنګه شي»؛ څوک وایي، «طالبان، مخکني طالبان نه دي او ښوونځيو ته به د تګ اجازه راکوي.» په همدې حال کې، دا ټولې خبرې یوه فرضیه ده؛ هېڅ څوک نه پوهېږي چې واقعاْ څه به کېږي. خو ټول هیله لري چې ښوونځي ته له تګ منع نه شي او خپلو هیلو ته چې لري یې، ورسېږي.

له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې شوې، باید تر اوسه یي درې ساعته درس لوستی وای، خو هېڅ ښوونکې ټولګي ته نه ده راغلې. بهشته د خپل ټولګي استازې هم ده؛ د سر ښوونکي خونې ته ورځي، څو ښوونکې ته یې ووایي چې د دوی ټولګي ته ورشي. خو هلته هم ګوري چې ښوونکې په ښه وضعیت کې نه دي؛ ګواکې دوی هم خپل راتلونکي ته اندېښمن دي او له دې وېرېږي چې نور به ورته د کار کولو اجازه ورنه کړل شي.

بهشته له ټولو هغو ښوونکو چې په سرمعلمیت کې ناستې وې، د ریاضي له استاده غواړي چې ټولګي ته یې ورشي ځکه د ریاضي درسي ساعت لري. خو استاد بهشتې ته وایي، نن یې وضعیت ښه نه دی او نه شي کولای درس ورکړي. خواشینې ټولګي ته راستنېږي او دا خبره خپلو نورو ټولګیوالو ته کوي. پر خپل ځای کیني او خپلې ملګرې مژګان ته چې په څوکۍ ورسره ناسته ده، د ښوونکو له بد وضعیته کیسه کوي. په همدې وخت کې، ښایي ۱۰ دقیقې وروسته یې کاکا جمیل ټولګي ته ننوځي، ظاهراْ ښه وضعیت نه لري او په څېره کې یې له ورایه ویره ښکاري. په داسې حال کې چې ساه یې بندېده، د بهشتې ټولو ټولګیوالو ته په خطاب کې وایي: «کورونو ته لاړې شئ، طالبان راغلل.»

په ټولګي کې وحشتناکه فضا رامنځته کېږي؛ هېڅوک نه پوهېږي چې څه وکړي. د بهشتې ځینې ټولګيوالې چیغې وهي او په ژړا سر شي. حق لري؛ ځکه لومړی ځل دی چې د یوه سیاسي نظام د ړنګېدو شاهدان دي، هغه هم په وسله وال ډول. بهشته او ټولګیوال یې په خورا وېرې، اندېښنې او نا هیلۍ سره ټولګی او ښوونځی پرېږدي.

بهشته هماغه راز چې سهار یې له لرې ښوونځي ته کتلي و بیا ګوري؛ خو اوس یې فکر ته هېڅ نه ورځي، یوازې اوښکې یې بهېږي او په اوښلنو سترګو د کور پر لور حرکت کوي. کور ته له رسېدو سره سم په ژړا شي، د مور په ګډون یې هېڅوک د ډاډګیرنې لپاره یې څه نه شي ویلای. د بهشتې ورور د خپلې خور د ژړا مخنیوي په خاطر په مسخره ډول وايي: ((همدومره زده کړې درته کفایت کوي، تاسو ته درس څه په درد خوري!؟)) خو دا خبرې هم د بهشتې د ژړا مخه نه شي نیولای.

له پرله پسې درېیو ساعتونو وروسته بهشته له ځانه سره فکر کوي: «بالاخره به تر څه وخته ژاړي؟» اوښکې پاکوي، هېڅ نه وايي، یوازې خپل راتلونکي ته فکر کوي او ورته اندېښمنه ده.

د هرې ورځې په تېرېدو ښوونځي ته له نه تلو سره عادي کېږي او له دغه وضعیت سره عادت کوي…

اوس د ښوونځيو له تړل کېدو میاشتې تېرېږي، شاوخوا اووه میاشتې. بهشته په دې دوره کې ځينې وختونه مطالعه کوي او تل یې خبرونو ته سترګې وي چې له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو د پیل خبر واوري؛ خو په دومره وخت کې یې له هیله مندۍ او احتمالاتو پرته د ښوونځيو د پیل په تړاو قطعي خبر نه دی اورېدلی.

له شاوخوا اوو میاشتو وروسته د «د نوي کال له پیلېدو سره د نجونو او هلکانو پر مخ د ټولو ښوونځیو بیا پیل» خبر په اورېدو یې یو ځل بیا هیلې ټوکېږي؛ اصلا نه شي کولای چې د خوښۍ دغه حالت بیان کړي. بالاخره یې هغه خبر واورېد چې اووه میاشتې ورته په تمه وه.

د سه شنبې شپه د وري دویمه نېټه ده، ټاکل شوې سبا له اووه میاشتې ځنډ وروسته نجونې ښوونځيو ته لاړې شي. ټولې ښوونځي ته د تګ تیاری نیسي،  جامې یې سري کړي او د ښوونځي بکسې تیاروي. د شپې ۱۰:۳۰ بجې دي، د اوو میاشتو مخکې په څېر یې یو ځل بیا ښوونځي ته د تګ لپاره د سهار ته د موبایل د ساعت زنګ برابر کړ. له ځانه سره وايي، باید ارام وکړم چې سهار په ارامۍ پاڅېږم، خو له خوښۍ خوب نه ورځي. د سبا په اړه فکر کوي او دا شېبه ښوونځي ته تګ ورته خوب غوندې ښکاري. په همدې فکر کې ده چې ویده کېږي.

د چهارشنبې سهار اووه بجې یې د موبایل برابر شوی ساعت کړنګېږي، له خوبه پاڅي. د بهشتې په خبره، دا له نورو جلا سهار و چې له خوبه پاڅېدلې وه. ښوونځي ته د تګ تابیا نیسي او جامې اغوندي، دغه سهار یې له خوښۍ هېڅ خوړو ته زړه نه کېده، له مور سره مخه ښه کوي او له کوره وځي.

ښوونځي ته نږدې کېږي، هغه ځای ته رسېږي چې اووه میاشتې مخکې ولاړه وه، د ښوونځي لوري ته په کتو یې له سترګو اوښکې بهېږي؛ خو دا د ناهیلۍ او ډار نه بلکې د خوښۍ اوښکې دي. اوښکې پاکوي او ښوونځي ته داخلېږي.

نن د بهشتې ټولې ټولګیوالې ښوونځي ته راغلې دي؛ خوشاله دي او له یو بل سره د تېرو شاوخوا اوو میاشتو خواله کوي. ښوونکې ټولګي ته راځي، دا چې بېرته یې ټول زده کوونکي ویني خوشحاله ده. خو دا خوښي بیا هم پایداره نه ده، څه وخت نه تېرېږي چې سرښوونکې د دولسم ټولګي دروازه ټکوي او تولګي ته دننه کېږي، وايي: ((وزارت اعلان کړی چې تر امر ثاني ښوونځیو ته رانشئ، اوس مو کورونو ته لاړ شئ، هر کله چې وزارت اعلان وکړ بیا راشئ.))

پر ټولو رڼا ورځ تیاره شوه. اصلاْ نه پوهېدلې چې څه وکړي؟ هېڅ یې له لاسه نه کېدل، همدغه ډول امر شوی باید له ښوونځي ووځي. یو ځل بیا هغه وضعیت چې د زمري پر ۲۴مه یې درلود تکرار شو. بهشته له خپلو ټولګیوالو سره له زرګونو ناهیلیو سره له ښوونځي وزي.

له همغې ورځې تر اوسه خبرونه اوري چې د ښوونځیو د اعلان خبر واوري؛ خو دغه اعلان یې تر ننه نه دی اورېدلی، معلومه نه ده چې څه وخت به دغه اعلان کېږي؟ اعلان کېږي او کنه؟ خو یوه موضوع روښانه ده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره نجونې خپل راتلونکی تیاره ګوري او خپلو هیلو ته رسېدل ورته ناشوني ښکاري.

دا  یوازې د بهشتې د تېرو اوو میاشتو کیسه نه ده، زرګونه نجونې په همدې ډول ورځې تېرې کړې او ناهیلې دي؛ خو تر اوسه په تمه دي چې څه وخت به یې ښوونځي پر مخ پرانیستل کېږي.

بهشته وايي: ((هېڅ داسې موجه دلیل نه لري چې موږ دې ښوونځي ته لاړې نه شو؛ موږ په تېرو کلونو کې هم ځانګړی یونیفورم درلود او حجاب مو مراعات کاوه.)) هغه له اوسني حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې ښوونځي خلاص کړي او له دې ډېر دې دوی نه ناهیلي کوي. د نوموړې په خبره، له هغه وخت راهیسې چې ښوونځي ته نه ځي، ژوند یې عادي بڼه له لاسه ورکړې او هره ورځ ښوونځي ته د تګ شېبې شمېري.

د بهشتې د اوو میاشتو کیسه مو د پوهنې وزارت له ویاند عزیزاحمد ریان سره شریکه کړه او له اوسني حکومته مو د نوموړې د غوښتنو په اړه خبره وکړه.

ریان وویل، د افغانستان اوسنی حکومت د یوه مسوول نظام په توګه د هېوادوالو ټولو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده کړو حق ته ژمن دی. نوموړي بهشتې ته په خطاب وویل: ((موږ دغه هیلو او هڅو ته چې زموږ خور په دې موده کې درلودې د قدر په سترګه ګورو او بهشتې خور ته ډاډ ورکوو چې ډېر ژر به یې پر مخ ښوونځي خلاص شي.))

د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د رهبرۍ په کچه ډېرې جدي مشورې روانې دي، څو ډېر ژر یوه طرحه نهايي شي او د ښوونځیو د پیل نېټه اعلان شي.

Visits: 152

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.