ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د کرونا د مخنیوي لپاره د پزې معرفي شوې اسپرې دې د ډاکټر له مشورې پرته نه کارېږي

ډاکټران: د کرونا د مخنیوي لپاره د پزې معرفي شوې اسپرې دې د ډاکټر له مشورې پرته نه کارېږي

author avatar
10 May 2022 - 08:49
ډاکټران: د کرونا د مخنیوي لپاره د پزې معرفي شوې اسپرې دې د ډاکټر له مشورې پرته نه کارېږي
author avatar
10 May 2022 - 08:49

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): ډاکټرانو، د پزې اسپرې وړاندیز کېدو هغه خبرونه حقیقت بللي چې د بدن تنفسي سیستم ته د کرونا ویروس د ننوتلو مخه نیسي، خو وايي، له دې اسپرې باید د ډاکټر له مشورې پرته استفاده ونه شي؛ ځکه کېدای شي چې ځینې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.

د «دویچه وله دري» د یوه راپور له مخې، د امریکایي کارپوهانو یوې ډلې د پزې یوه اسپرې وړاندیز کړې چې د هغو په خبره، دغه اسپرې کولای شي د بدن تنفسي سیستم ته د کرونا د ننوتلو مخه ونیسي. د دغو درملو اغېز تر ۲۴ ساعتونو دوام کوي.

سرچینې لیکلي، یو المانی پروفېسور هم له دغه ټېم سره همکاري کوي.

د راپور پر اساس، د «یوسي سان فرانسیسکو» کارپوهانو ټیم په خپله څېړنه کې چې پایلې یې په «bioRxiv» علمي پلټ فارم کې خپرې شوې دي، د پزې نوې اسپرې یې وړاندې کړې چې د دوی پر وینا، کولای شي پر کرونا ویروس د اخته کېدو مخه ونیسي.

دغه راز «فردا راډیو» د «د پزې لپاره د کرونا ضد یوې اسپرې ښې پایلې» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی چې په کې راغلي: «د څېړونکو یوې ډلې، له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د پزې لپاره یوه اسپرې طرحه کړې ده. دغه اسپرې چې په خپل ترکیب کې بوټي لري، پر دغه ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره جوړه شوې ده. دا محلول چې د لابراتوار محدود چاپیریال کې په ازمایښتي پړاوونو کې تجربه شوی، د ویروس څو پر وړاندې څو برابره مقاومت ښودلی.»

د «ایران دانشجویانو خبري اژانس (ایسنا)»  په نوم یوې ایرانۍ وېبپاڼې هم د «په ۲ دقیقو کې د کرونا د مختلفو ډولونو له منځه وړلو لپاره د پزې اسپرې وړاندې کول» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: «پر کووېډ-۱۹ د اخته کسانو درملنې لپاره په هند کې د پزې نوې وړاندې شوې اسپرې، پر کووېډ-۱۹ د اخته ډېر عمر لرونکو ناروغانو لپاره چې له ګواښ سره مخ دي، کټوره ده… د ګلنمارک درمل جوړونې شرکت، د SanOTize شرکت سره په ګډه، په هند کې د نیټریک اکسایډ (فابي اسپری) تولید پیل کړی دی.»

په دغه مطلب کې راغلي، په هند کې د یادې اسپرې د درېیم فاز تجربوي پایلو وښوده چې په مرسته يې ویروس په ۲۴ ساعتونو کې، ۹۴ سلنه او په ۴۸ ساعتونو کې یې ۹۹ سلنه راکموي.

د پزې نیټریک اکسید  (NONS)اسپرې د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته خوندي او په اسانۍ سره د تحمل وړ ده.

دغه شرکت په یوې بیانیې کې اعلان وکړ، ګلن مارک اسپرې NONS ځان  په سوداګریز نوم فابي سپرې (FabiSpray) بازار ته عرضه کوي.

په ورته مهال د «باشگاه خبرنگاران جوان» په نوم یوې انټرنیټي پاڼې د «د سختو کرونایي ناروغانو رغېدو لپاره د پزې اسپرې کارولو د پام وړ اغېز» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی، چې په کې راغلي: «مطالعه ښیي چې د پزې استرویدی اسپرې ښايي له کرونایي ناروغانو سره په سخت وضعیت کې مرسته وکړي.»

په دغه راپور کې همداراز راغلي: «د کلیولند کلینیک یوې تازه مطالعې ښودلې، هغه ناروغان چې په منظم ډول له استرویدي پزې سپرې نه استفاده کوي، ډېر کم پر سختې کرونا اخته کېږي او له ۲۰ تر ۲۵ سلنه کم بستر کېدو او مړینې له خطر سره مخ کېږي. دغه مطلب په Allergy and Clinical Immunology In Practice  مجله کې خپور شوی دی.

د ټوېټر یوه کاروونکي «Pune» کرونايي ناروغانو لپاره د پزې سپرې د اغېز په اړه په یوه پوسټ کې لیکلي چې پلار یې پر کرونا اخته و او له دغې سپرې نه په ګټنې یې د هغه درملنه وکړه.

هغه ویلي، پلار یې روغ شوی او څوک چې د پزې سپرې استعمال کړي، کرونا یې جدي نه نیسي او په ریښتیا هم یوه معجزه کوي.

خو ایا رښتیا هم اسپرې ګانې کرونايي ناروغانو لپاره اغېزناک دي؟

د افغان – جاپان روغتون له انتانونو د مخنیوي کنټرول څانګې مسوول ډاکټر عبادالله عباد، پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې له کرونا د مخنیوي لپاره د پزې اسپرې استعمالولو وړاندیز شوی و.

هغه زیاته کړه، د امریکا طبي پوهانو یوې ډلې د پزې اسپرې وړاندې کړې او ویلي یې دي چې دغه اسپرې تنفسي دستګاه ته د کرونا ویروس ننوتلو مخه نیسي.

خو نوموړی وایي، د پزې دغه اسپرې تراوسه د نړیوال روغتیایي سازمان له خوا تایید شوې نه ده.

یاد ډاکټر له خپلو هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د ډاکټر له سلا مشورې پرته دې د هر ډول درمل، اسپرې، قطرې او نورو له استعماله ډډه وکړي.

په همدې حال کې، په المان کې مېشت د صدري جراحي متخصص ډاکټر سمیر بیات وایي، دغه اسپرې د کرونا په مخنیوي کې اغېزناکه ده؛ خو اغېز يې تر ۲۴ ساعتونو پورې وي او له ۲۴ ساعتونو وروسته باید بیاځلي ورڅخه استفاده وشي.

هغه زیاتوي، دغه اسپرې زیانونه هم لري؛ که له خپل دوز څخه زیاته استفاده شي د زړه بدوالي لامل کېږي.

نوموړی له خلکو غواړي چې د ډاکټر له سلا مشورې پرته د دغه اسپرې په ګډون هيڅ ډول درمل ونه کاروي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو نظر هم واخلي، خو هغوی تراوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 123

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.