ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د وچکالۍ او طبيعي افتونو له امله د غنمو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی

ننګرهار کې د وچکالۍ او طبيعي افتونو له امله د غنمو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی

author avatar
2 Jun 2022 - 17:00
ننګرهار کې د وچکالۍ او طبيعي افتونو له امله د غنمو حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی
author avatar
2 Jun 2022 - 17:00

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د وچکالۍ او ځينو طبيعي افتونو له امله د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

چارواکي وايي، سره له دې چې دوی له خصوصي سکتور سره د اصلاح شويو تخمونو، سرو او نورو برخو کې مرستې هم کړې وې، خو وچکالۍ او طبيعي افتونو پرېنښودل چې د غنمو فصل ښه حاصل ورکړي.

کروندګر هم د غنمو له سږنيو حاصلاتو ناخوښ دي او له کرنې رياسته غواړي چې د سربندونو په جوړولو سره دې د اوبه‌خور منظم سيستم رامنځته کړي.

د کرنې رياست د پلان او برنامو د همغږۍ مدير عطا‌الحق بشري نن (د غبرګولي  ۱۲مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې پر ۶۶زره او ۱۱۰ هکتاره ځمکه د غنمو فصل کرل شوی و چې د اټکل له مخې، ۱۵۶زره ۸۵۹ ټنه حاصلات ترې راټول شوي دي.

دی وايي، تېر ۱۴۰۰ کال کې پر ۶۷زره ۵۷۱هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي وو چې ۲۰۹زره او ۱۴۶ ټنه حاصل يې ورکړی و.

نوموړی وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.

بلخوا، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، د غنمو په حاصلاتو کې د کموالي لاملونه طبيعي افتونه او وچکالي ده چې فصلونو ښه وده نه وه کړې او حاصل يې کم و.

هغه زياته کړه: «تاسو ته بهتره معلومه ده چې سږ کال وچکالي ډېره وه، نور طبيعي افتونه لکه د ملخانو حملې او داسې نور افتونه هم په غنمو راغلل، مرضونه يې هم کړي وو، نو ځکه يې حاصلات کم ورکړل.»

نوموړی وايي، رياست يې هڅه کړې وه چې کروندګرو ته پر وخت اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سرې او نور مواد ورکړي؛ خو وچکالۍ بيا هم د غنمو د ښو حاصلاتو مخه ونیوله.

د کرنې رییس په وینا، لا هم په سړې هوا لرونکو ولسواليو کې حاصلات راټول شوي نه دي او ښايي د حاصلاتو کچه لوړه شي؛ خو هغه شان چې تېر کال حاصلات و، سلنه يې تر هغې نه رسېږي.

په ورته وخت کې کروندګر هم د غنمو له سږنيو حاصلاتو ناخوښ دي او وايي، حکومت بايد د وچکالۍ ستونزي د هواري لپاره د اوبه‌خور منظم سيستم جوړ کړي.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د کږې سيمې کروندګر محمد الياس وايي، د سپين غره له واورو د کال په لومړيو څو مياشتو کې ښې پرېمانه اوبه راځي، خو وروسته ټول کال اوبه نه وي.

نوموړي پژواک ته وویل، که د سپين غره د اوبو مهارولو لپاره واړه چيک ډيمونه او د وزيرو تنګي په سيمه کې يو بند جوړ شي، نو له يوې خوا به اوبه مهارې او د کال ټولو مياشتو کې به ځمکو ته ورسېږي او له بلې خوا به د برېښنا د توليد زمينه هم برابره شي.

دغه راز د چپرهار ولسوالۍ يو اوسېدونکی رياض احمد وايي، ځمکې يې للمې دي، خو دوی د اوبه‌خور لپاره تر ځمکې لاندې اوبو د راوېستلو لويې برمې وهلې دي.

نوموړي وویل، اوس دغو اوبو کې هم کموالی راغلی چې د تېرو کلونو په پرتله يې څاګانې شل متره ټيټې کړي او اوبه هم د تېر په پرتله په زيات لګښت او ډېر وخت کې تر لاسه کېږي.

هغه زیاته کړه چې د سپين غر په لمن کې پرتې ټولې ولسوالۍ بايد له للمي ځمکو بهر شي او د چيک ډيمونو په جوړولو بايد د اوبو منظم سيستم رامنځته شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د اوبه‌خور د سيستمونو رامنځته کېدو موضوع یې له اړوند وزارت سره شريکې کړې دي چې هغوی يې د مهارولو لپاره پر طرحو جوړولو کار پيل کړی دی.

ننګرهار چې يو کرنيز ولايت دی، خو د اوبو منظم سيستم نشتوالي يې کال په کال د وچکالۍ زياتوالي له امله د زراعتي حاصلاتو کچه کمه کړې ده.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.