ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې باغ‌لرونکي وايي، د بازار او سړو ‌خونو نشتوالي له امله مېوې په نیمه بیه پلوري

فاریاب کې باغ‌لرونکي وايي، د بازار او سړو ‌خونو نشتوالي له امله مېوې په نیمه بیه پلوري

author avatar
22 Jun 2022 - 18:27
فاریاب کې باغ‌لرونکي وايي، د بازار او سړو ‌خونو نشتوالي له امله مېوې په نیمه بیه پلوري
author avatar
22 Jun 2022 - 18:27

فاریاب (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په فاریاب کې ځيني بڼوال د مارکېټ او سړو خونو له نشتونه شکایت لري او وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د مېوو بیه ۵۰ سلنه ټیټه ده.

هغوی که څه هم د خپلو باغونو حاصلاتو ته خوښ دي خو زیاتوي چې ترلاسه کېدونکي عواید یې په باغونو کې شوی لګښت هم نه پوره کوي.

د میمنې ښار یوه بڼوال نظرمحمد – چې د پلور لپاره یې بازار ته مڼې راوړې وې – وایي، یو من ښې مڼې څوک له ۱۰۰ تر ۱۵۰ په لوړه بیه نه اخلي.

نوموړي د مېوو د بیې ټیټوالی د خلکو له اقتصاد سره تړلی وباله، ویې ویل: «کورنۍ عاید نه لري، بېوزلي او بېکاري اوج ته رسېدلي، ټول د ډوډۍ او ګېډې په فکر کې دي چې پیسې ونه لري، مېوه څرنګه واخلي.»

هغه زیاته کړه، که حکومت د بڼوالۍ برخې کې پام وکړي، بندونه او سړې خونې جوړ کړي، بڼوال به خپلو کارونو ته دوام ورکړي، پرته له دې ښايي ډېر کم خلک پیدا شي چې په باغ کې زحمت وباسي.

د قیصار ولسوالۍ یو بڼوال محمدزمان هم وایي چې د ګيلاس او شفتالو ۴۰۰ ونې لري، تېرو کلونو ته په کتو سږ کال یې حاصل هم ښه دی خو بازار یې نشته.

د هغه په خبره، تېر کال یې یو من کابلي شفتالو تر ۷۰۰ افغانیو پلورل خو سږ کال له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورته نه پلورل کېږي، د دې لپاره چې مېوه خرابه نه شي، په هره څو برابره شوه ویې پلوري.

یو بل بڼوال غلام محمد وایي، د مارکېت او سړو خونو نشتون له امله یې مېوې په کمه موده کې په لږه بیه پلورل کېږي او وروسته بازار په لوړه بیه د ایران، پاکستان او ازبکستان مېوې نیسي.

هغه له حکومته وغوښتل چې بڼوالۍ ته جدي پاملرنه وکړي او د سړو خونو په جوړولو سره له بڼوالو ملاتړ وکړي.

د فاریاب د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عزت الله نوراني د مارکېټ او سړو خونو نشتوالي په اړه د خلکو د اندېښنو په تایید وایي، د کرنې وزارت په هڅه کې دی چې دولتي بنسټونه او نړیوالې موسسې وهڅوي څو د بڼوالو او بزګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نوراني د باغونو د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي وښوده، خو زیاته یې کړه: «د فاریاب ټولې مېوې په یوه فصل کې پخېږي او بازار ته راوړل کېږي، کله چې مارکېټ نه وي، خریدار موجود نه وي، اړ دي چې به هر څو برابر شي، ویې پلوري.»

خو هغه زیاته کړه، کله چې سړې خونې وي، د بڼوالو مېوې ساتل کېدای شي او د بازار له غوښتنې سره سم به راوړل کېږي، بیا قطعاً بڼوال او خلک نه زیانمنېږي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.