ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ښځې په بازار کې د نکریزو له ناسم کیفیته شکایت کوي

یو شمېر ښځې په بازار کې د نکریزو له ناسم کیفیته شکایت کوي

author avatar
9 Jul 2022 - 15:36
یو شمېر ښځې په بازار کې د نکریزو له ناسم کیفیته شکایت کوي
author avatar
9 Jul 2022 - 15:36

کابل (پژواک، ۱۸  چنګاښ ۱۴۰۱): د اختر په ورځو کې پر نکریزو د لاسونو سره او ښکلي کول، د افغانانو یو هغه لرغونی دود دی چې په دې ورځو کې نجونې او ښځې پر خپلو لاسونو نکریزې پورې کوي او ځان ته د لا ډېرې نېکمرغۍ دعا کوي؛ دغه فرهنګ لا هم دوام لري، خو ځینې ښځې د تیارو جوړو شوو نکریزو له بې‌کیفیته کېدو شکایت کوي.

مسلمانان په یوه کال کې دوه اخترونه (لوی او کوچنی اختر) لمانځي؛ افغانان هم په دې ورځو کې خوشحالۍ ​​کوي، د یو بل لیدو ته ورځي او د خپلو مېلمنو تود هرکلی کوي.

ډېری افغانې کورنۍ، د اختر د لا ښې لمانځنې لپاره ځان او مېلمنو ته مختلف ډول خواړه چمتو کوي او د کورنۍ هر غړي ته نوې جامې پېري.

د اختر په شپه پر نکریزو د لاسونو سره او نقاشي کول، هغه دود دی چې افغانې مېرمنې او نجونې له پخوا راهیسې تعقیبوي او لا هم رواج لري.

په دې شپه د کورنیو نجونې، ښځې او ماشومان سره راټولېږي او خپل لاسونه پر چمتو کړو نکریزو سره کوي.

ښځې او نجونې ولې د اختر په شپه کې نکریزې کوي؟

د کابل ښار د «قلعه زمان خان» سرک بالا اوسېدونکې ۴۵ کلنه لطيفه چې څو تیارو چمتو شوو نکریزو څو ټیوبه یې پېرلې دي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د اختر په شپه نکریزې پورې کوي؟ وویل: «نیا مې دې خدای وبښي، ویل به یې چې د اختر په شپه د لاسونو او پښو سره کول ثواب لري؛ دویم دا چې فېشن دی او درېیم دا چې د نېمکرغۍ او بري راز دی؛ د خپلو لوڼو لاسونه سره کوم چې نېکمرغې او د بریالۍ شي.»

د لطیفې په وینا، مخکې به نکریزې د پوډرو په شکل پلورل کېدې او مور به یې د اختر په شپه د ځان او لوڼو لاسونه او پښې ټول پرې سره کولې او د اختر په سهار به یې مینځل.

هغې زیاته کړه: «سهار به چې کله د هر چا لاسونو او پښو ډېر سور رنګ اخیستی و،  ویل به مو چې له ټولو طالع‌منه او بختوره  ده.»

هغه وايي، اوس تیارې جوړې شوې نکریزې پلورل کېږي چې په وسیله یې پر لاسونو او پښو بېلابېل نقشونه اچول کېږي.

خو لطيفې وويل، مخکې به د نکریزو کیفیت چې له پاڼو به جوړېدې ډېر ښه و او رنګ به یې تر ډېرې مودې پاتې کېده، خو اوس دغه نکریزې چې په بازار کې په تياره بڼه پلورل کېږي، چندان کيفيت نه لري او رنګ یې ژر له منځه ځي.

لاسونه مې نکرېزې کوم څو نېکمرغه شم 

د کابل ښار د چهلستون اوسېدونکې ۲۴ کلنه مژګان وايي: «نکریزې مې ډېرې خوښیږي او تر اوسه ۲۴ کلنه یم خو هېڅ مې نه یادېږي چې په اختر او نوي کال کې مور مې زما لاسونه نه وي راته سره کړي، تل د اخترونو، برات او نوي کال په شپو کې پر خپلو لاسونو نکریزې پورې کوو څو د خپل قوم د نجونو ترمنځ بختورې شو.»

هغې چې څو قلمه چمتو شوې نکریزې یې اخیستې، وویل: «زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د نکریزو دود اوږده مخینه لري. هر وخت د اخترونو او د مختلفو جشنونو په رارسېدو سره موږ نجونې یو ځای راټولېږو او په خپلو لاسونو نکریزې پورې کوو چې دا کار موږ ته د خوښۍ احساس راکوي او زموږ د لاسونو د ښکلي کېدو لامل هم کېږي.»

د هغې په ​​وينا، اوس ځوانې نجونې د فېشن او خپلو لاسونو د ښايسته معلومېدو لپاره په نکریزو نقشونه جوړوي او د نکریزو د نقشونو نمونې په بازار کې هم شته.

هغې زياته کړه چې نکریزې په افغاني ټولنه کې  دومره عام او د پام وړ دي چې د واده په مراسمو کې يوه شپه د نکریزو شپې په نوم يادېږي؛ په دې شپه د ناوې او زوم لاسونه سره کېږي او نجونې د دې شپې ځانګړې سندرې زمزمه کوي.

د نوموړې په ​​خبره، د اسلام له نظره هم د نارينه‌وو لپاره د ويښتانو او ږيرې او د ښځو لپاره دوېښتانو، لاسونو او پښو سره کولو  لپاره سپارښتنه شوې او ثواب هم لري.

د اختر په ورځو کې د نکریزو پلور زیاتېږي

بلجت سنګ چې د کابل ښار په کارته پروان څلورلارې کې د عطارۍ دوکان لري، پژواک ته وويل، له هغې وروسته چې نکریزې په تیاره بڼه بازار ته راغلې، له پاڼو د پوډر په ډول د جوړو شوو نکریزو په پلور کې کموالی راغلی دی.

خو هغه وويل، له پخوا راهیسې، د اختر ورځو په رانږدې کېدو سره د هر ډول نکریزو پلور زياتېږي؛ ځکه ډېری افغان نجونې او ښځې په دې ورځو کې خپل لاسونه او پښې سره کوي او نقشونه پرې جوړوي.

د نوموړي په خبره، د اختر په رانږدې کېدو سره هره ورځ نږدې یو من د نکریزو پوډر خرڅوي؛ په داسې حال کې چې په عادي ورځو کې له یادې اندازې ډېرې کمې نکریزې پلورل کېږي.

هغه د نکریزو خرابېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ په دې اړه څه نه پوهېږو؛ په دې برخه کې سوداګر ملامت دی؛ دوی دغه نکریزې واردوي او موږ یې پېرو او پلورو یې، او دا چې په دې نکریزو کې څه ګډوي او کفییت یې خراب شوی، په څه شي نه پوهېږو.»

محمداغا چې په کوټه سنګي کې د عطارۍ او نکریزو پلورنځی لري، وایي: «څو ډوله نکریزې شته؛ د وېښتانو او لاسونو نکریزې؛ دغه نکریزې په هېواد کې دننه هم تولیدېږي، خو له هند او پاکستانه هم افغانستان ته واردېږي چې ښه کیفیت نه لري او یوازې هغه نکریزې چې په جلال‌اباد کې کرل شوې او کابل ته واردې شوې، ښه کیفیت لري او ډېری پېرېدونکي هم دغه ډول نکریزې اخلي.»

نوموړی وایي، هغه نکریزې چې په هېواد کې توليدېږي، له پاڼو جوړېږي؛ خالصې دي چې نور کوم مواد پکې نه وي مخلوط شوي، خو هغه نکریزې چې له پاکستان او هنده په تیاره بڼه واردېږي، په هغې کې داسې کیمیاوي مواد کارول شوي وي چې خراب کیفیت لري.

هغه چې په دې ورځو کې د نکریزو د پلور له ډېرېدو خوښ دی، وايي: «کله چې اختر ته شل ورځې پاتې کېږي، زموږ خرڅلاو ډېریږي او خلک یې ډېر پېري، هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ کیلو نکریزې خرڅوم او کله چې لس ورځې یا یوه اوونۍ اختر ته پاتې شي، بیا د ورځې تر ۲۰۰ کیلو خرڅلاو هم لرو.»

نوموړي دغه‌راز وويل، ډېرى پېريدونکي یې هغه نکریزې پېري چې په هېواد کې دننه جلال‌اباد کې توليد شوې دي، ځکه چې لوړ کيفيت لري او کوم اضافي مواد نه دي پکې ګډ شوي.

Visits: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.