ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي د تاشکند غونډې ته: موږ ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړو

متقي د تاشکند غونډې ته: موږ ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړو

author avatar
26 Jul 2022 - 11:40
متقي د تاشکند غونډې ته: موږ ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړو
author avatar
26 Jul 2022 - 11:40

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړۍوالې غونډې ته وویل، حکومت ټینګ عزم لري چې افغانستان نور د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو پر مرکز بدل شي او له هېوادونو یې وغوښتل څو له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل کړي.

متقي وايي، په افغانستان کې یې له پخوانیو سیاسي او نظامي مخالفینو سره د تعامل نوی فصل پرانیستی او حکومت توانېدلی چې په نظام کې هدفمن ټولګډونوالی باوري کړي.

په تاشکند کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ نړۍواله غونډه کې – چې نن د ازبکستان په مرکز تاشکند کې پیل شوې- د شلو هېوادونو استازو ګډون کړی.

د بهرنیو چارو وزارت په یاده غونډه کې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د وینا متن رسنیو ته استولی دی.

متقي ویلي چې په افغانستان کې نوي حکومت په کمه موده کې وکولای شول امنیت ټينګ کړي، د حکومت اساسي ادارې او کارکوونکي حفظ کړي، ولس ته اساسي خدمتونه روان وساتي، ملي بودجه له کلونو وروسته په لومړي ځل له خپلو ملي عوايدو تامين کړي، د اداري فساد کچه صفر ته راښکته کړي او په نظام کې هدفمن همه شموليت باوري کړي.

دی وايي: «زموږ مشرتابه خپلو ټولو سیاسي او پوځي مخالفینو ته د عمومې بښنې په کولو د افغانستان د سياسي تحولاتو په تاريخ کې د زغم او يو بل منلو فرهنګ بنسټ کېښود او د څلورو لسیزو د غچ اخیستنې بدمرغه دود پای ته ورسېد، نه یوازې عمومي بښنه وشوه، بلکې د نظام په منځنیو کچو او ان د وزارتونو تر معینیتونو او مهمو ریاستونو پورې د پخواني نظام کارکوونکي کار کوي.»

د ده په وینا، حکومت کې هیڅوک د سیاسي اختلافاتو له امله له دندې ګوښه شوي نه دي او دا ډول چلند د افغانستان د سیاسي تحولاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ترسره کېږي.

متقي زیاتوي: «د دې په خاطر چي زموږ په امنیتي لیکو کې داسې څوک ځای پیدا نه کړي چې زموږ داخلي او ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو امنیت ته ضرر ورسوي، موږ د خپلو ټولو امنیتي کسانو د بایومټریک سلسله هم شروع کړې چې کافي پرمختګ په کې شوی.»

د ده په وینا، اسلامي امارت د پخوانیو سیاسي څېرو او منسوبینو د بېرته راګرځولو لپاره د تماس ډلې په جوړېدو سره «ګڼ شمېر لوړپوړي او ټیټ پوړي غړي او حتا پخواني نظامي مخالفین» هم بېرته وطن ته راغلي دي.

هغه وايي چې نوي حکومت په حقیقت کې له خپلو پخوانیو سیاسي او نظامي مخالفینو سره د تعامل نوی فصل پرانیستی او اوس هم هره ورځ له دغه کمېسیون سره لسګونه څېرې اړیکې نیسي.

«ټینګ عزم لرو چې افغانستان نور د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو پر مرکز بدل شي»

دغه راز متقي په یاده غونډه کې ویلي چې افغانستان له یوې خوا شل کلنې جګړې ځپلی او له بلې خوا اقتصادي نظام د امریکا تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، له همدې امله په وطن کې فقر ډېر شوی، د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د لېږد مخه یې نیولې او د نظام هغه فعالیتونه یې هم ټکني کړي چې ګټه یې یوازې ولس ته ده.

ده ویلي چې نظام له ننګونو سره سره بیا هم وکولای شول چې د ښوونې، روغتیا، سوداګرۍ او ګڼو نورو برخو کې خدمات وړاندې کړي، له اوږده ځنډ وروسته د پوهنتونونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیزي، ښوونځي هم په پراخه کچه پرانیستي دي او په ګڼو ادارو کې ښځینه کارمندانې په ډاډمنه فضا کې کار کوي، خو په ځینو برخو کې تر اوسه مناسب چاپېريال نه دی جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي: «له لسيزو بې‌ثباتۍ وروسته، زموږ حکومت ټینګ عزم لري چې افغانستان نور، د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي، موږ ځان او نړۍ دواړو ته ثبات غواړو؛ ځکه په افغانستان کې ثبات نه یوازې دا چې د ټولې سیمې ثبات تضمینولای شي، بلکې د سیمې په اقتصادي ښېرازۍ او پراختیا کې د افغانستان ثبات مهم رول لري.»

متقي یو وار بیا ټینګار کړی چې د نوي سرپرست حکومت د بهرني سیاست یو اساسي رکن اقتصادمحوري ده او اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان په عملي ډول د اسیا پر څلورلارې بدل شي، ډاډمن امنیت، ټینګ سیاسي عزم او شفاف اداري نظام هغه عوامل دي چې دغه هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي.

«امریکا دې د دوحې هوکړې پر ژمنو عمل وکړي»

د بهرنیو چارو سرپرست ویلي چې افغانستان د «دوحې تړون» له مخې د سیمې او نړۍ امنیت او د افغانستان امنیت یو له بل سره تړلی بولي او د امنیت د تأمین په برخه کې خپل ټول مسوولیت ته متوجه دي، خو له سیمې او نړۍ توقع لري چې د افغانستان د امنیت ټینګښت په برخه کې خپله هڅه او مرسته ونه سپموي.

دی وايي: «له متحده ایالتونو هم توقع لرو چې د دوحې د توافقنامې په لومړی برخه چې د دوی مسوولیتونه په کې یاد شوي، پر هغو کړو تعهداتو عمل وکړي.»

هغه زیاته کړې چې د امنیت د ورانوونکو پر وړاندې یې نظام پالیسي روښانه ده او دا یې په تېر يوه کال کې په عمل کې ثابته کړې؛ ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونه د داعش ډلې پر خلاف ښې لاسته‌راوړنې لرلې او دغې یا بلې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

متقي زیاتوي: «په وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د امنیت د تخریب په موخه کومې ناکامې هڅې وشوې، امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو پر خلاف عملیات وکړل، ځیني يې ووژل شول او ځیني ونیول شول.»

«هېوادونه دې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل کړي»

مولوي متقي د تاشکند پر غونډې غږ وکړ چې د افغانستان حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخيزو مشروع ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتو دی او د نړۍ له هېوادونو هم غوښتنه لري چې په دې برخه کې خپل مسووليت ترسره کړي.

دی وايي، پر امريکا غږ کوي چې د افغانستان بانک ټوله شتمني بې له قيد او شرطه ازاده او پر افغانستان لګېدلي اقتصادي‌ بنديزونه لرې کړي. د هغه په خبره، دا د اړيکو د عادي کولو لپاره اساسي ګام دی او ‌دا کار به د امریکا په اړه د افغانستان د خلکو پر ذهنیت مثبت اثر وکړي.

هغه د نړۍ پر نورو هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اوږدمهاله دوه اړخيزو مشروع ګټو د باوري کولو لپاره رسمي تعامل پيل کړي.

د متقي په وینا، د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ د افغانستان په نا‌امنيتۍ او بې‌ثباتۍ کې د پانګونې پر ځای د افغانستان په ثبات کې پانګونه وکړي.

Views: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.