ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي

د طب پوهان: نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي

author avatar
17 Aug 2022 - 18:01
د طب پوهان: نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي
author avatar
17 Aug 2022 - 18:01

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۱): د طب پوهان وايي، دا چې نارینه له کوره بهر کار کوي او ټيټ معافیتي سیستم لري، نو د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي او یوه سخته دوره تېروي.

د یادونې ده، کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د چین په «وهان» ښار کې ولیدل شو او په ډېر لږ وخت کې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته خپور شو؛ د نړۍ­والو بنسټونو له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه سلګونه میلیونه کسان په نړۍ کې  پر کوويډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له امله یې تر ۶.۳ میلیون ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه­راز د ویلو ده چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په فبرورۍ کې په لومړي ځل په هرات ښار کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې او ورپسې په ټول هېواد کې خپره شوه.

د پژواک د یوه راپور  له مخې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت په غبرګولي میاشت کې ویلي و چې تر اوسه پر دغې ناروغۍ تر ۱۹۷زره ډېر کسان اخته شوي او له امله یې تر ۷۶۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عامې روغتیا وزارت په دې اړه چې د پورته یاد شمېر کسانو له ډلې څومره یې نارینه او څومره یې ښځي دي، معلومات ور نه کړل. خو ځیني خبري سايټونه او د طب برخې پوهان وايي چې نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي؛ ځکه نارینه له کوره د باندې کار کوي.

د کابل ښار د انتاني روغتون ټرېنر او متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، د هغو څېړنو له مخې چې په نړۍ کې ترسره شوې، نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي.

هغه زیاته کړه: «ښځې د x دوه کروموزومونه لري؛ نارینه یو د x  کروموزوم او بل د y کروموزوم لري؛ هغه کروموزوم چې د انسان د بدن معافیتي او دفاعي سیسټم لوړوي، تر ډېره د x  کروموزوم دی او ښځې د x  دوه کروموزومونه لري.»

هغه په دوام کې زیاته کړه: «او دغه­راز په ښځو کې د اېسټروجن هورمون افرازېږي چې د هغوی د معافیتي سیسټم د لوړېدو لامل ګرځي؛ یعنې کله چې په ښځو کې د اېسټروجن افراز شي، نو دفاعي سیسټم یې لوړوي، خو برعکس ټسټر سټرون هورمون چې په نارینه­وو کې افرازېږي، د هغوی د بدن د دفاعي سیسټم د کمزوري کېدو لامل ګرځي، یعنې معافیتي سیسټم یې راټيټېږي؛ نو له همدې امله نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي.»

د ډاکټر عمري په وینا، یو بل لامل دا دی چې نارینه د ښځو په پرتله تر ډېره خپل ورځني کارونه له کوره د باندې ترسره کوي؛ نو ځکه ډېر پر کرونا اخته کېږي او دغه­راز سګرېټ چې تر ډېره یې نارینه کاروي، دفاعي سیسټم کمزوری کوي او د ویروسي ناروغیو په ځانګړې توګه د کوويډ -۱۹ لپاره لار هواروي.

نوموړي وویل، په پایله کې ویلای شو چې د نړۍ په کچه په نارینه­وو کې د کرونا مثبتې پېښې ۶۰ سلنه او په ښځینه­وو کې ۴۰ سلنه دي.

په ورته وخت کې په افغان – جاپان روغتون کې موظف ډاکټر محمد نعیم‌الله وزیري پژواک ته وویل، نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر کرونا اخته کېږي او د نویو څېړنو له مخې، هورموني اغېزې د ښځو او نارینه­وو ترمنځ پر کرونا د اخته کېدو کچه کې توپیر رامنځته کوي.

نوموړي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې نارینه د ښځو په پرتله ډېر پر دغې ناروغۍ اخته کېږي، وویل: «ښځې د نارینه­وو په پرتله ډېرې خوندي دي او لږ پر کرونا اخته کېږي او د دې بل دلیل دا دی چې نارینه د ښځو په پرتله خپل ډېر وخت له کوره د باندې پر خپلو کارونو تېروي او هغوی ته د دغه ویروس د لېږدېدو چاره چټکه ده.»

په ورته مهال، د افغان – جاپان روغتون د بېرنۍ څانګې مسوول ډاکټر مېړنی براتزی په دې باور دی چې په دغه روغتون کې د ښځو په پرتله د نارینه­وو مړینې ډېرې وې او تر اوسه د ښځو په پرتله پر کرونا د نارینه­وو د ډېر اخته کېدو لامل نه دی څرګند شوی.

Visits: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.