ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فابریکو فعالیت د جلال‌اباد ښار د هوا ککړتیا لامل شوی

د فابریکو فعالیت د جلال‌اباد ښار د هوا ککړتیا لامل شوی

author avatar
15 Sep 2022 - 12:34
د فابریکو فعالیت د جلال‌اباد ښار د هوا ککړتیا لامل شوی
author avatar
15 Sep 2022 - 12:34

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د چاپيریال ساتنې اداره وايي، د دغه ولايت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د صنعتي فابريکو شتوالي چاپيريالي ککړتيا رامنځته کړې ده.

د ننګرهار د معادن او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په جلال‌اباد ښار او شاوخوا سيمو کې شاوخوا ۳۰۰ صنعتي فابريکې فعاليت کوي چې نږدې ۲۰۰ يې په ښار کې دننه دي.

د ننګرهار ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې رييس فيروز محمدزي د وږي په ٢٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په جلال‌اباد ښار کې د لسګونو لويو او وړو فابريکو موجوديت له امله چاپيريالي ککړتيا رامنځته شوې ده.

دی وايي، د ښار په شاوخوا سيمو کې هم ځينو فابريکو او د خښتو د توليد بټيو د ښار پر چاپيريال او هوا ناوړه اغېز کړى دى.

هغه وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه: «موږ هڅه کوو ترڅو خلکو ته خوندي او سالم چاپېریال برابر کړو او د دې لوی مسووليت په ترسراوي کې په ټولو صنعت‌کارانو غږ کوو چې خپل فعالیتونه معیاري کړي، د چاپیریال ساتنې اصول او قوانین مراعت کړي او ١٠ فیصده ساحه زرغونه کړي.»

د چاپيريال ساتنې ادارې رييس وايي، په ننګرهار کې يې د صنعتي فابريکو، معدنونو، هوټلونو او نورو کارځايونو څار او پلټنه پيل کړې او د ټولو هغو کارځايونو مسوولينو ته يې اخطاريې ورکړې چې د چاپيريال ساتنې له اصولو يې سرغړونه کړې ده.

بلخوا، د ننګرهار ولايت د صنایعو او معدنونو خونې عامل ريیس انجینر اجمل شمس پژواک ته وويل، په جلال‌اباد ښار کې د فابريکو د فعاليت بېلابېل لاملونه دي او که دغه ستونزې يې حل شي، ټول فابريکه‌لرونکي غواړي چې له ښاره بهر لاړ شي.

دی وايي: «زموږ د درېيو صنعتي پارکونو څخه يوازې يو يې نيمه فعال دی، د شيخ مصري په نوم دغه صنعتي پارک کې تر سلو فابريکې فعالې دي، نورې ټولې ښار کې دي، يوه ستونزه دا ده په ښار کې چې کوم فابريکه لرونکي دي هغوی صنعتي ښارګوټي کې ځمکه نه لري، بل هلته برېښنا نه شته او که دا ستونزې حل شي نو دوی خپلې فابريکې هلته انتقالوي.»

د صنایعو او معدنونو خونې د معلوماتو له مخې، په ښار کې د خوراکي توکو، ساختماني موادو او د اوسپنې ويلي کولو او ګول سيخ د توليد فابريکو په ګډون ګڼې کوچنۍ او لويې فابريکې فعاليت کوي.

فابريکه‌لرونکي هم وايي، که يې د ځای او برېښنا ستونزې حل شي نو له جلال‌اباد ښار څخه به لرې صنعتي ښارګوټو ته کډه شي.

په جلال‌اباد ښار کې د یوې فابريکې مسوول چې غوښتل يې خپل او د فابريکې نوم يې وانخيستل شي، پژواک ته وويل، لويه ستونزه د برېښنا ده چې په صنعتي ښارګوټي کې نشته نو ځکه فابريکه‌لرونکي د ښار په منځ کې فعاليت کوي.

په ورته وخت کې، عام خلک هم په دې اړه اندېښنې لري.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي سبحان‌الله پاچا پژواک ته وويل، د کور ترڅنګ يې د اوسپنې ويلې کولو او سيخ ګول کارخانه ده او کله چې د اوسپنې ويلې کېدو په خاطر اور بلوي، نو د اور  لوګي د دوی د کور خونو ته داخلېږي.

هغه وايي چې ډېر کله يې کوچنيان د همدغو لوګیو له امله پر تنفسي ناروغيو اخته کېږي.

د جلال‌اباد ښار د جوى هفت سيمې اوسېدونکي احمد بختيار چې د کور ترڅنګ يې د يخ تولیدي فابريکه ده، وايي له کله راهیسې چې دغه فابريکه جوړه شوې نو د سیمې د ټولو اوسېدونکو د څاه‌ګانو اوبه کمې شوې دي.

بل لورته، په ننګرهار کې د تنفسي ناروغيو يوه متخصص ډاکټر عبدالقادر دردمن پژواک ته وويل، په جلال‌اباد ښار کې دوی ته ډېر مراجعه‌کوونکي ناروغان يې د فابريکو او ريکشاوو د لوګیو له امله پر ناروغيو اخته کېږي.

د چاپيريال ساتنې کارپوهان هم پر دې باور دى چې که صنعتي فابريکې په ښارونو کې وي، سره له دې چې خلکو ته ستونزې جوړوي د هوا د ککړتيا لامل هم ګرځي.

Visits: 292

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.