اټلانټا (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د سوېلي پښتونخوا د بلوچستان ایالت د استناف محکمې یا هايیکورټ پخوانی رییس نورمحمد مسکانزی په یوه برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه برید د بلوچستان په خاران سیمه کې په داسې حال کې شوی چې نوموړی د ماسختن لمانځه لپاره جومات ته تللی و.
د خاران ولسوالۍ د پولیسو مشر نذیر کرد ویلي، نامعلومو وسلهوالو د جومات له کړکۍ څخه پر هغه ډزې کړې وې.
د هغه په وینا، د استناف محکمې پخوانی رییس روغتون ته په لاره امبولانس کې ساه ورکړه.
بلخوا، د بلوڅو ازادي غوښتونکي تحریک (بياېلای) د نوموړي د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد قاضي د دوی د هدفي وژنو په لست کې و.
پاکستاني رسنیو ویلي چې هغه په اسلاماباد کې د فدرالي شرعي محکمې د قاضي او رییس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن