محکمه
راپورونه
امریکایي محکمه: د افغانستان بانک شتمني د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي
د امریکا د نیویارک یوې محکمې ویلي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو تاوان باید د افغانستان اوسني واکداران ورکړي، نه د افغانستان پخواني اسلامي جمهوري دولت او یا هم افغانان؛ ځکه د یادې پېښې…
محکمه پنجشنبې د ځینو رسنیو په اړه پرېکړه کوي خو د رسنیو دوو مدافع ټولنو پر دغه کار نیوکه کړې ده
د رسنيو ځينو مدافع ټولنو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد په هغو څرګندونو، چې محکمه به د هغو رسنيو په اړه پرېکړه وکړي چې له هېواده بهر د نظام په زيان کار کوي، نيوکي کړي، خو حماد وايي، دغو رسنيو اصولو ته اعتناء نه ده کړې او محکمه به د پنجشنبې په ورځ د دوی د وکيلانو په حضور کې خپله فيصله واوروي.
د بلوچستان استناف محکمې (هايیکورټ) پخوانی مشر ووژل شو
د سوېلي پښتونخوا د بلوچستان ایالت د استناف محکمې یا هايیکورټ پخوانی رییس نورمحمد مسکانزی په یوه برید کې وژل شوی دی.
د پاکستان یوې محکمې د عمران خان د نیولو امر کړی
د پاکستان یوې محکمې د یوې قاضۍ د ګواښلو په تور د مخکني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.
حکومت: د دولتي او خصوصي بانکونو د پورونو اړوندو قضیو لپاره ځانګړې محکمه جوړېږي
د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون سترې محکمې ته دنده سپارلې چې د دولتي او خصوصي بانکونو د پورونو د اړندو قضيو حلولو او ګړندي کولو په موخه يوه ځانګړې محکمه جوړه کړي.
زابل کې د محکمې په حکم دوه ښځې او درې نارینه په دُرو ووهل شول
د زابل امنیه قومانداني وایي، پنځه تنه نارینه او ښځینه چې د محکمې لخوا محکوم شوي وو، په دُرو ووهل شول. د امنیه قوماندانۍ لخوا د زمري په ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه…
کندهار کې محکمې درې کسان په دُرو وهلي
د کندهار ولایت مقام وایي چې د مرافعه محکمې د حکم له مخې درې کسان په ۳۹، ۳۹ دُرو ووهل شول.
د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ۲۶ کسان پر بند محکوم شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي چې د تېرې اوونۍ په لړ کې ۲۶ کسان د نشه یي توکو د قاچاق د ۲۲ قضیو په تړاو د لومړنۍ او استېناف محاکمو له لوري له ۵ کلونو تر ۲۰ کلونو پورې پر بند محکوم شول.














