ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د محکمې په حکم دوه ښځې او درې نارینه په دُرو ووهل شول

زابل کې د محکمې په حکم دوه ښځې او درې نارینه په دُرو ووهل شول

author avatar
7 Aug 2022 - 23:42
زابل کې د محکمې په حکم دوه ښځې او درې نارینه په دُرو ووهل شول
author avatar
7 Aug 2022 - 23:42

کلات (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱) : د زابل امنیه قومانداني وایي، پنځه تنه نارینه او ښځینه چې د محکمې لخوا محکوم شوي وو، په دُرو ووهل شول.

د امنیه قوماندانۍ لخوا د زمري په ۱۷مه،  په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان چې د غلا او زنا په تور نیول شوي وو، له ډلې څخه یې دوې ښځې و درې نارینه دي.

سرچینې زیاته کړې، یو نارینه او یوه ښځه د زنا په تور، یوه ښځه ددوو ترمنځ د اړیکو په توراو دوه تنه نارینه د غلا په تور محکوم شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، نن د کلات ښار د شیخ متي لیسې په لوبغالي کې په عام محضر کې تعذیر شول چې پر مهال یې مسئولینو، علماء او په زرګونو خلکو حضور درلود.

د دې ولایت د استناف محکمې د  مسوولینو په خبره، یو نارینه چې د زنا په تور نیول شوی وو، ۳۹ دُرې ووهل شو او په ۶ کاله بند محکوم شو، یوه ښځه چې د زنا په تور نیول شوې وه، ۳۹  درُې ووهل شوه او په ۲ کاله بند محکومه شوه.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز  دوهمه ښځه چې د یوه نارینه او یوې ښځې ترمنځ د اړیکې په تور نیول شوې وه، ۲۰ درې ووهل شوه او په ۶ کاله بند محکومه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، یو تن چې د غلا په تور نیول شوی و، ۱۵ دُرې ووهل شو او په یوه میاشت بند محکوم شو، دوهم تن غل چې یوازې ۲۰ درې ووهل په بند نه دی محکوم شوی

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم یو شمېر کسان د محکمې په حکم په دُرو وهل شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.