restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د امریکا د نیویارک یوې محکمې ویلي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو تاوان باید د افغانستان اوسني واکداران ورکړي، نه د افغانستان پخواني اسلامي جمهوري دولت او یا هم افغانان؛ ځکه د یادې پېښې د قربانیانو کورنۍ د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارد ډالرو ترلاسه کېدو مستحقې نه دي.
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک د منهټن ښار د یوې محکمې قاضي جورج ډانیلز د کب په ۳مه وویل، د "اساسي قانون محدودیت" له مخې یې ونه شو کولی طالبان د افغانستان مشروع حکومت وګڼي او یاده شتمني په د افغانستان بانک پورې اړه لري.
هغه زیاته کړه، قربانیانو ته د دې شتمنۍ ورکولو اجازه د داسې حکم په معنا ده چې طالبان د افغانستان قانوني حکومت دی.
نوموړي وویل، د امریکا محاکم دا واک نه لري چې دې پایلې ته ورسېږي؛ د ولسمشر بایډن حکومت هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه پر رسمیت نه پېژني.
دغه امریکایي قاضي لیکلي: «مدعیان حق لري چې د غیابي حکم پر اساس زموږ د هېواد د تاریخ له تر ټولو ناوړه تروریستي برید بشپړ زیان ترلاسه کړي؛ خو هغوی نه شي کولی د افغانستان بانک شتمني واخلي.»
دغه امریکایي قاضي وویل، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو تاوان باید طالبان ورکړي، نه د افغانستان پخوانی اسلامي جمهوري دولت او یا هم خلک یې.
د امریکایي قاضي دا پرېکړه هغو څلورو مدعي ډلو ته ماتې ده چې د افغانستان بانک د اووه میلیارد ډالرو کنګل شوو پیسو یوې برخې غوښتلو ادعا یې کړې ده.
له یادو څلورو مدعي ډلو د یوې یو مدافع وکیل لي ولوسکای وویل: «دا پرېکړه د سپټمبر ۱۱مې څه باندې لس زره متضررین له دې بې برخې کوي چې له طالبانو د خپل غرامت حق ترلاسه کړي.»
نوموړي زیاته کړه، هغوی پر دې باور دي چې دا تصمیم په غلطۍ نیول شوی او پر وړاندې به یې استیناف وغواړي.
ولسمشر جو بایډن د تېر کال فبروري میاشتې په وروستیو کې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې د افغانستان بانک اووه میلیارد ډالر کنګل شوې شتمني یې په دوو برخو ووېشله چې یوه برخه دې یې د افغانستان بشردوستانه وجهي صندوق ته ورکړل شي او پاتې نیمایي یې د قضیې تر حل پورې وساتل شي.
دغو څلورو مدعي ډلو د سپټمبر ۱۱مې بریدونو په تړاو د القاعده ځینو غړو په ګډون د یو شمېر ډېرو کسانو په وړاندې دعوا وکړه او وروسته له هغه چې مدعي علیه محکمې ته حاضر نه شول، پرېکړه د هغوی په ګټه وشوه.
یادونه: په دغه راپور کې د امریکا غږ او رویټرز خبري اژانس له راپورونو استفاده شوې ده.
[/restrict . . .










