ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر: د پروسس عصري وسايلو او نړۍوال بازار ته اړتيا لرو

ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر: د پروسس عصري وسايلو او نړۍوال بازار ته اړتيا لرو

author avatar
31 Oct 2022 - 11:42
ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر: د پروسس عصري وسايلو او نړۍوال بازار ته اړتيا لرو
author avatar
31 Oct 2022 - 11:42

جلال‌اباد (پژواک، ٩ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي؛ خو سوداګر بيا وايي، که د پروسس او راټولولو عصري وسايل او نړۍوال بازار ورته برابر نه شي نو د جلغوزیو له حاصلاتو ډېره ګټه نه شي ترلاسه کولاى.

دوی وایي، لا هم له ځنګلونو جلغوزي په پخوانيو لومړنیو وسايلو راټولوي چې هم ځنګل او هم حاصلاتو ته زيان رسوي.

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د جلغوزیو برخې مسوول عيسی جان عتیق ابدیاني پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه له ولسوالیو څخه ۱۱۵۵ټنه د جلغوزیو غوزې یا غوټې راټولې شوې چې د اټکل له مخې، ۱۱۵ ټنه خالص جلغوزي به ترې ترلاسه شي.

هغه زیاتوي، د تېر په پرتله ځنګلونو ته پاملرنه ډېره شوې او تمه ده چې د جلغوزیو حاصل به تر پخوا ډېر لوړ شي.

دی وایي: «حصارک، شېرزاد، خوږیاڼي، پیچراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین او سپين غر د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې په  زرګونه جریبه غرنیزو سیمو یې کې يې د جلغوزو طبيعي ځنګلونه شته دي چې اوسمهال ترې د حاصلاتو د راټولولو لړۍ روانه ده.»

بل لورته، د جلغوزیو کاروباريان ټينګار کوي چې حکومت بايد ورته نړۍوال بازار پيدا کړي.

احمد ولي چې د جلال‌اباد ښار په يوه څنډه کې په ډېرو عادي وسايلو د جلغوزیو پروسس کوي، پژواک ته وويل: «د بارانونو له کبله ځنګلونو ته یو څه زیان رسېدلی خو د جلغوزو حاصل سم راغلی دی، موږ غوښتنه کوو چې د ننګرهار جلغوزې د کیفیت له مخې عالي دي، بايد تر نړۍوالو مارکېټونو ورسول شي.»

يو بل سوداګر نسيم خان وايي، لا هم د جلغوزیو راټولونه او پروسس په عادي وسايلو کېږي او حکومت باید د عصري وسايلو زمينه برابره کړي.

دی زياتوي: «موږ په ډېرو عادي وسايلو له ونو جلغوزي راټولوو، دغه چاره جلغوزیو او ونو ته زيان رسوي، که عصري وسايل راکړل شي نو دا ستونزې حل کېدای شي.»

بلخوا، په ننګرهار کې د جلغوزو د پروسس په برخه کې لسګونو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

د همدې برخې يو کاريګر احمد رييس وايي، که د جلغوزیو د پروسس فابريکې جوړې شي نو هم به خلکو ته دوامداره کار پيدا شي او هم به د جلغوزیو ارزښت او قيمت لوړ شي.

دی وايي: «موږ دلته کار ته راځو، یو کاري فرصت برابر شوی دی، یوه مړۍ رزق پیدا کوو، خو له حکومت غواړو چې موږ ته په نورو برخو کې هم د کار زمینه برابره کړي.»

د یادونې ده چې تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان جلغوزې څه موده وړاندې چين او تېره ورځ بيا المان هېواد ته صادر شوې دي.

Views: 260

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.