اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي، له تاجکستان څخه یې سلګونه نور افغانان یې دغه هېواد ته لېږدولي چې ورسره د ټولو لېږدول شوو کسانو شمېر نږدې ۲۳ زرو ته ورسېد.
دې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۳۴۷ نوي افغان کډوال په ځانګړې الوتنه کې له تاجکستان څخه «ټورنټو» ته انتقال شول.
سرچینې زیاته کړې: «دوی به په ټوله کاناډا کې په ۳۹ بېلابېلو ټولنو کې چې له هغه جملې څخه کلګري، مونترال، ریچمونډ، هیل او ټورنټو کې ځای پر ځای شي.»
د امریکا غږ د راپور له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي، په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل وو چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پرمهال له دوی سره کار کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن