منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۳ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کاناډا تر اوسه نږدې ۲۳ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۶ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالۍ، پناه‌‌ او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي، له تاجکستان څخه یې سلګونه نور افغانان یې دغه هېواد ته لېږدولي چې ورسره د ټولو لېږدول شوو کسانو شمېر نږدې ۲۳ زرو ته ورسېد.

دې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۳۴۷ نوي افغان کډوال په ځانګړې الوتنه کې له تاجکستان څخه «ټورنټو» ته انتقال شول.

سرچینې زیاته کړې: «دوی به په ټوله کاناډا کې په ۳۹ بېلابېلو ټولنو کې چې له هغه جملې څخه کلګري، مونترال، ریچمونډ، هیل او ټورنټو کې ځای پر ځای شي.»

د امریکا غږ د راپور له مخې، کاناډايي چارواکو ویلي، په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل وو چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پرمهال له دوی سره کار کړی و.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه‌ورکوونکې او تابعیت ادارې د اکتوبر په ۲۷مه (د لړم پنځمه) هم له پاکستان او تاجیکستان څخه هغه هېواد ته د ۶۶۸ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی و.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، یاد افغان کډوال به له هغو ۲۲۵۸۱ افغان کډوالو سره يو ځای شي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې پر اساس، ټاکل شوې چې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون پنځه زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هېواد ته ولېږدوي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی چې دغه هېواد له نورو افغان کډوالو سره چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی دی، هغه هېواد ته د انتقال بهیر ارزوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال