ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړې میراث؛ ۷۷ کلن رسول‌الدین ته د خپلو زامنو درې کونډې او ۲۱ یتیمان ور له غاړې دي

د جګړې میراث؛ ۷۷ کلن رسول‌الدین ته د خپلو زامنو درې کونډې او ۲۱ یتیمان ور له غاړې دي

author avatar
4 Dec 2022 - 13:52
د جګړې میراث؛ ۷۷ کلن رسول‌الدین ته د خپلو زامنو درې کونډې او ۲۱ یتیمان ور له غاړې دي
author avatar
4 Dec 2022 - 13:52

اسعداباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند کوړنګل درې اوسېدونکي ۷۷ کلن رسول‌الدین ته – چې تېرو جګړو يې درې زامن اخیستي – د درېيو کونډو او ۲۱ لمسیانو سرپرستي ور پاتې ده.

کوړنګل په تېره شل کلنه جګړه کې د مرګ پر درې مشهور و.

پر ملا کړوپ رسول‌الدین چې زاړه پیوندي کالي یې پر تن و، په لړزانده غږ يې د خپلو غمونو او زامنو وژل کېدو کیسه کوله او پرمخ يې د غربت نښې له ورایه ښکارېدې.

ده وویل: «په دې تېر عمر او غربت کې مې د زامنو غم یوه خوا او د راپاتې لمسیانو او کونډو پالنه مې بېل دردونه دي.»

دی وايي، په سیمه کې د قومي وېش له درکه یوازې د څېړۍ څو ونې ورته رسېدلې او همدا لري، نور یې نه پوله شته او نه پټی او ژوند يې له سختو کړاوونو سره مخ دی.

رسول‌الدین چې خپله شیخ فاني، عمر خوړلی بوډا او د خلکو لاسنیوي ته محتاج دی، خو د یتیمو لمسیانو پالنه هم ور له غاړې ده.

هغه چې له خپلو لمسیانو سره د کور مخې ته د بوڼ پر یوه زاړه کټ پېتاوي ته ډډه وهلې وه وویل: «یو زوی مې عبدالحکیم نهه کاله وړاندې له امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، له هغه یوه کونډه او شپږ بچیان پاتې شول؛ دوه نور زامن مې حزب‌الله او نصیراحمد هم په روانه جګړه کې له لاسه ورکړل، له هغوی هم یتیمان او کونډې پاتې شوې دي.»

نوموړي وویل، یو زوی یې ژوندی دی، خو حساب کتاب يې ترې بېل دی او دی د خپلو درېیو زامنو له کونډو او ۲۱ یتیمانو سره ګډ ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: «خپله هم ناروغ یم، د پښو بندونه مې درد کوي او له ځایه ډېر په سختۍ خوځېږم، خو بیا هم د خپلو لمسیانو سرپرستي او پالنه کوم.»

هغه وايي، ځيني لمسیان يې په ښوونځي او مدرسه کې درس وايي او ځينې يې له ده سره د کور په کارونو کې مرسته کوي.

رسول‌الدین زیاتوي: «نهایت غریب یم، کار نشم کولای او په کور کې یوه ټنګه نه لرم، له ګاونډيانو سره دې خدا ښه وکړي چې وخت ناوخته مرسته راسره کوي.»

ده وویل، کوړنګل له مرکز اسعداباده شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې، د دنګو غرونو په منځ کې پر نښترو او څېړیو پوښل شوې دره ده چې په تېرو دوو لسیزو جګړو کې د سختو هوايي بریدونو او نښتو شاهده وه.

د کوړنګل د بیبیال کلي اوسېدونکي او قومي مشر حاجي زړور خان هم د رسول‌الدین د مظلومیت کیسه وکړه.

ده وویل، بدمرغې جګړې هېڅ افغان کورنۍ بې درده نه ده پرېښې او ټول يې داغلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د رسول‌الدین درې زامن جګړې تر خاورو لاندې کړل او اوس د درېیو کونډو او ۲۱ لمسیانو سرپرستي ور له غاړې ده.

هغه زیاته کړه: «امریکایانو دلته ډېر ظلمونه وکړل، ۲۵۰ کونډې یوازې زموږ په کلي کې دي او دا یوازې هغه کونډې دي چې خاوندان يې له امریکایانو سره په جګړه کې شهیدان شوي دي.»

زړور خان وویل، دوی له یتیمانو او کونډو سره مرستې کوي، خو په وینا یې چې دا د حکومت مسوولیت دی او باید د دغو خلکو ستونزو ته پام وکړي.

بلخوا، د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې حکومت د یوه منظم پلان له مخې له یتیمانو او کونډو سره مرستې کوي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وايي،  د تېرو سختو جګړو له امله د کونړ په ټولو سیمو کې بې‌شمېره یتیمان او کونډې پاتې دي او ټول د لاسنیوي وړ دي.

هغه زیاته کړه: «حکومت د یوه منظم پلان له مخې هڅه پېل کړې څو په جګړه کې د قرباني شویو کورنیو د ژوند ښه‌والي لپاره کار وکړي، د هغوی د یتیمانو او کونډو سمه پالنه او روزنه وکړي او مرستې ورسره وکړي.»

د یادونې ده، په هېواد کې تېرې څه باندې څلور لسیزې جګړې د میلیونونو کسانو ژوند اخیستی او کونډې او یتیمان ترې پاتې دي.

Visits: 1132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.